د خوارجو د غندنې او له هغوی سره د مقابلې په اړه د سلفو او خلفو علماوو ویناوې
اوس به د امت د مخکنیو او وروستنیو علماوو نظریاتو ته کتنه وکړو ترڅو پوه شو چې دوی د دې ګمراه او نوې را پیدا شوې فرقې په اړه څه ویلي او د هغوی په وړاندې یې څه ډول دریځ غوره کړ ترڅو دا ډله وپېژنو او له دوی سره د ناستې او یوځای کیدو څخه ډډه وکړو؛ ځکه چې د دې امت خیر د «سلفو» په پیروۍ، په ځانګړې توګه د څلورو امامانو (چې په دې مذهبونو د امت اتفاق دې) په اطاعت کې نغښتی دې. باید پوه شو چې امت په ګمراهۍ باندې نه راټولیږي او دا خلک (خوارج) له جماعت څخه جلا او له څلورو مذهبونو څخه بهر دي؛ چیرته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«لا تجتمع امتي علی ضلالة»؛ زما امت په ګمراهۍ نه راغونډیږي.
د خلکو نیکمرغي او فضیلت د اهل سنت او جماعت د څلورو امامانو په پیروي کې دی چې د امت له اسلافو او مخکینو څخه دي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«خیرکم قرني، ثم الذین یلونهم، ثم الذین یلونهم»؛ په تاسو کې غوره هغه څوک دي چې زما په زمانه کې ژوند کوي، بیا هغه څوک چې په دوهم نسل کې ژوند کوي او بیا دریم نسل هم په وروستي پړاو کې غوره دی. یعنې درې ګونې پیړۍ د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د صحابه کرامو، د تابعینو او تبع تابعینو رضوان الله علیهم اجمعین زمانې دي چې موږ یې اوس د هغو ویناوو ته ګورو:
لومړۍ قول: د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین اجماع: : «وقد اتفقت كلمة الصحابة جميعاً على ذم الخوارج ولم يختلف أحد مع الخليفة الراشد علي بن أبي طالب رضياللهعنه في قتله للخوارج؛ [بل حتي الذين لم يكونوا معه فرحوا بقتاله للخوارج وقتله إياهم، ونصرته عليهم]»؛ په حقیقت کې ټول صحابه کرام د خوارجو پر غندلو متفق شول او حتی یو یې هم له خلیفه حضرت علي رضی الله عنه سره له خوارجو سره په جګړه کې اختلاف ونه کړ، بلکې هغه کسان هم د خوارجو سره په جګړې او د هغوی په وژلو او د حضرت علي رضی الله عنه په بریا خوښ شول چې له هغه سره نه وو.
دوهم قول: عبدالرزاق، عن جعفر بن سليمان عن أبي عمران عن عبدالله ابن رباح الأنصاري قال: سمعت كعباً يقول: «للشهيد نور، ولمن قاتل الحرورية عشرة أنوار»؛ کعب بن الاحبار رضي الله عنه فرمايي: د شهید لپاره یوه څراغ دی او د حروریه د وژلو لپاره لس څراغونه دي.
درېم قول: «كان ابن عمر رضىاللهعنه يرى قتال الحرورية حقاً واجبًا على المسلمين»؛ ابن عمر رضي الله عنه له خوارجو سره جنګ کول د مسلمانانو واجب حق ګڼلی دی.
څلورم قول: «قال بشر بن الشفاف البصری رحمهالله: «سألني عبدالله بن سلام عن الخوارج؟ فقلت: هم أطول الناس صلاة، وأكثرهم صوماً غير أنهم إذا خلفوا الجسر، أهرقوا الدماء، وأخذوا الأموال»؛ بشر بن شفاف وايي: عبدالله بن سلام له ما څخه د خوارج په اړه پوښتنه وکړه، ما ورته وویل: دوی لمونځونه ډير اوږده ادا کوي او ډیری وخت روژې نیسي؛ پرته له هغو کسانو چې له پله تېر شوي او شاته پاتې شوي دي( کنایه له واک او قدرت څخه) وينه تويوي او شتمني اخلي.
پنځم قول: «سـأل أبـومـطيـع البلخـي الإمـام أبـاحنيفة: «مـاتقـول في الخوارج المحكمـة؟ قال: هـم أخبـث الخوارج، قلـت لـه: أتكفـرهـم؟ قال: لا ولـكـن نقـاتلـهـم عـلى مـا قـاتلهم الأئمـة مـن أهـل الخـيـر وعـلي رضیاللهعنه و عمر بن عبدالعزيز»؛ ابو مطیع بلخي له امام ابوحنيفه څخه وپوښتل: ته د محکمې د خوارجو په اړه څه وايې؟ هغه وويل: هغوى تر ټولو بد خوارجان دي، ما ورته وويل: آيا ته هغوی تکفیروې؟ هغه وويل: نه، بلکي موږ ورسره جنګېږو؛ لکه څنګه چې زموږ امامان، اهل الخیر، علي رضی الله عنه او عمر بن عبدالعزیز رحمه الله له دوی سره جنګیدلي دي.
شپږم قول: «قال شيخ الاسلام ابن تيمية رحمةاللهعلیه: «وأئمة أهل البدع أضر على الأمة من أهل الذنوب، ولهذا أمر النبي صلىاللهعليهوسلم بقتل الخوارج، ونهى عن قتال الولاة الظلمة»؛ شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله وفرمایل: او د بدعتيانو مشران د دې امت لپاره د ګناهګارانو (د فسق او فجور اهل) په پرتله زيات زيان رسوونکي دي؛ نو ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د خوارجو سره په جګړې او د هغوی په وژلو امر وکړ او له ظالمو ( او فاسقو) حاکمانو سره یې جګړه منع کړې.
