لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (درې څلویښتمه برخه)
د (عین التمر) ښار په لور د حضرت خالد رضی الله عنه خوځښت
عین التمر د انبار ښار ته څېرمه د یوه ښار نوم دی چې واکمن یې مهران ابن بهرام چوبین نومېده. هغه یو لوی او پیاوړی پوځ درلود.
د هغه د وفادارو مرستیالانو څخه د عرب توکم څخه یو کس د عقه ابن ابی عقه په نوم و چې د هغه هیواد د عربانو لخوا یې ملاتړ کیده.
کله چې د سیدنا خالد بن ولید د راتګ خبر مهران او عقه ته ورسیده، عقه ورته وویل: زه او خالد عربان یو، زه د هغه سره ښه جګړه کولای شم؛ ځکه چې زه ستاسو په پرتله د عربو د جګړې له تکتیکونو سره ډیر بلد یم؛ نو اجازه راکړئ چې یو له بل سره مبارزه وکړو، او که ستاسو مرستې ته اړتیا شوه نو زه به په تاسو غږ وکړم. مهران چې له دغه وړاندیز څخه ډېر خوشاله شو، هغه یې ومانه او په جګړه کې ښکېل نه شو.