لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
تصوف او عرفان (یولسمه برخه)
د تصوف او عرفان طبقات له دوهمې پېړۍ څخه تر لسمې هجري پېړۍ پورې
اتمه پیړۍ
علاء الدوله سمناني: په لومړي سر کې یې په دیوانخانه کې کار کاوه، خو وروسته یې دا دنده پرېښوده او د تصوف او دیني افکارو ته یې مخه کړه. هغه خپله ټوله شتمني د خداى په لار کې مصرف کړه او په بېلابېلو برخو کې يې ډېر کتابونه وليکل. هغه د تصوف په اړه ځینې نظرونه درلودل، چې د هغه په مهمو کارونو کې څرګند شوي دي. په ۷۳۶ هجري کې وفات شو. خواجوي کرماني چې یو مشهور شاعر دی د هغه له شاګردانو څخه و او په لاندې ډول یې توصیف کوي:
هر کو به ره علــی عمرانی شـــد چون خضر به سرچشمۀ حیوانی شد
از وسوسۀ عادت شیطان وارست مـــانند عـــــــلاءالدوله سمــــنانی شد
عبدالرزاق کاشاني: هغه د دې پېړۍ له مشهورو تصوفیانو څخه دی. هغه د محی الدین «فصوص» او د خواجه عبدالله انصاری «منازل السائرین» مشهور کتابونه یې شرح کړي دي. د عبدالرزاق کاشاني او علاء الدوله سمناني تر منځ د تصوف د نظري مسايلو په اړه چې د محي الدين لخوا مطرح شوي دي بحثونه او اختلافونه موجود دي. په ۷۳۵ هجري کې وفات شو.
خواجه حافظ شيرازي: د نړیوال شهرت سره سره د حافظ د ژوند تاريخ ډېر روښانه نه دی. خو یقیني ده چې هغه یو عالم، عارف، حافظ او د قرآن کریم مفسر و. هغه په وار وار دغه مطلب ته اشاره کړې ده:
ندیدم خوشتر از شــــــــعر تو حــــــــافظ به قرآنی که اندر سینه داری
عشقت رِسَد به فریاد ار خود به سانِ حافظ قرآن ز بَر بخوانی در چاردَه روای
که څه هم هغه په خپلو شعرونو کې د پير طریقت او مرشد څخه یادونه کړې ده، خو معلومه نه ده چې د هغه مرشد څوک وو. د حافظ شعرونه د تصوف په اوج کې دي او ډېر لږ خلک د ده تصوف درک کولای شي. ټول عارفان چې له هغه وروسته راغلي دي اعتراف کوي چې هغه په حقیقت کې د لوړو عرفاني مقامونو څخه تېر شوی دی. ځینو مشرانو د حافظ په ځینو بیتونو شرحې لیکلي دي؛ د بېلګې په توګه محقق جلال الدین دیواني چې د نهمې پېړۍ مشهور فیلسوف دی، د لاندې بیت په تفسیر کې یوه مقاله لیکلې ده:
پیر ما گفت خطا بر قلم صنع نرفت آفرین بر نظر پاک خطا پوشش باد
حافظ په ۷۹۱ هجري کې وفات شو.
شیخ محمود شبستري: هغه د «ګلشن راز» په نامه د یوې عرفاني منظومې جوړونکی دی. دا کتاب یو له مشهورو عرفاني کتابونو څخه ګڼل کیږي او د خپل شاعر نوم یې د همېش لپاره په ذهنونو کې ثبت کړی دی. د هغه لپاره ډېر شرحونه لیکل شوي دي او ښايي تر ټولو غوره شرحه یې د شیخ محمد لاهیجي شرحه وي چې خپور شوی او موجود دی.
شبستري په ۷۲۰ هجري کال وفات شو.
ادامه لري…