په تېرو بحثونو کې مو ولوستل چې فمینیسټان د څو ودونو سره ستونزه لري او دا د ښځو پر وړاندې ظلم او بې انصافي بولي او ادعا کوي چې اسلام د څو ښځو د ودولو په مباح ګرځولو سره د ښځو پر وړاندې تر ټولو لوی جنایت کړی دی، اوس موږ غواړو معلومه کړو چې اسلام له ښځو سره ظلم کړی دی او که نه؟ یا هغه اشخاص او حکومتونو چې په ظاهره یې څو ودونه منع کړي دي، خو د ښځو پر وړاندې یې نورې دروازې پرانیستې دي او فرصت غوښتونکو نارینه وو ته یې د ښځو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې لارې یې خلاصې کړي دي؟
لويديځ پوهان په دې ښه پوهيدلي دي چې د زوجاتو د تعدد د ممانعت او د جنین د سقط د شمير د زياتوالي او په سړکونو کې د ماشومانو د پريښودلو تر منځ سل په سلو کې اړيکه شته او په 1901 ميلادي کال کې په فرانسه کې په جوړه شوې غونډه کې د فحاشۍ د کنټرول موضوع وه او په هغې کې ویل شوي و چې د یتیمانو او بې سرپرسته ماشومانو شمیر چې په بیلابیلو یتیم خانو او روزنتونونو کې ساتل کیږي، څه د پاسه (۵۰۰۰۰) تنو ته رسیږي، تر هغه بده دا ده چې د دې یتیم خانو او روزنتونونو مسؤلین چې د دوی پالنه کوي، پخپله له تنکیو ځوانانو او نجونو څخه ناوړه ګټه اخلي او تر هغه هم بده داچې په دې یتیم خانو کې دا ناروا ماشومان چې له زده کړو بې برخې دي، د میندو او پلرونو له مینې او شفقت څخه بې برخې دي، یو له بل سره بد کارونه او بد چلند کوي او له یو بل سره جنسي نامشروع اړیکي ټینګوي او هیڅ ریښتینی منع کوونکی کس یا ځواک شتون نلري چې د دې ناوړه کړنو مخه ونیسي .
یوه ځوانه انګلیسي انجلۍ او لیکواله په دې اړه لیکي: د کوڅې او سړکونو نجونې زیاتې شوي او آفتونو او وباګانو د ټولو لمن نیولې ده او ټول پرې اخته دي، او هیڅوک نشته چې لامل یې وڅیړي او زه د یوې ښځې په حیث دغو بې وزلو نجونو ته ګورم چې د دوی حالت او وضعیت ته په کتلو سره د انسان زړه سوزي او ویلې کیږي؛ مګر یوازې زړه سوی او خواخوږي او د هغوی د وضعیت په اړه ویل او لیکل هیڅ درد نشي دوا کولی او ګټه هم نلري .
په لوېدیځ کې څو ودونه، د اسلام په خلاف، نه انساني ده او نه اخلاقي.
حتی یو لویدیځ لیکوال د لویدیځ خلکو ته ننګونه وکړه او ویې ویل: یو داسې کس ته پام وکړئ چې د خپل ژوند په وروستیو شیبو کې وي او خپل روحاني پلار ته د خپلو ګناهونو د بښلو اعتراف وکړي، اوس که د دې سړي خبرو ته ځير شو، نو و به ګورو چې ډیری یې لږترلږه له یوې ښځې نامشروع اړیکه لري.
د لويديځوالو تر منځ ګڼوالی یا د مېرمنو تعدد قانوني نه دی؛ مګر دا په مختلفو بڼو او مختلفو عنوانونو سره شتون لري او په آزاده توګه د قانون تر څارنې لاندې ترسره کیږي.
په لويديځ كې دا اړيكې د څو ودونو په نوم نه ترسره كيږي، ځكه چې څو ودونه کول جرم دى؛ بلکې دا د دوستۍ، یارانې او مينې په نوم تر سره کېږي او دا دوستي د څو میرمنو د لرلو په څېر یوازې په څلورو ښځو پای ته نه رسیږي؛ بلکي دا نه ختمېدونکې ده او تر لامحدود دوام لري او هرکله چې یو سړی غواړي له نورو ښځو سره اړیکه ټینګه کړي، په پخوانیو درواغجنو معشوقه ګانو کرښه را ګاږي او هغوی پرېږدي.
او همدارنګه دا ډول اړیکه په ښکاره ډول هم نه ترسره کیږي، چې د کورنۍ د خوښۍ او خوشحالۍ سبب وګرځي او دوی د واده د تړون په څیر یوځای کښیني او ویې لمانځي؛ بلکه، دا په پټه توګه جوړیږي ترڅو هیڅوک پوه نشي.
او دا اړیکې د ښځې او سړي تر منځ د نکاح د تړون په شان نه ده، او د سړي په غاړه هیڅ ډول مسئوولیت او ملکلفیت نه ږدي، او سړی د هغې ښځې د مالي ستونزو او لګښتونو لپاره چې ورسره یې تړون کړی وي، هیڅ تعهد او ژمنتیا نلري او یوازې تر هغه وخته پورې چې هغه د جنسي غوښتنو له اړخه ورته اړتیا لري، له هغې څخه ګټه پورته کوي او د هغې وقار او شخصیت خرابوي، وروسته بیا هغه د یو نړۍ شرم او ننګ سره پریږدي، او د سړي له تللو وروسته، هغه ښځه باید د حمل درد وزغمي او د ناروا ماشوم بار او مسئولیت په غاړه واخلي.
همدا رنګه سړی اړ نه دی چې د دې اړیکو په پایله کې زیږیدلي ماشوم په زوی توب ومني ، په پایله کې دا ماشوم په ټولنه کې د ناروا ماشوم په توګه پیژندل کیږي، او تر هغه چې ژوندی وي همداسې شرم او ذلت به په خپلو اوږدو لیږدوي او نشي کولی سرلوړی او باعزته ژوند وکړي او سر به یې په ټولنه کې تل ټیټ وي.
دا ډول ملګرې او معشوقه خوښول، له یوه اړخه د څو زوجاتو په شان دى چې له شرعي پلوه يو سړي ته په يو وخت کې له څو ښځو سره د اړيکو اجازه ورکوي، او داسې برېښي چې په لويديځ کې په نورو ډولونو کې هم څو واده کول جواز لري او نارينه د دې اړیکو په وړاندې هیڅ ډول مکلفیت نلري او دا اړیکه هغه اړیکه ده چې له هر ډول اخلاقي تصرف څخه بې برخې وي او د ویښ ضمیر او انساني احساس لپاره هیڅ ځای پکې نشته، او دا یو ډول اړیکه ده چې ښځه پکې د نارینه د شهواني نانځکې په توګه ساتل کیږي او کارول کیږي او په یو ډول، دا د مسؤلیت له بار څخه د نارینه وو تېښته او ځان خلاصول دي.