“حقیقت دا دی چې عامو خلکو ته د رایې ورکولو د حق په ورکولو سره ټاکنو خپل اصلي او لومړنی معنی او مفهوم له لاسه ورکړی دی ؛ [ځکه چې خلک به] د نویو قدرتونو یعنی د ګوندونو د مشرانو په منګولو کې راګیر شي او دا مشران به د تبلیغاتو او توطیې له ټولو وسایلو څخه په استفادې سره خپله اراده پر خلکو تحمیل کړي”.
رنه ګنون، چې په ۱۹۵۱ کال کې مړ شو، یو له خورا نامتو معاصر فرانسوي فیلسوفانو څخه دی. د نورو په څېر هغه هم د خلکو پر وړاندې د خلکو د حکومت په جوړښت کې دوه ګونی حالت درک کړی او هغه ناشونی ګڼي.
“که موږ دا ومنو چې ثابت او واحد خلک په ورته وخت کې حاکم او محکوم دواړه کیدی شي، موږ له یو تناقض سره مخ شوي یو.”