د ماشوم پالنه یو له مهمو عواملو څخه دی چې قرآن کریم او د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم پرې ټینګار کړی دی. په دې برخه کې والدین کلیدي او بنسټیز رول لري چې د خپلو ماشومانو د بدني روزنې او ودې تر څنګ باید د هغوی معنوي او فکري روزنې او زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي او له ماشومتوبه د دوی معنوي روزنې لپاره پلان جوړ کړي چې د اسلام له اخلاقو او اصولو سره اشنا شي.
د انسان د پیدایښت تاریخ دا حقیقت په ډاګه کوي چې د ځمکې پر مخ د انسان له پیدایښت سره سم دین هم پیدا شوی او پیغمبران همیشه د خلکو په هدایت او لارښودنې بوخت دي. زده کړه په اسلام کې خورا مهمه ده؛ که په یوه کورنۍ کې مور او پلار وکولای شي چې د تعلیم له لارې ټولنې ته یو مسلمان او بریالی ماشوم وړاندي کړي او یو ښوونکی وتوانیږي یو څوک جوړ کړي، داسې ده لکه ټوله نړۍ یې چې را ژوندۍ کړې وي.
هغه څه چې تاسو به د دې مقالو په لړۍ کې ولولئ هغه د قرآن، سنتو او زموږ د مشرانو او تجربه لرونکو مفکرینو د لارښوونو پر بنسټ د ماشومانو د روزنې لارښوونې دي. دا به د مومنانو د نسل په جوړولو کې د یو ګام په توګه وګڼل شي.
کلیدي کلمې: د ماشوم روزنه، ماشوم، اولاد، ادب
سریزه
دا خبرې د هغو خلکو په ژبه ډېر عام دي چې وایي: “پلانی دولت یو ځواکمن او پیاوړی دولت دی او پلانی ملت، یو ځواکمن او لوړ پوړی قوم دی او له داسې حکومت سره جګړه ممکنه نه ده، ځکه دا غیر معمولي ځواک او قدرت لري” د دغو ځواکونو یو ملاتړ اقتصادي، نظامي، علمي او کلتوري ځواک دی او تر ټولو مهم یې بشري ځواک دی؛ ځکه چې د انسان ځواک او وړتیا هغه بنسټ دی چې نور قوتونه او ځواکونه پر هغه تکیه کوي. یوه وسله که هر څومره پرمختللې یا څو اړخیزه وي، تر هغه وخته بې ارزښته ده چې څوک یې وکاروي او ښه یې وکاروي. مالونه او شتمنۍ که هر څومره هم زیات وي، که څوک یې په سمه لاره و نه کاروي، بې ګټې دي. موږ تل وینو چې نور ملتونه د خلکو چمتو کولو، د ماشومانو ودې او روزنې او د دوی لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کوي ترڅو دوی وکولی شي ښه خدمت وکړي.
د مسلمانانو لپاره مناسبه ده چې د خپلو اولادونو ښوونې او روزنې ته ډېره پاملرنه وکړي تر څو هغوی د نېکمرغۍ او ښیګنې هغې درجې ته ورسېږي چې د محمد صلی الله علیه وسلم لومړی امت ورته رسېدلی دی. هغه نېکمرغي چې خدای پاک داسې بیانوي: تاسو غوره امت یاست چې د خلکو لپاره راڅرګند شوی یاست، تاسو په نیکو امر کوئ او له بدو څخه منع کوئ او په خدای ایمان لرئ
د ماشوم روزنه، یوازې د ښوونکي دنده نه ده
د ماشومانو دیني زده کړه د مسلمانو کورنیو او د والدینو اصلي او مهمه اندیښنه ده. دا یوازې د ښوونکي او روزونکي دنده نه ده چې ستاسو تنکي ځوانان او ماشومان په اسلامي سیرت او صورت سمبال کړي او د دوی فکري، هنري او ټولنیز استعدادونه زرغون کړي؛ بلکې پخپله مور او پلار د ځان باورۍ، خدای باورۍ، تقوا، عفت، صداقت، پرهیزګارۍ او د ځان قربانۍ د روحیې د رامنځته کولو مسوولیت لري.
تاسو باید په حاصلخیزه ځمکه کې د “عقیدې او ایمان” تخم وکرئ؛
تاسو باید د ځان په بڼ کې د “عقیدې” بوټي وکري؛
ګرانو میندو او پلرونو! فرصتونه لنډمهاله دي؛ د ماشومانو او والدینو او ښوونکو دواړو لپاره، د سترګو په رپ سره د پرون ماشوم د نن تنکی ځوان کیږي، او د پرون تنکی ځوان د نن پیاوړی ځوان کیږي. په داسې حال کې، موږ د دوی لپاره څه کړي او کوم پوهه، آداب، پالنه او اخلاق مو په میراث پاتې دي؟ هرڅومره چې له خپلو ماشومانو سره ستاسو د چلند او کړنو کیفیت نرم ، ډیر مهربانه او زړه سوانده وي ، هومره به تاسو د دوی باور ترلاسه کړئ او د دوی په فکر او روح باندې د تاثیر کولو بریالیتوب به ډیر شي. د ژوند عمرونه د “کرلو” او “حاصل اخیستلو” فرصت دې. راتلونکي جوړوونکي هم د دې برنامو او پاملرنې او زده کړو له لارې ودې او بشپړتیا ته رسیږي . که موږ د خپل پت او د خپلو ماشومانو راتلونکي ته لیواله یو، نو موږ باید د دوی د دیني روزنېمسله د ټوکې په توګه ونه ګورو؛ که نه نو، موږ مسؤل یو .