لیکواله: ام عائشه
مرجئه (دولسمه برخه)
د مرجئه ډلې مشران:
د دې ډلې مشران او مشهور کسان عبارت دي له: جهم بن صفوان، ابو حسين صالحي، يونس سمري، ابو ثوبان، حسين بن محمد نجار، غيلان دمشقي، محمد بن شبيب، ابو معاذ تومني، بشر مریسي، محمد بن کرام او مقاتل بن سلیمان.
مرجئه، د اُموي دور په سياسي چوکاټ کې:
سیاست یو له هغو مهمو عواملو څخه دی چې د اسلام په تاریخ کې د نورو فرقو په وړاندې د فرقو په راڅرګندېدو کې مهم رول لوبولی دی. له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته د اسلامي اُمت لومړی اختلاف د رهبرۍ پر سر رامنځ ته شوه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د هغه له لارښوونو او د ډېرو مسلمانانو په غوښتنه غونډه جوړه شوه او خلافت یې په لاس کې واخیست. خو شیعه ګان چې د حضرت علي رضي الله عنه پیروان وو، د هغه پر خلافت یې باور درلود، که څه هم له یوې مودې مقاومت وروسته یې له حضرت ابوبکر رضی الله عنه سره بیعت وکړ. خو د دوی پالیسي له منځه نه ولاړه او له هغه وخته د رهبرۍ په مسئله کې د اختلاف په اساس دوه مهم سیاسي جریانونه راڅرګند شول، یوه ډله د خلفا پیروانو وه چې وروسته بیا د اهل سنت په نوم مشهوره شوه او بله ډله چې د حضرت علی رضی الله عنه په مشرۍ او رهبرۍ یې باور درلود او د اُمت د رهبرۍ لپاره یې خاص شرایط وضع کړل او دا شرايط يې د حضرت علي رضي الله عنه او د هغه له اولادونو پرته په بل چا کې نه ليدل، چې وروسته يې دغه ډله شيعه وبلل شوه.
د خلافت په دوره کې په اسلامي ټولنه کې د سیاسي شخړو او جګړو په پایله کې مهمې فقهي او کلامي ډلې لکه خوارج، معتزله او مرجئه منځ ته راغلې. شبلي نعمان د اسلامي فرقو په ظُهور کې د سياسي مسايلو د تاثير په اړه وويل: که څه هم د عقايدو د اختلاف لپاره ټول عوامل او وسیلې موجودې وې؛. خو دا د سیاست او یا د حکومت له غوښتنو څخه پیل شوې ده.»
د تاریخ په اوږدو کې یوه لویه ستونزه چې د اُمت د ویشلو لامل شو، هغه پاچاهان وو کوم چې د ډلو او فرقو لخوا ښکار شوو او بیا یې د دې لارې لوی عالمان دې ته اړ کړل چې په هغه څه باور وکړي چې دوی باور لري، چې د علماوو د مخالف په صورت کې او يا د دوی له امر انکار کاوه، دې کار هغوی دې ته اړ کول چې په هره ممکنه طریقه، د دوی عقایدو ته وروګرځي؛ لکه څنګه چې د معتزلې ډلې د عباسي او اموي خليفه ګانو په دربار کې نفوذ وکړ او د هغوی په وسيله يې ډېر مهم مقامونه خپل کړل او د سلفو علماء يې د اعتزال مذهب منلو ته اړ کړل.
بني اميه، د حکومت د ګټو له مخې له پيله د جبر او ارجاء مذهب غوره کړ او داسې بهانه يې کوله چې خداى پاک جل جلاله ورته خلافت ورکړى دى او په حقیقت کې د مرجئه یوه لویه ډله هم د بنی امیه له حکومت څخه راضي ده او د شيعه او خوارج سره يې مخالفت کاوه.
د مرجئه فکر له یوې خوا د بني امیه نظام پیاوړی کړ او له بلې خوا، تر هغه وخته چې دغه کورنۍ حکومت په لاس کې وو، دې ډلې هم ځانګړی ځای درلود. خو د اموي حکومت له ړنګېدو وروسته مرجئه هم خپل اهميت او اعتبار له لاسه ورکړ.