د احادیثو علماو سنت هر هغه شي ته وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب وي.
د فقهې علماوو له سنت څخه مراد، شرعي احکام لکه: فرض، واجب، مندوب او مکروه دی.
واعظان هم سنت داسې تعریف کوي: چې هر هغه څه چې د شریعت حکم وي چې په هغه باندې یې امر کړی وي یا نهی. نو په دې اساس د سنت معنا د دوی سره مختلفه ده.
اصولیین وايي: سنت له قرآن پرته بل هر هغه څه ته وايي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري صادر شوی وي لکه قول، عمل او تقریر.
بیضاوي رحمه الله په لنډه توګه سنت داسې تعریف کړی دی: «سنت د رسول الله صلی الله علیه وسلم قول یا عمل دی».
د سنت اصطلاح د فقهاو له نظره
لکه څنګه چې امام شوکاني وايي: «سنت هغه څه دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوی وي، او هغه فرض او واجب نه دي.» احناف د امام شوکاني په تعریف کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د صحابه کرامو افعال هم شامل کړي دي.
د سنت اصطلاح د کلام او عقیده د علماو له نظره
د کلام او عقيدې د علماوو له نظره سنت هغه څه ته وايي چې د بدعت په مقابل کې وي. شاطبي مالکي رحمه الله دغه خبره په «الموافقات» کتاب کې کړې ده. په دې اساس ویلای شو چې فلانی د سنت تابع دی او فلانی د بدعت په لاره روان دی. بايد يادونه وشي چې امام شاطبي رحمه الله له هغه مادې سره موافق دى چې احنافو د سنت په تعريف کې زياته کړې ده.
د دوی دلیل
د هغوی دلیل د عرباض بن ساریه رضی الله عنه دغه حدیث دی چې «علیکم بسنتی و سنت الخلفاء المهدیین الراشدین، تمسکوا بها وعضوا علیها بالنواجذ»؛ “زما او د صالحو خلیفه ګانو سنت ټینګ کړئ، او هغه په خپلو غاښونو او چمبو سره ونیسئ.”
هغه مسایل چې له سنت څخه په دې مفهوم ثابت شوي دي:
د شرابو حد، د صناع ضامن ګرځول: د رسول الله صلی الله علیه وسلم خليفه ګانو د صنایعو د تضمين حکم کړی دی. علي رضي الله عنه ویلي دي: «خلک به له دې پرته اصلاح نشي.» دا هغه سنت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو یې اساس پرېښود او مسلمانانو د هغو وروسته تعقیب کړ.
د مصاحفو راټولول: حضرت عثمان رضي الله عنه د اصحاب کرامو په مشورت سره، ټول مصحفونه په عثماني مصحف کې سره راټول کړ او هغه یې مختلفو ځایونو ته ولېږل، او مسلمانان تر اوسه هم پرې اعتماد لري.
د احکامو او نورو مسايلو تدوین کول: دا مسايل د مصلحت په توګه او د صحابه کرامو په مشورې سره نيول شوي دي.