Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»ډیموکراسي»اسلام او ډیموکراسي (دوهمه برخه)
ډیموکراسي دوشنبه _27 _مې _2024AH 27-5-2024AD

اسلام او ډیموکراسي (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (دوهمه برخه)

د دموکراسۍ تاریخ
د دموکراسۍ کلمه په لومړي ځل په لرغوني یونان او د «آتن» په ښار کې د «کلیستن» لخوا وکارول شوه (510 ق م). هغه د «هیپارک» او د هغه د ورور «هیپارس» د واکمنۍ له ختمولو وروسته، قانون کې یې اصلاحات راوړ، او حکومت یې د کلیوالو او غریبانو ته وسپاره. په دې ډول دموکراسۍ کې له ښځو او غلامانو پرته ټولو خلکو په مستقیمه او شخصي توګه د قوانینو په جوړولو کې برخه اخیسته او په اجرایوي څوکیو به د قرعې له لاري ګومارل کېدل.
له لرغوني یونان څخه اوسني عصر ته
د دموکراسي (یا د خلکو لپاره د خلکو د حکومت) مفکوره د مشهور تاریخ لیکونکي «هرودت» له وخت راهیسې د یوناني فیلسوفانو او لیکوالانو په آثارو کې موندل کیدی شي. په لرغوني یونان کې حکومت د دموکراسۍ پر بنسټ ولاړ و او د آتن د اساسي قانون له مخې هر وګړی چې عمر یې شل کلن و، د ښار په شورا کې یې د ګډون حق درلود. د یونان تر څنګ په ختیځ (هند او لرغوني چین) کې هم د دموکراسۍ مفکوره پیژندل شوې وه. داسي چې ځینې تاریخپوهان د دموکراسۍ لومړنی ځای چین او هند ګڼي. افلاطون او ارسطو چې د لرغوني یونان له پوهانو څخه دي، په خپلو اثارو کې د دموکراسۍ یادونه کړې ده. د افلاطون په اند که څه هم د دولت د طبقه بندۍ معيار يې علم دی، خو بیا هم دموکراسي د جاهلانو د حکومت نښه وه. ارسطو دموکراسي د بې وزلو او بې وسه خلکو د واکمنۍ څرګندونه ګڼلې ده. له همدې امله، دموکراسي د دواړو مفکرینو لخوا مسخره شوې او پر هغه باندي یې نیوکه کړې ده.
په لرغوني یونان کې د دموکراسۍ پر بنسټ د حکومت شتون یو لنډمهاله حکومت و او دوام یې و نه کړ. په لويديځ کې د «رنسانس» او ​​د دیني اصلاحاتو د غورځنګ د څو پېړيو له تېرېدو وروسته، د نوې دموکراسۍ فکري بنسټ په تدريجي ډول کېښودل شو. له «ماکیاولي» څخه تر «هوبز» او «لاک» او بیا «روسو» او «مونتسکیو» پورې، هر یو د دموکراسۍ د مفکورې په جوړولو کې ژور اغیز درلود؛ په دې توګه په شلمه پېړۍ کې د انسان د فکر په جوړولو کې د دموکراسۍ نظریه داسې ځای ته ورسېده چې له مسیح مخکې پیل شوې وه. په مفهومي لحاظ، د «روسو» دموکراسي د لرغوني یونان له دموکراسي سره توپیر درلود؛ روسو په دې باور و، چې پر خلکو د خلکو واکمني په عملي توګه ناشونی دی. هغه مفهوم چې روسو وړاندې کړ د اکثریت واکمني وه. د دموکراسۍ دغه طریقه هم په عمل کې کار و نه کړ، او د هغې نیمګړتیاوې د فرانسې د پاڅون په وخت کې څرګندې شوې. هغو کسانو چې د فرانسې د انقلاب وروسته یې حکومت په لاس کې ونیول، د خلکو د اکثریت په نوم یې دیموکراتیک حکومت جوړ کړ. او د دولت په برخه کې د دوی افراط داسي تشریح شو چې څنګه چې یو فرد یا اقلیت  کولای شي ظالم وي، اکثریت هم کولای شي مستبد او ظالم وي او د اکثریت په نوم ظلم تر نورو هم خطرناک وي.
که څه هم د دموکراسۍ په اړه د روسو لید سم شوی و، خو په عمل کې له ستونزو سره مخ شو. له همدې امله د لویدیځ ځیني لیکوالان دې پایلې ته ورسېدل چې په حکومت کې د ټولو یا د اکثریتو خلکو مستقیم ګډون د اجرا وړ نه دی، نو د ولسواکۍ نوې نظریه د خلکو د غیر مستقیم حاکمیت(یا د استازیتوب سیسټم) پر بنسټ وړاندي شوه. له همدې امله د استازیتوب طریقه او د اکثریتو رایه یو عام مقبولیت تر لاسه کړ. نن ورځ، دموکراسي د اکثریت خلکو د استازو واکمني ده د یو فرد یا اقلیت د واکمنۍ پر وړاندې. نو هغه څه چې له لرغونې دموکراسۍ څخه عصري دموکراسۍ ته په لیږد کې بدل شو، د خلکو د حاکمیت اصل نه دی، بلکې د پلي کولو طریقې یې دي. له همدې امله، هغه دموکراسي چې موږ یې پېژنو،د هغه د جوړښت څخه ډېر وخت تېریږي، د دموکراسي تدریجي تکوین او جوړښت په ډيرو بدلونونو سره پیاورې شوې ده. د دغو پرمختګونو څخه کولی شو په 1215 کال کې د «مګنا کارټا» د سند لاسلیک، په 18 پیړۍ کې د فرانسې او امریکا انقلابونه، او په 19 پیړۍ کې په شمالي اروپا کې د رایې پراخوالي یادونه کولی شو. البته، دا په شلمه پیړۍ کې وه چې د دموکراسۍ مفکوره د یو عادي حکومت په توګه رامینځته شوه. هغه بڼه چې په ټولو هیوادونو لکه اروپا، امریکا، آسیا او افریقا کې د هغه ادعا کیږي.

 

ادامه لري…
Previous Articleڅنګه خپل ماشوم وروزم؟ (دوهمه برخه)
Next Article مرجئه (اتلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۷)

پنجشنبه _19 _فبروري _2026AH 19-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰) د سمندرونو د مالګینوالي راز او…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه سریزه په تېرو برخو کې مو وویل چې…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD5 Views

ليکوال: عبدالحی ليان شیطان‌پرستي (برخه: ۳۳) د شيطان ‌پرستۍ پر وړاندې د مقابلې لارې چارې…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۹)

یکشنبه _22 _فبروري _2026AH 22-2-2026AD7 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل ­زهي کپیټلېزم (برخه: ۹) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین په نړيوال اقتصاد…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل‌پاتې معجزه (برخه: ۷۰)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۱۸)

دوشنبه _23 _فبروري _2026AH 23-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.