لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
هندوېزم (اتمه برخه)
لنډيز
اوسنی هند نه یوازې د ډېرو کلتورونو ټاټوبی بلل کېږي؛ بلکې دا خاوره د پخوانیو دينونو زېږن ځای دی.
د هند لومړني ديني متنونه د وديانو په نامه یادېږي، چې ډېر واک او اعتبار لري، شاوخوا زر کاله مخکې له ميلاده تاریخ لري. البته د دې تاریخ په شان په نورو هېوادونو کې هم دین داري شتون درلوده، لکه د خراسان په خاوره کې چې په هغه وخت کې زردشتي دین منځته راغلی وو. البته، د ډېرو توپیرونو سره سره، دوی ټول د «هندو دين» تر نامه لاندې راټول شوي دي. په دې لیکنه کې اساسي مسئله دا ده چې «هندوېزم» څنګه دین دی او په دې دین کې د تاریخ دوريې او طبقاتي نظام څنګه دی؟ اوسنۍ څیړنې دې پوښتنې ته ځواب ويلی، چې د کتابتون د سرچینو په مرسته او د توضیحي تاریخي میتود په کارولو سره دې پایلې ته رسیدلی چې «هندوېزم» یو آسماني دین نه دی او په دې دین کې کوم ځانګړی پیغمبر شتون نلري چې د دې دين عقيدې او باورونه خلکو ته د هغه له خوا بيان شوي وي؛ بلکې هغه سرچینې چې په دې دین کې شتون لري، د وخت په تېرېدو د ډېرو خلکو له خوا ليکل شوې دي. او په دې دين کې بېلابېلې تاريخي دورې شته، چې د ټولنې د اړتيا پر بنسټ بدلې شوي او په عين وخت کې په دې دين کې د خلکو طبقه بندي د «هندويزم» له مهمو اصولو څخه ده.
کلیدي کلمې: هندویزم، تاریخي دورې، طبقاتي نظام، د ژوند پړاوونه او د عبادت ډولونه.
سريزه؛
اوسنی هند چې په تاریخي دورو کې یې ډېر بدلونونه لیدلي او په بېلابېلو ابعادو کې یې کلتوري ديني کثرت لري، د پخوانیو ادیانو او مذهبونو زانګو ده. د هند د لومړیو ديني متنونو تاریخ د وديانو په نامه یادېږي، چې ډېر واک او اعتبار لري، شاوخوا زر کاله مخکې له ميلاده تاریخ لري. د هندوانو د عبادت په مختلفو ډولونو او د دې خاورې په بډایه تصوف او فلسفه کې ډېر تنوع لیدل کېدای شي؛ مګر د ډېرو توپیرونو سره-سره، دوی ټول د «هندو دين» تر نامه لاندې راټول شوي دي. خو دې خاورې ته د انګرېز په راتګ او له نولسمې پېړۍ راهیسې خلک له غربي کلتور سره اشنا شول، له نورو ادیانو، په تېره بیا له مسیحیت سره یې اړیکې او ارتباطات پیدا شوو او له هغو نیوکو سره مخ شول چې د خلکو د فکر او دیني عمل په اړه جوړ شوي وو. د دې لرغوني دین څخه د خلکو د درې زره کلن سکون او د زړه اطمينان له منځه لاړ، چې دیني عالمانو او برهمنانو له خپلو سپېڅلو نصوصو څخه د عقلي یا غیر عقلي برچسپ د لیرې کولو لپاره لاره پیدا کړي، له همدې امله په تیرو دوو پیړیو کې هند د ډېرو نویو دیني او فکري جریانونو د راڅرګندېدو شاهد دی. په داسې حال کې چې ځينو څېړونکو دغه دوره د هند د روښانتيا او د هندوانو د رنسانس زمانه بللې ده. خو په حقیقت کې ویلای شو چې له نولسمې پیړۍ راهیسې هندوانو په شعوري ډول خپل دود ته کتنه کړې او د نوي عصر له شرایطو سره سم یې د مذهب د اصلاح او د دود د معرفي کولو هڅه کړې ده چې د دې جريانونو او مکتبونو موقف د دین په اړه توپیر لري او په دې کې د بنسټیزو اصولو دودیز پيروي او پخوانیو متنونو ته راستنیدل شامل دي ترڅو د ځینو پخوانیو باورونو پرېښودلو ټول ځوابونه ترلاسه کړي.
