معتزله د خپل مذهب د ثابتولو لپاره هم د عقل له ساحې څخه استدلال کړى چې محتوا يې دا ده: د عذاب او سزا لطفي دی د مکلف لپاره، د عذاب ساقط کول بد دى او د خدای تعالی جل جلاله له لوري بد کول ناشوني دي. ؛ نو دا سمه نه ده چې د لوی ګناه مرتکب له سزا لیرې شي؛ ځکه چې د لویو ګناهونو د بخښنې جواز د بدو عمل د تر سره کولو هڅونه ده او دا کار [یعنې د لویې ګناه له مرتکب څخه د عذاب ليرې کول] نه کېږي. قاضي عبدالجبار زموږ لپاره دا دليل داسې بيانوي: «که فاسق پوه شي چې د لويې ګناه په کولو سره نه محاکمه کېږي، نو هغه به بد کار ته وهڅول شي او د هغه چا په څېر دی چې ورته وويل شي: دا کار، ستا لپاره هېڅ ستونزه نه لري.»
معتزله په دې عقیده دي چې خدای جل جلاله هغه څه نه کوي چې بد کار وي، بخښنه د دوی لپاره قبيح او بد دی، نو د خدای تعالی جل جلاله له خوا دا ممکنه نه ده.
دا هغه دلایل وو چې معتزله د لویو ګناهونو د مرتکبینو د نه بخښلو لپاره وړاندې کړل، خو باید پوه شو چې دا لاملونه له اعتراض پرته نه دي. بلکه، دا دلیلونه په څو لارو ځواب کېدای شي، کوم چې موږ یې لاندې تشریح کوو:
معتزله ته د اهل سنتو ځواب:
له آیتونو څخه د معتزله استدلال ته ځواب:
لکه څنګه چې دا آيتونه په نه بخښنې باندې مشروط دي، همدارنګه په نه توبه باندې هم مشروط دي او دا د وعید او وعد د آيتونو د يوځای کېدو له امله دي.
د وعید دغه آيتونه د وعد له آيتونو سره مخالف دي.
په دې آيتونو كې عمومي ممانعت؛ حتی که دا ومنل شي چې دوی د عام لپاره وضع شوی؛ مګر دلته دا یقینا په عمومي ډول نه دی،
د نصوص نهایی مقصد یواځی د جزا او عذاب واقع کیدل دی او د عذاب واقع کیدل په الله تعالی باندی واجب نه دی او په دی کی هیڅ اختلاف نشته ، بلکي ختلاف په وجوب کې دی …»
د احادیثو څخه د دلیلونو ځواب:
البته په دې حدیث کې چې قاضي عبدالجبار استدلال کړی، باید د حدیث له وروستۍ برخې څخه یادونه وشي چې: «هغه څوک به جنت ته داخل نشي چې په زړه کې یې د يوه سپلني دانې په اندازه کبر وي». استدلال کړی؛ځکه چې د دې برخې ظاهري بڼه د هغه د دین تصدیق کوي؛ خو هغه د احادیثو له پیل څخه ناخبره دی. د دې حدیث پیل په دې ډول دی: «هغه څوک به جهنم ته داخل نه شي چې په زړه کې یې یوه ذره ایمان هم وي.». ; ځکه چې ظاهراً د هغه له مذهب سره په ټکر کې دی.
د معتزله دلایلو په اړه د علامه تفتازاني ځواب:
مخکې ويل شوي دي چې معتزله د کبيره ګناه مرتکب په دوو دلايلو د تل لپاره د دوزخ مستحق ګڼي:
دلومړي دليل ځواب: دلته د دوام قيد منع دی، بلکې د استحقاق معنی چې دلته يې مراد دی، دا ناسمه ده چې همدغه وجوب په الله تعالی باندې دی اجر د خدای تعالی جل جلاله له لوري فضل او نعمت دی او عذاب د رب العالمین له لوري انصاف دی. كه وغواړي بخښنه كوي او كه وغواړي، يو څه وخت سزا وركوي او بيا يې جنت ته داخلوي.
د دوهم دلیل ځواب: د مؤمن قاتل کافر دی ځکه چې هغه مؤمن دی، او همدارنګه هغه څوک چې له ټولو حدودو څخه تېریږي او همدارنګه هغه څوک چې خطاويې هغه محاصره کړي او ټول اړخونه یې ونسي، که څه هم موږ یې ومنو. [ چې د کبیره ګناه مرتکب مخلد فی النار دی]، نو دلته خلود د اوږدې وقفې په معنی کارول شوی، لکه څنګه چې په عربو کې مشهور دی: «سجن مخلّد»؛ خو که دا خبره ومنل شي، نو دا له هغو نصوص سره په ټکر کې دی چې د خلود نه شتون باندې دلالت کوي.
د معتزله عقلي ځواب:
دا دلیل په لاندې ډول ځواب کېدای شي:
دا دليل د جزا په موجوديت او وقوع دلالت کوي، نه د هغه په وجوب او د جزا په واقع کېدو کې کوم اختلاف نشته، بلکې اختلاف يې په وجوب کې دی لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه. خو له بل اړخه د هغوی تعليل[معتزله] دا ده چې که جزا او عذاب واجب نه وای، دلته به ګناه او بد کار ته هڅول کېده. کله چې عذاب واجب شي نو د اطاعت لپاره د کرکې او نفرت درلودل ضروري نه دي.