لیکوال: ابو رائف
استعمار (اته ویشتمه برخه)
رسنۍ تر خپلې ولکې او کنټرول لاندې راوستل
د رسنیو په برخه کې د استعمارکوونکو د فکري او فرهنګي یرغل ځیني بیلګې په لاندې توګه یادولای شو:
۱- د تلویزیوني شبکو له لارې د فحشا او منکراتو خپرول او د ښځې او نارینه ترمنځ د اختلاط او ګډوډۍ فضا رامنځته کول؛ په واقعیت کې، دغه مورد پر رسنیو د استعمارکوونکو د تسلط له مهمو موخو څخه ګڼل کیږي او د هغه اجراء او پلې کول یې په مختلفو لارو چارو تجربه کړه.
۲- د ځوانو هلکانو او انجونو ترمنځ د ګډو او مختلطو ناستو په لاره اچول او د «بیان ازادۍ» تر نامه لاندې د هغوی دوکه کول؛ په دغو ناستو او خپرونو کې چې په معمول ډول د بیلابیلو نومونو لکه «قاب ګفتګو» او یا نور نومونو تر عنوان لاندې خپریدلې او ترسره کیدلې، په غربي جامو او کلتور سمبال انجونې او هلکان به یوځای سره کښینستل او په داسې خبرو او ټوکو به بوخت شول چې په ټولنه کې د فساد، فحشا او نورو ناخوالو د خپریدو سبب کیدل.
۳- د ساز او سرود او نڅا خپرونو جوړول او خپرول؛ په داسې توګه چې په ټولو تلویزیوني خپرونو کې او وروسته له څو شیبو به نڅا، اواز او د لهو او لعبو محفلونه او ناستې خپریدلې.
۴- د ساز او اواز لوري ته د ځوانانو د رابللو او د اخلاقي فساد د پراختیا په موخه د «افغان ستوري» په نوم د خپرونې جوړول او خپرول؛ یاده خپرونه او پروګرام په دوامداره توګه هرکال د پراخو تبلیغاتو سره خپریدله او داسې انګیرنه وه چې ګوندې نوموړې خپرونه د هیواد یوه اساسي او بنسټیزه ستونزه به حل کړي، په داسې حال کې چې د افغانستان ډیری ځوانان په وزګارتیا او بیوزلتوب حالت کې اوسیدل، اما دغې خپرونې لپاره ډیر لګښتونه ځانګړي شوي و.
۵- د ډیر لږ ستر سره او د شرعي حجاب پرته د اجراء کوونکې، خبریالې، کارپوه او … په قالب کې د تلویزیون پر مخ د افغان انجونو او ښځو راوستل او هغوی نندارې ته وړاندې کول؛ دا موضوع په واقعیت کې د تلویزیوني شبکو د نشراتو یو عادي موضوع او له ورځنیو چارو څخه ګڼل کیدله او حتې پر دې چارو چا نیوکه هم نکوله.
۶- د اسلامي جهاد او مجاهدینو د بد او ټروریسټ معرفي کولو په برخه کې د رسنیو هڅې؛ په داسې توګه چې په خبرونو، شننو، کلیزو او بیلابیلو غونډو کې به د جهاد او مجاهدینو د تخریب او په هغوی پسې د زهرجنو تبلیغاتو په کولو اخته و.
۷- د داسې بهرنیو فلمونو او سریالونو خپرول چې لوبغاړي او ممثلین یې په داسې جامو کې څرګندیدل چې د اسلامي شریعت او ملي فرهنګ خلاف و او مضامین او مطالب یې، د جنسي مسائلو او کورني فساد لوري ته تبلیغات کول.
۸- د دیني مفاهیمو او اسلامي اخلاقو او مسائلو له نشر او خپرولو څخه د رسنیو او تلویزیوني شبکو سترګې پټول؛ په داسې توګه چې تلویزیوني شبکو د اسلامي غیرت، دیني حجاب او افغاني اصیل کلتور او حیا، د تقوا اړتیا، اختلاط او نامشروع اړیکو په برخه کې خپرونې نه درلودې او یوازې ځیني هغه اخلاقي موضوعات یې خپرول چې د خپلو موخو او ارمانونو په ګټه یې و لکه د ښځو حقوق او … ورته نورې خپرونې یې درلودې.
۹- د راډیو له لارې د ښځو او نارینه وو د ګډو سندرو او مختلطو محفلونو خپرول؛ په داسې ډول چې د راډیوګانو ډیرې خپرونې او نشرات په سندرو، اواز او نڅاګانو باندې راڅرخیدل.
۱۰- د مجلاتو او ورځپاڼو نشرات او لیکنې هم د استعمار او استمعارګرانو په چوپړ کې وې او د هغوی ټوله هڅه او کوښښ دا و چې د افغانستان خاورې اشغال او د اشغالګرانو حضور، خلکو ته عادي او د هیواد اړتیا وښیي او په یو ډول نه یو ډول یې توجیه کړي؛ په داسې ډول چې کومې سیاسي شننې او مقالې چې په دغو مجلاتو کې خپریدلې، د هغو کسانو له نظریاتو او فکرونو څخه اخیستل کیدلې چې د یرغلګرو ملاتړي او یا له هغوی څخه سخت اغیزمن شوي و او په خپلو زهرجنو شننو او لیکنو د باطل د سم او ښایسته ښودنې په لټه کې ول.
د اشغال په دوران کې د رسنیو دا ډول وضعیت او هم د هغوی منحرف کوونکو خپرونو او پلانونو، د افغانستان خلک ډیر ناراضه او خوابدي کړي و او حتی د ګوډاګي حکومت ځینو چارواکو هم ځیني وخت نیوکې کولې او غبرګون یې ښودل؛ د افغانانو پت، عزت او شخصیت په دې ډول نشراتو او خپرونو تر پوښتنې لاندې راغلی و او هر چا چې لږ اسلامي پوهه او زده کړې درلودې او یا په اسلامي احکامو او مسائلو څه نا څه پوهیده او د دې خلکو ملي فرهنګ ته یې پام کیده، د دا ډول خپرونو او پروګرامونو له خپرولو څخه ناراضه او ناخوښ و.
ادامه لري…