لیکوال: بشیر احمد "احمدي"
انسان او د ژوند د پردې شا (لومړۍ برخه)
زموږ د ژوند په پاڼه کې سخته جګړه روانه ده. کله کله حالات او پېښې خوږې او خوندورې وي، خو کله کله پېښې دومره ترخې او دردناکې وي چې د انسان سینه سوځوي. هره ورځ او هره شېبه موږ د یوې پېښې شاهدان یو چې د پېښې (حادثې) په نامه یادیږي. هر کله چې موږ د یوې حادثې نوم یادوو، زموږ په ذهن کې د موټر ټکر، زلزله، سیلاب، مرګ، جګړه، ټپ، اور، ځان وژنه او داسې نور لوی او ناخوښونکي پېښې انځور کیږي. په دې کې شک نشته چې دا ټولې پېښې دي؛ مګر دا د پېښو بشپړ او هر اړخیز انځور نه دی، ځکه چې پېښې هر ډول وي هم مثبت او هم منفي.
په انګلیسي کې د پېښې لپاره د “NEWS” کلمه کارول کیږي. له همدې امله، هر هغه خوندور یا ناخوښه شی چې انسان ته په هره شېبه کې پېښیږي یوه پېښه او حادثه ده چې که په دوامداره توګه دوام ومومي، په “حالت” بدلیږي. موږ باید پوه شو چې هغه پېښې چې د انسان زیږون یې لومړۍ او مرګ یې وروستۍ ده، په حقیقت کې کومه موخه لري؟
فقر، مرګ، بې سوادي، ناروغي، بېکاري، د حقارت احساس، ټپي کېدل، معیوب والی، بې اولادي، بد اولاد، کمزوري او د استعداد نشتوالی، ناکامي، د وړتیا نشتوالی، د کورنۍ له غړو سره د اړیکې خرابېدل، د شتمنیو له لاسه ورکول، سوداګري تاوان ، مادي وروسته پاتې والی او شاتګ، جګړه، ناامني، د رشوت غوښتل، په ټولنه کې بې حجابي، له باطل سره جوړجاړی، له موقف څخه بده ګټه اخیستل، د واکمنانو ظلم او په سلګونو نور حوادث په پېښو کې شامل کیږي.
په ورته حال کې شتمن کېدل، د تحصیلاتو، روغتیا، ښکلا او غورې دندې درلودل ، شهرت او محبوبیت، قوي او عضلاني بدن، ډېر اولاد درلودل، لوړ استعداد او وړتیا، پرله پسې بریاوې، اسلامي پوهه او مفکوره، د نیکیو توفیق، د ښکلې مېرمنې درلودل، کورنۍ درلودل او له هغوی سره ښې اړیکې، پراخه شتمني او کاروبار، امنیت او مادي پرمختګ هم له پېښو څخه ګڼل کېږي.
د پېښو د موخو، اهمیت، تفسیر او د پېښو سره د چلند په اړه مختلف نظرونه شته چې لويديځوال او د هغوی په لاس جوړ شوي نظامونه (ديموکراسي او ازادي) چې نړۍ د خپل پيل او پای ټکی ګڼي، تل هڅه کوي چې پورتنۍ ټولې پېښې کنټرول کړي. دوی د بدو پېښو مخنیوی او په مثبتو پېښو باندې غلبه، نېکمرغې ګڼي، او خپلې ټولې هڅې د هغه لپاره ترسره کوي.
یو لږ شمېر خلک چې هڅې یې په پېښو باندې تمرکز لري ځینې پېښې او مادي شتمنۍ ترلاسه کولی شي. خو دوی بیا هم نېکمرغۍ ته نه رسېږي؛ ځکه چې په دې نړۍ کې د انسان خواهشات هيڅکله نه ختمیږي او ډېر ژر هغه يو عادت او ستړي کوونکی ګرځي.
د دوی اکثریت چې خپل ارمانونه یې نه دي ترلاسه کړي او د پېښو کنټرول نشي کولی، له نا امیدۍ، اضطراب او ځان وژنې پرته بله لاره نه شي موندلی. له بلې خوا د انسان د ژوند داسې دی چې هيڅکله د انسان له هيلو سره سم مخ ته نه دی تللی او ناخوالې پېښې لکه: مرګ، بې وزلي، ناروغتيا، معيوبيت، ناکامي او داسې نور هغه مصيبتونه چې هيڅوک ترې انکار نه شي کولای د دوی د نېکمرغۍ لوی خنډ دی چې د تېر غم، د راتلونکي په اړه اندېښنه، فشار، اضطراب، د استراحت او سکون نشتوالی د دوی د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده؛ ځکه چې دوی هېڅکله له ناهیلۍ او ناخوالو څخه د خلاصون توان نه لري. نو، پرته له شکه، په حالاتو او پېښو کې لوی راز پروت دی.