اووم قول: «الإمام مسلم النیسابوری وفي صحيحه: «كتاب الزكاة، باب ذكر الخوارج وصفاتهم»، «باب: التحريض على قتل الخوارج» و «باب شرّ الخلق»، ثم ذكر الأحاديث الدالة على ذمهم وقتلهم وأنهم شر الخلق»؛ امام مسلم په خپل صحیح مسلم کې د زکات په کتاب کې یو باب د خوارج او د هغوی د صفاتو د ذکر په نوم لیکلی دی او د خوارجو د وژلو د هڅونې باب او د بدو خلکو باب هم پکې راغلی دی او بیا هغه احادیث چې د دوی غندنه او وژنه څرګندوي او دا چې دوی خورا بد خلک دي.
اتم قول:« وقال الإمام الاشعری رحمهالله: «وأما السيف، فإن الخوارج جميعاً تقول به وتراه، إلا أن الإباضية لاترى اعتراض الناس بالسيف، ولكنهم يرون إزالة أئمة الجور»؛ امام اشعري رحمه الله فرمايي :او د تورې سره د وتلو مسله، نو ټول خوارجان يې مني او ګوري، مګر داچې اباضیه د خلکو وتل او اعتراض په توره نه مني، بلکې د ظالمو امامانو په لرې کولو معتقد دي.
نهم قول: «امام ابوالحسن الملطى (متوفي ٣٧٧ق) خطاب به خوارج میگوید که: «و أنتم بإجماع الأمة مارقون خارجون من دين الله، لا اختلاف بين الأمة في ذلك، مع أن أفعالكم من إهراق دماء المسلمين وتكفيركم السلف والخلف واستحلالكم لما حرم الله، عليكم ظاهرة شاهدة عليكم، بأنكم خارجون من الدين داخلون في البغي والفسوق»؛ او د امت د اجماع له مخې تاسو هغه کسان ياست چې د الله له دين څخه وتلي ياست او په دې اړه د امت ترمنځ هیڅ ډول اختلاف نشته، ستاسو په عملونو کې د مسلمانانو د وينې له تويولو څخه د سلفو او خلفو تر تکفير پورې او هغه څه مو حلال کړي چې الله حرام کړي دي. ستاسو ظاهر په دې ګواه دې چې تاسو هغه کسان یاست چې له دین څخه وتلي او په بغاوت، فساد او فسق کې داخل شوي یاست.
لسم قول: «قال الإمام البغوي رحمهالله: «باب قتال الخوارج والملحدين: واتفقت الأمة من أهل السنة والجماعة على أن الاستخلاف سنة، وطاعة الخليفة واجبة، إلا الخوارج، والمارقة الذين شقوا العصا، وخلعوا ربقة الإسلام»؛ امام بغوي رحمه الله له خوارجو او ملحدانو سره د جګړې په اړه وايي: اهل سنت او جماعت په دې خبره متفق دي چې د خلیفه ټاکل سنت دي او د خلیفه اطاعت واجب دی؛ مګر داچې خوارج او مارقه د دوی (اهل سنتو) سره مخالفت وکړ او د اسلام له رشتې څخه ووتل.
یوولسم قول : «القاضی عیاض قال: «أجمع العلماء على أن الخوارج وأشباههم من أهل البدع والبغي، متى خرجوا على الإمام، وخالفوا رأى الجماعة وشقوا العصا، وجب قتالهم.»؛ قاضي ایاز وايي: علماء په دې متفق دي، چې خوارج او د هغوی امثال، د بدعت او بغاوت خلک دي؛ کله یې چې د امام په وړاندې راپورته شول او د جماعت له نظر سره یې مخالفت وکړ او له جماعت څخه جلا شول، نو تاسو باید ورسره وجنګیږئ.
دولسم قول: «قال الإمام إبن قدامة (متوفي ٦٢٠ق): «والصحيح إنشاءالله أن الخوارج يجوز قتلهم ابتداء والإجهاز على جريحهم، لأمر النبي بقتلهم، ووعده بالثواب لمن قتلهم، ولأن بدعتهم وسوء فعلهم، يقتضي حل دمائهم، بدليل ما أخبر به النبي صلیاللهعلیهوسلم من عظم ذنبهم، وأنهم شر الخلق والخليقة، وأنهم يمرقون من الدين وأنهم كلاب النار، وحثه على قتلهم، وإخباره بأنه لو أدركهم لقتلهم قتل عاد»؛ امام ابن قدامہ رحمه الله فرمايي: او ان شاء الله حق دا دې چې: لومړی د هغوی وژل او د هغوی د ټپیانو ختمول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم په پام کې نیولو سره او د هغوی د وژونکو لپاره د ثواب وعده ورکول، روا دي. بدعت او د هغوی ناوړه اعمال د هغوی د وینې تویولو د جواز اړتیا ده، د هغه څه د ثبوت په توګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی د ګناه له لویوالي څخه خبر ور کړی دی، او دا چې دوی د مخلوقاتو ترټولو بد دي او له دین څخه منحرف شوي دي او د دوزخ د اور سپي دي، او د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم دهغوی په وژلو هڅونه کړې او فرمایلي یې دي چې که یې ونیول، لکه د عاد قوم په شان به یې ووژني.