اهل سُنت عقیده لري چې هغه څوک چې لویه ګناه وکړي د فاسق د نوم مستحق دی؛ ځکه چې هغه مؤمن دی او سرغړونې یې له ایمان څخه نه شړي او په لویه ګناه سره له ایمان څخه نه ایستل کېږي، که څه هم په لویه ګناه سره فاسق بلل کېږي. امام اشعري رحمه الله فرمايي: «که له تاسو څخه چا پوښتنه وکړه چې موږ ته د قبلې د خلکو د فاسق په هکله خبر راکړه چې هغه مؤمن دی که نه؟ ووایه: هو، هغه په خپل ایمان سره مؤمن دی او په خپل فسق او لویه ګناه سره فاسق دی.
اهل سُنت په دې قول اجماع لري او د دې خبرې د ثابتولو لپاره له نقلي او عقلي دلايلو استدلال کوي او همدا خبره ده چې امام اشعري رحمه الله په دې اړه د اهل سُنت، دريځ او نظر په بيانولو کې ټنګار کړى او د هغو دلایلو ته اشاره کوي: [اهل سنت والجماعت ] په دې متفق دي چې یو مؤمن په الله تعالی جل جلاله او نورو مواردو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د ایمان راوړلو ته بللی وي، هېڅ ګناه به هغه په الله تعالی جل جلاله له ایمان څخه ونه باسي او له کفر پرته بل هېڅ شی د هغه عمل نه خرابوي. د اهل قبلې ګناهګاران په نورو قوانينو امر شوی او په خپلو ګناهونو سره له ايمان څخه نه وځي.
ابن تیمیه رحمه الله د اهل سُنت والجماعت په اړه داسې نظر څرګندوي: «د اهل سنت والجماعت مذهب دا دی چې د دې اُمت فاسقان په دوزخ کې همیشه نه دي لکه څنکه چې معتزله او خوارج باور لري او هم د دين، ايمان او اطاعت په لحاظ پوره نه دي. بلکه، دوی ښېګڼې او بدۍ لري او له یوه سره د ثواب او له بل سره د عذاب مستحق دي.»
شارح طحاویه لیکي: د ټولو اهل سنت والجماعت، جماعت یو شان ده چې لویه ګناه خاوند، دومره کافر نه دی چې له اسلام څخه په بشپړه توګه ووځي، لکه څنګه چې د خوارج باور دی؛ ځکه چې که داسي کافر شي چې له اسلامي اُمت وشړل شي نو مرتد به شي او څوک چې مرتد شي هغه به په هر حالت کې وژل کېږي او عفو او بخښنه به نه منل کېږي…. د دې خبرې باطلول او فساد د اسلام په دین کې اړین دی او همدارنګه اتفاق لري چې هغه له ایمان او اسلام څخه نه وځي او کُفر ته نه ننوځي او له کافرانو سره په دوزخ کې د یوازیتوب او ابدي بقا مستحق نه دی. لکه څنګه چې معتزله عقیده لري، د دوی خبرې هم باطلې دي. ځکه چې خدای تعالی جل جلاله د مؤمنانو په منځ کې د لوی ګناه مرتکب شامل کړی دی، نو خدای تعالی جل جلاله په دې اړه فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى». په بل ځای کې فرمایي: « فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُفِ»؛ (اې هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی، پر تاسو باندې د وژل شویو په بدل کې قصاص ټاکل شوی دی، كه د ورور له وينې څخه چا ته څه تېر شي، نو [د هغه حُکم] دا دی چې د نیکۍ پیروي وکړئ او د هغه [د وینې قیمت] په مهربانۍ سره ادا کړئ.) په دې آیت کې الله تعالی قاتل د مؤمنانو له ډلې څخه نه دی ایستلی، او له دې «أخوت» څخه مراد بې له شکه دیني ورور دی. په بل ځای کې الله سبحانه وتعالی فرمایي: «وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا» تر هغه ځایه چې هغه وايي: «إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ»( که د مؤمنانو دوه ډلې وجنګېږي، نو د هغو دوو ډلو ترمنځ سوله وکړئ، پرته له دې چې مؤمنان سره وروڼه وي، نو د خپلو دوو وروڼو ترمنځ روغه جوړه وکړئ.)
د کتاب نصوص، سنت او اجماع څخه څرګندېږي چې زاني، غل او تهمتګر به نه وژل كېږي، بلكې سزأ به وركوي، نو څرګنده ده چې مرتد نه دى. په صحیح حدیث کې راغلي دي: «څوک چې د خپل ورور د عزت لټولو او یا بل څه له امله شکایت کوي، نو باید نن ورځ له خپل ورور څخه بخښنه وغواړي، مخکې له دې چې هغه ورځ راشي چې نه یو دینار وي او نه درهم. نو كه هغه کس نيك عمل ولري، نو د شکايت كوونكي د شكايت اندازه به د هغه له عمل څخه اخيستل كېږي او كه په هغه كس كې نيكي نه وي، د شكايت كوونكي بدې به يې پر اوږو اچول كېږي.» له دې حدیث څخه دا ثابته شوه چې د ظالم انسان فضیلت لري چې له هغه څخه د مظلوم حق پوره کېږي.
علامه نووي رحمه الله په دې اړه لیکي: «د اهل سنتو مذهب او د اهل حق، په شمول د سلف او خلف نظر دا دی: څوک چې په توحید مړ شي هغه به خامخا په هر حالت کې جنت ته داخل شي.»