ځواب: نه شي مسلمان کېدای هېڅ یو له تاسو تر هغه وخت چې خپلې غوښتنې مو د هغه شریعت تابع نکړئ چې ما راوړی ده.
۱۱- پوښتنه: که مو د یو مسلمان سره جنګ وکړ تر څو ورځو له هغه سره خوابدي شو، نه ګنهګارېږو؟
ځواب: “لا يحلُّ لمسلمٍ أن يَهجرَ أخاهُ فوقَ ثلاثٍ فمن هجرَ فوقَ ثلاثٍ فماتَ دخلَ النَّارَ”.
ژباړه: د مسلمان لپاره جائز نده چې د بل مسلمان ورور سره یې له درې ورځو پورته خبري ونکړي، هر مسلمان چې داسې وکړه او مړ شو په دې حالت کې د جَهنم اور ته داخل کېږي.
۱۲- پوښتنه: آیا داسي ګروه (ټولۍ) به راشي لکه د صدر اسلام د مسلمانانو په څېر به اجر ورکول کېږي؟
ځواب: “قال النبي ﷺ انه سیکون فی آخر هذه الامة اقوام لهم مثل اجرا و لهم یامرون بالمعروف و ینهون عن المنکر و یقاتلون اهل الفتن.”
ژباړه: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: نږدې ده چې یو ټولۍ به د دې اُمت په آخر کې وي چې د دې اُمت د لمړیو په څیر به اجر لري چې په نېکیو به امر او له بدیو به منع کوي او فتنه کونکي سره به جنګېږي.
۱۳- پوښتنه: که مسلمانان دُنیا په آخرت او ژوند ته په مرګ ترجیح ورکړي د کومې ستونزې سره مخ کېږي(جهاد ترک کړي).؟
ځواب: فالحديث الذي تسأل عنه هو ما رواه ثوبان مولى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال: ” يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها، فقال قائل: ومن قلة نحن يومئذ؟ قال: بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل، ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم، وليقذفن الله في قلوبكم الوهن، فقال قائل يا رسول الله: وما الوهن؟ قال حب الدنيا وكراهية الموت ” (رواه ابي داود).
ژباړه: حضرت ثعبان له رسول الله ﷺ نه روایت کوي چې نبي اکرم ﷺ وفرمایل: نږدې ده چې ملتونه ستاسو په مقابل کې سره یو ځای شي ټول خلګ ستاسو په ضد دعوت کوي لکه څنګه چې وږي خلګ د ډوډۍ خوړلو لپاره په خپله کاسه دعوت شي، وویل شول: یا رسول الله ﷺ هغه وخت به زموږ تعداد کم وي؟ رسول الله ﷺ وفرمایل: نه بلکه هغه به مو تعداد ډېر وي مګر د سیلاب د سر د زګ په څیر او الله ﷻ به ستاسو د دُښمنانو له زړونو ډار لري کوي او ستاسو په زړونو کې وهن اچوي، ویونکي وویل: یا رسول اللهﷺ وهن څه دی؟ و یې فرمایل: غوره ګڼل یا ترجیح ورکول د دُنیا او بد لیدل د مرګ. (زګ نه مقاومت لري، نه څه شی پاکولی شي فقط سپین رنګ او قواره لري.)