د امنیت د ښه پوهېدو لپاره، اړینه ده چې د هغې لفظي او اصطلاحي تعریف وپېژنو.
د امنیت تعریف
لکه څنګه چې یې له نوم څخه څرګنده ده، امنیت: د خطر سره مخ نه کېدل یا د خطر څخه خوندي کېدل دي. امنیت په دې مانا چې خلک دې ته اړ نه شي چې خپل ښار او هیواد پرېږدي.
په دې برخه کې، موږ د امنیت کلمې لغوي او اصطلاحي تعریف باندې بحث کوو:
د امنیت لغوي تعریف
د “امنیت” کلمه د عربي «اَمِنَ، یَأمَنُ، أَمَانَاً» (د سَمِعَ یَسْمَعُ باب) و «أمّن يؤمن تأمينا» (د تفعیل باب) څخه اخیستل شوې ده. د لومړۍ کلمې مانا “خوندي پاته کېدل” معنی لري او د دویمې کلمې مانا “ډاډ ورکول، د امنیت او هوساینې تضمین، له خطر څخه خوندیتوب، د خلکو د بېرې او وام کموالی او…” دی.
ابن فارس چې د عربو له مشهورو لغت پوهانو څخه دی، د امنیت کلمې په اړه داسې لیکي: همزه، میم او نون، دوه سره تړلي اصول دي، چې یو یې هغه امنیت دی چې د خیانت په مقابل کې دی او مانا یې «د زړه سکون او ارامتیا» ده او د بل مانا یې تصدیق دی.
د بلاغت او اعجاز امام علامه زمخشري ليکي: «فلانی امن دی. يعنې هر څوک هغه مأمون ګڼي او په هغه باور کوي، خلک هغه د خپل ځان او مال په اړه امین ګڼي او د ده له شر او فتنې څخه په امن کې دي.»
د امنیت کلمې اصطلاحي تعریف
د “امنیت” کلمې لپاره ډیر تعریفونه شته چې په دې لنډه مقاله کې د ټولو ذکر کول ممکن ندي. له همدې امله، موږ په یو څو جامع تعریفونو باندې بسنه کوو.
د “التعاریف” کتاب لیکوال «امنیت» داسې تعریفوي: «امنیت: په راتلونکي کې د یو چا لخوا د زیان رسولو تمه نه درلودل، او د هغه اصل اطمینان او د ویرې له منځه تلل دي.»
علامه جرجاني رحمه الله هم په «التعریفات» کتاب کې امنیت داسې تعریف کړی دی: «امنیت: په راتلونکي کې د زیان تمه نه درلودل». خو د دې لپاره چې پوه شو چې نور څنګه امنیت تعریفوي او د هغه په اړه څه فکر کوي؟ لاندې د امنیت دوه مفصل تعریفونه راوړو:
لومړی تعریف
“امنیت” د بهرني او داخلي خطرونو څخه د دولت د سلامت ډاډ ترلاسه کول دی، چې کېدای شي د فشارونو، ناکامیو او داخلي ګډوډۍ له امله له منځه لاړ او د دولت د سقوط او تباهۍ لامل شي.
خو دا تعریف جامع او مانع نه شي کېدای. ځکه چې امنیت ډیر ډولونه لري لکه: فردي، شخصي، ټولنیز او ملي امنیت، چې ټول باید د احتمالي خطرونو څخه خوندي وي، مګر په پورتني تعریف کې یوازې په حکومت محدود شوی دی.
دویم تعریف
امنیت د هغو تدبیرونو او اجراآتو ټولګه ده چې د حکومت یا نورو سازمانونو لخوا د خلکو د احتمالي خطرونو څخه د ساتنې لپاره اخیستل کیږي. مهمه نه ده چې دا خطرونه داخلي دي که بهرني، تر څو ملت د هغه تر سیوري لاندې ارام، باعزته او ډاډمن ژوند ولري.
دا تعریف د ټولو تعریفونو لنډیز دی، او همدارنګه د پخواني تعریف په پرتله جامع او بشپړ دی.