مسئله: د قربانۍ د شېدو لوشل او د هغه وړیو پرې کول روا نه دي او که د ضرورت له امله شيدې یې ولوشل شوې او یا یې وړۍ پرې شوې، نو د هغه صدقه کول ورته واجب دی.
مسئله: مستحب دی چې قرباني کوونکی قبلې ته مخامخ ودریږي.
او په پای کې باید هېر نه کړو چې د اختر په ورځو کې د نېکو کارونو ترسره کول لکه د خپلوانو او دوستانو سره ناسته پاسته، له دښمنۍ او کینې، بغض او عداوت څخه لیروالی وکړو او له دې ټولو ناروغیو څخه زړه پاک کړو. او همدارنګه له اړمنو او بې وزلو او یتیمانو سره مهربانی کول، د هغوی سره مرسته کول او د هغوی د زړونو خوشحاله کول باید هېر نکړو، چې دا کارونه د شریعت مقبول اعمال او د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دي.
له لوی څښتن تعالی څخه غواړو چې هر هغه څه چې د هغه رضا وي، او موږ ته د خپل دین پوهه راکوي د هغه توفیق راکړي، او د ذو الحجې په دې ورځو کې نېک اعمال زموږ په نصیب کړي. و صلی الله علی نبینا محمد و علی آله و صحبه اجمعین.