د دغو جریانونو څخه ځینې یې بیا ژوندي شوي دي او د ځينو ټولنيزو فعاليتونو تر څنګ يې په معنوي او عرفاني عناصرو باندې په ټينګار سره د دين، فلسفې او لرغونو مقدسو اثارو نوي تفسير وړاندې کړ چې په دې لار کې یو له مهمو مخکښو مفکرینو څخه «رامه کرشنه» نومېږي چې په هندي ټولنه کې د هغه د لوی نفوذ له امله د هغه وروسته د «رامه کرشنه رسالت» په نوم یو ديني غورځنګ په لاره واچاوه.
د «هندويزم» په برخه کې د څیړنې اهمیت د همدې عنوان یا په انساني ټولنه باندې د دينونو اغیزې څخه معلوميږي. لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې هېڅ کلمه او باور په انساني ټولنو کې دومره اغیزناکه نه ده لکه په دينونو باور، د انساني نړۍ ډېری لوی نوښتونه او جنګونه د یوې ديني یا مخالفې عقیدې له امله رامینځته شوي. له همدې امله د دينونو په برخه کې څېړنه د ټولې ټولنې اړتيا ده او د ټولنې هر وګړى بايد له خپلو دينونو او عقايدو خبر وي او په عين حال کې د «هندويزم» په برخه کې څیړنه د بشري ټولنې یو له اساسي اړتیاوو څخه ده؛ ځکه چې اوس یوازې په هند کې له پنځه سوه میلیونو څخه زیات هندوان ژوند کوي او د هند په نورو ګاونډیو هېوادونو لکه: پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، نیپال او داسې نورو کې هم د هندوانو یو شمیر پیروان ژوند کوي.
د «هندويزم» په ډګر کې د نړۍ مختلفو ژوندیو ژبو کې پراخې څیړنې شوي دي؛ تر دې حده چې په هره ژبه او کلتور کې په لسګونو کتابونه او مقالې شته چې د مذهبونو بېلابېل بحثونه پکې څېړل شوي دي. خو اصلي ټکي ته چې په دې لیکنه کې زیات پام شوی دی هغه دا دی چې د توضیح طرز او د هندویزم عمومي او بنسټیز مفهوم په پام کې نیول شوی دی.چې په نورو لیکنو کې نه لیدل کېږي او یا لږ تر لږه د ليکوال له نظره ليرې پاته شوی. البته، یو له مهمو سرچینو څخه چې دا مقاله بشپړه وي یوه مقاله ده چې لیکوال لا د مخه د «هندويزم پژندل» تر سرلیک لاندې وړاندې کړې ده.
د پورتنیو ویناوو له مخې، بنسټیزه پوښتنه دا ده، چې “هندويزم” څنګه دین دی او په دې دین کې تاریخي دورې او طبقاتي نظام څنګه دی؟ اوسنۍ څېړنه چې د کتابتون د سرچینو په مرسته او د تشریحي تاریخي میتود په کارولو سره دې پایلې ته رسیدلې چې «هندويزم» یو آسماني دین نه دی او په دې دین کې کوم ځانګړی پیغمبر شتون نلري چې د دې دين عقيدې او باورونه خلکو ته د هغه له خوا بيان شوي وي؛ بلکې په دې مذهب کې منابع د وخت په تېرېدو د ډېرو خلکو له خوا ليکل شوي دي. او په دې دين کې بېلابېلې تاريخي دورې شته چې د ټولنې د اړتيا پر بنسټ بدلې شوې او په عين وخت کې په دې مذهب کې د خلکو طبقه بندي د هندويزم يو له مهمو اصولو څخه دی.