لیکوال: ابو جریر
منځنۍ پېړۍ (څلورمه برخه)
انسانیت باید پوه شي چې د غرب په اصطلاح په همدغه «منځنۍ پېړۍ» توره دوره د مسلمانانو په اصطلاح «طلایی پېړۍ» ده، چې ستر پوهان په هغه دوره کې زږېدلي چې د انسانیت لپاره يې د تمدن بنسټ اېښودلی، او نن ورځ انسانان ترې ګټه پورته کوي؛ د بیلګې په توګه، موږ د یو څو یادونه کوو:
-
«ابوالوفاى بوزجاى» د رياضي، ستورپوهنې(نجوم) او هندسې په برخه کې کارپوه او کاشف؛
-
«ابوالریحان البیروني» ساینس پوه او په ستورپوهنه کې ماهر او د ځمکې د پراخوالي لومړی ټاکونکی؛
-
«یعقوب بن اسحاق الکندي» د فزیک او ابتيک (د سترګو علم) طب او ریاضي، فلزات یا ميتالوژي کشف کوونکی ؛
-
«ابوالحسن علي المسعودي» د جغرافيې او تاريخ تخصصي علومو متخصص؛
-
«زکریا الرازي» د طب، کیمیا، اناتومي، افتل مولوژي او عصبي علومو اختراع کونکی او کشف کوونکی، د انټي سیپټیک الکول اختراع کونکی
-
علي ابن ربان الطبري، د طب، ریاضیاتو، ادبیاتو او خطاطۍ د تخصصي علومو پوه
-
«موسی الخوارزمي» متخصص او کشف کوونکی، د ریاضیاتو پلار، او د الګوریتم، الجبر او ستورپوهني کاشف او عالم؛
-
«د بني موسی وروڼه» د ستورپوهنې، د ریاضي علم او د هندسه د ترکیبولو په برخه کې متخصصين او کشف کوونکي؛
-
«ابو مروان بن زهر» د علوم او کشفیاتو متخصص، کالبد پوهنه، د درملني او تراپي یا غذايي سیسټم پلار؛
-
«جابر بن حیان کاشف» د کیمیا پلار؛
-
«محمد بن عبدالله بن ادريسي» د تخصصي علوم او کشفیاتو او جغرافيه عالم او د نړۍ د لومړۍ نقشې او کروي نقشه ډيزاين کوونکی او جوړونکی؛
-
«ثابت بن قراء» عالم، متخصص او کاشف، د اناتومي، د نباتاتو جوړښت، ژوندي موجودات او میخانیک، هندسه.