سریزه
په تېره مقاله کې د مرجئه او د اهل سنت والجماعت له نظره د ایمان تعریف بیان شو. د مقالې په دې برخه کې غواړو د ایمان په اړه د مرجئه و نظرونو ولولو؛ دوی د دغو افکارو په وسیله د ټولنې فکري بهير اغېزمن کړ او د دې لامل شول چې خلک له هغې لارې څخه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم د دنيا او آخرت د هوساينې لپاره راوړی وو، منحرف کړي. نو په دې برخه کې د دې فرقې فکري او فقهي عقایدو ته کتنه کیږي.
څنګه چې مو مخکې یادونه وکړه د دې فرقې له نظره ایمان هغه شی دی چې په هغه کي عمل ته اړتیا نشته. او دغه ډله د اعمالو دریځ په بشپړه توګه شاته غورځوي او وايي: ایمان یوازې د زړه تصدیق دی.
د ایمان څخه د اعمالو د جلاوالي دلایل
مرجئه د دې لپاره چې دا ثابته کړي چې ایمان او عمل دوه جلا شیان دي، ځیني دلایل یې وړاندې کړي، لکه:
• الله جل جلاله د سورت نساء په آيت کي فرمايي: «إن الله لا یغفر أن یشرک به و یغفر ما دون ذلک لمن یشاء»؛ ژباړه: « بېشکه الله هغه څوک نه بخښي چې له هغه سره شرک کوي او له هغه پرته بل چا ته چې وغواړي بښنه کوي.» دا آیت له شرک پرته د هرې ګناه د بښلو پر امکان ټینګار کوي.
• د سورت زمر په بل ايت کي الله جل جلاله فرمايي: «قل یا عبادي الذین أسرفوا علی أنفسهم لا تقنطوا من رحمة الله إن الله یغفر الذنوب جمیعا إنه هو الغفور الرحیم»؛ ژباړه: [ای پیغمبره زما له طرفه دوی ته] ووایه: ای هغه بندګانو چې خپل ځانونه مو تباه کړي دي، د خدای له رحمت څخه مه نا امیده کیږئ. بېشکه الله ټول ګناهونه بښي، هغه بېشکه بښونکی او رحم کوونکی دی.» چې دغه آیت ټینګار کوي چې خدای ټول ګناهونه بخښي.
• بیا هغه آیاتونو باندي استدلال کوي چې د ایمان ځای زړه بولي لکه د سورت مجادله ۲۲ آیت.
• او همدارنګه هغه حدیثونه چې له شرک څخه ډډه او ایمان درلودل د خدای د رضا لپاره کافي ګڼي.
• عن ابیذر رضیاللهعنه قال قال النبی صلیاللهعلیهوسلم: یقول الله عزوجل: «ومن لقیني بقراب الأرض خطیئة لا یشرک به شیئا لقیته بمثلها مغفرة.»؛ قدسی حدیث دی چی الله تعالی فرمایی : « که څوک له ځانه سره د ځمکې په اندازه ګناه راوړي؛ مګر زما سره یې د ملاقات په وخت کې هیڅ شی نه یې شریک کړی، نو خپل د ګناهونو سره سم به زما د بخښنې څخه ګټه واخلي.»
• او هغه احادیث چې د هغه ګناهکارانو کیسه کوي چې بې له هیڅ ثواب، د دوزخ څخه راوځي.
د دې دلایلو لپاره ځواب
د مرجئه و د دلائلو په ځواب کې ځينو علما څرګنده کړې ده چې کوم آيتونه او روايات چې دغه فرقې پرې استدلال کړى دى، هغه د دوی مراد شوی مفهوم نه لري چې، او په حقيقت کې د دې نصوصو په اړه د دوى فهم غلط دى، او د دغو علماوو په اند: که څه هم د ایمان ځای زړه دی؛ خو دا بايد هېر نه کړو چې د ايمان اغېزې د انسان په اعمالو او جوارحو کې څرګندېږي، او دا د دې آيتونو او رواياتو کره والي او دقت ښيي چې ايمان داسې نښې لري چې يوازې د انسان په اعمالو پوهېدل کیږي.
په نتیجه کې، له ایمان څخه د عمل جلا کول او غیر موثر ګڼل، په حقیقت کې، پخپله د ایمان انکار دی. ځکه چې ايمان يوازې په عمل سره څرګندېږي او له عمل پرته ايمان له دعوې پرته بل څه نه دي او نه په دنيا او اخرت کې د انسان د خوښۍ لامل کېږي. لکه څنګه چې خدای تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «والعصر إن الإنسان لفی خسر إلا الذین آمنوا و عملوا الصالحات وتواصو بالحق وتواصوا بالصبر»؛ ژباړه: «په زمانې باندي قسم. چې ټول انسانان په تاوان کې دي. پرته له هغو کسانو چې ایمان یې راوړی، او نېک عملونه یې کړي او یو بل ته یې د حق سپارښتنه کړې او یو بل ته د صبر توصیه یې کړې.