لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (اووه دیرشمه برخه)
خالد رضی الله عنه د ایران د پاچا “اردشیر” کسرا له ستر لښکر سره په جګړه کې
په مخکینۍ برخه کې په دې اړه بحث وشو چې هرمز د حضرت خالد له لښکر څخه خبر شو، اردشیر ته یې یو لیک واستاوه او له هغه څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه؛ څرنګه چې د پاچا اردشیر د مرستو او امداد سره سره؛ د هرمز وسله وال لښکر بيا ماتې وخوړه.
د موضوع په دې برخه کې غواړو له حضرت خالد سره د اردشیر د معاملې په اړه خبرې وکړو.
شیخ ابو زید شلبي رحمه الله لیکي: کله چې د هرمز خط اردشیر ته ورسید او د خالد له راتګ څخه خبر شو، نو د هرمز د لښکر د مرستې لپاره یې د« قارن د قریانس زوی» په مشرۍ یې یو لښکر واستاوه، قارن له مداین څخه بهر شو، کله چې د «مذار» په نوم سیمې ته ورسید د هرمز د لښکر په ماتې خبر شو او د لښکر تیښتیدلي کسان یې د ده شاوخوا را غونډ شول.
قارن له خپل لښکر او د هرمز له تښتیدلو سره خبرې وکړې او یو بل برید یې پلان کړ او خپل لښکر یې د مذار سیمې ته واستاوه.
د مذار په لور د خالد رض برید
كله چې حضرت خالد رضي الله عنه له دې پلان خبر شو، نو په پوره چمتوالي سره د هغوى پر لور روان شو او له هغوى سره يې مقابله وكړه، ايرانيانو په خپل ټول قوت سره په قهر او نفرت سره جګړه پيل كړه، حضرت خالد رضي الله عنه په خپل ټول قوت سره وجنګېد، قارن د مبارز غوښتونکی شو، حضرت خالد او معقل بن اعشي دواړه د هغه په لور روان شول، معقل ورته مخکي ورسيده او سمدلاسه يې قارن وواژه، وروسته ايرانيان مات شول او د جګړې توان يې له لاسه ورکړ.
حضرت خالد رضی الله عنه له دې جګړې څخه بې شمېره غنیمتونه ترلاسه کړل او په خپلو ټولو لښکرو یې وویشل؛ تر دې چې هر سړي ته له دېرش زره درهمونو زیاته برخه ورسیده، نو د هغه مال خمس یې سعید بن نعمان ته ورکړ چې مدینې ته یې یوسي او د مسلمانانو خلیفه ته یې وسپاري.
ایرانیان د جګړې لپاره د نوي چمتووالي غوښتنه کوي
کله چې اردشیر په مذار کې د ایراني پوځ د ماتې خبر واورېد، نو امر یې وکړ چې د حضرت خالد له لښکر سره د مقابلې لپاره له عربانو، عراقیانو او عیسویانو څخه یو لوی لښکر چمتو کړي.
دغه ستر لښکر هر ډول قربانۍ ته چمتو و، اردشیر د «اندرسغر» په نوم یو کس د لښکر د قومندان په توګه وټاکه. په همدې وخت کې يې يو بل لښکر هم تيار کړ او له لومړي لښکر وروسته يې د “بهمن جدويه” په نوم يو کس ولېږه.
د لومړي لښکر قوماندان “اندرسغر” له خپل لښکر سره له مداین څخه بهر شو او د “والجه” ځمکې ته لاړ او هلته يې خېمې ودرولې. د دوهم لښکر قوماندان “بهمن جدويه” هم له خپل لښکر سره مداین پرېښود او “ولجه” ته لاړ؛ دواړه لښکرې په ولجه کې سره یو ځای شوې او په یو خاص غرور او کبر سره یې پوځي نندارې وړاندې کړې.