لیکوال: اسماعیل ساراني
نشه او نشه يي توکې (لومړۍ برخه)
لنډیز
نننۍ نړۍ د یوه کلي په څېر ده، که په یوه کونج کې یوه پېښه ترسره شي، د بل کونج خلک ترې اغېزمن کېږي. د نشه یي توکو مسئله یو له هغو ستونزو څخه ده چې د ختیځې او لویدیځې نړۍ پام یې ځان ته اړولی او خطر یې هر چا ته معلوم دی.
الله جل جلاله د پنځو شيانو ساتنه اړینه کړې ده: دين، بدن، عقل، عزت او مال، چې ټول د نشه يي توکو له امله له منځه ځي. همدارنګه، د دې ستر ناورین په خپرېدو سره، موږ هره ورځ په ټولنو کې د خپلسري شاهدان یو. ځکه چې معتاد د روږدېدو وروسته هر څه کوي او ټولنه د تباهۍ په لور کش کوي. او په دې مسئله کې د استعمار ونډه هم د پام وړ ده.
سریزه
دښمنان په فکري او فرهنګي ډګر کې دومره هڅې کوي چې د یوې شیبې لپاره هم هوساینه نه کوي. دوی په دې پوه شوي چې د جګړې او د مسلمانو ماشومانو د فزيکي له منځه وړلو له لارې نه يوازې دا چې دوی ټول له منځه نه شي وړلای، بلکې د خپل ځان په وړاندې د هغوی کرکه او غضب هم راپاروي، داسې چې راتلونکي نسلونه د دوی د جنايتونو ترخوالی تل ياد ساتي. دا هغه ځای دی چې دوی د ګرمې جګړې پر ځای سړه جګړه غوره کوي او لاندې ګمراه کوونکي شیان کاروي:
-
د نشه یي توکو وده او ترویج؛ لکه: تاریاک، هیروین، چرس، تمباکو او داسې نور.
-
د موسیقۍ، ساز او سرود، نڅا او مبتذلو سندرو ته وده ورکول.
-
د فحشا او بې حجابۍ خپرول، د ضد اخلاق کتابونو، فلمونه خپرول او موډ ته هڅول.
-
د علماوو، جوماتونو او اسلامي مراکزو په وړاندې د ځوانانو بې باوره کول او د اسلام د مشرانو، د دين، امت او علماوو ضعفونه لویول.