Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د اسلام اخلاقي دریځ (لومړۍ برخه) 
اسلام سه شنبه _9 _اپریل _2024AH 9-4-2024AD

د اسلام اخلاقي دریځ (لومړۍ برخه) 

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: شکران احمدي

 

د اسلام اخلاقي دریځ (لومړۍ برخه) 

ځنځيدلۍ

اسلام د یوې صالحې او پرهېزګارې ټولنې د جوړولو په لټه کې دی چې حرکتونه او کړنې یې د اخلاقی ارزښتونو او ایډیالیزم اوج ته رسېدلې وي، داسې ټولنه چې انسان یې په لیدلو سره خپل رب او خالق وپېژني او داسې ټولنه چې د سلوک او ارزښتونو په ژبه ټول خلک خدای تعالی طرف ته رابلي.
قرآن او نبوي سنت په داسې حال کې چې د اخلاقو عمومي مفکورې او ارزښتونه د نور او ظلمت په دوو پولو کې معرفي کوي؛ ځکه: ښه او بد، حق او باطل، کرغېړن صورت او ښایسته صورت، تقوا او پرهیزګاري، عدل او انصاف، ظلم او جبر، د اسې اخلاقي ځانګړني دي چي اسلام يې په اړه خبرې کړي او له نورو مکتبونو سره یې توپیر او د حق درک او تفکر څرګند کړی دی. علم او ​​پوهه ښه عمل او ښه وينا د هغو ميتودونو په توګه معرفي کړي چې په ټولنه کې اخلاقي ارزښتونه پلي کوي، او د اخلاقي تخريب عناصرو سره په کلکه؛ لکه: نفسي خواهشات، تباه کوونکی شیطان، دنیا پرستي او مادیاتو سره په ټکر کې دي. دنیا د آخرت کښت او مزرعه ګڼي، د هغې پراختیا او جوړونه د انسان د پیدایښت له هدفونو څخه ګڼلې ده، یوازې له مؤمنانو غوښتی دی چي دنیا سره د یوې وسیلې په توګه تعامل وکړئ، نه د هدف په توګه.

کلیدي ټکي:
اخلاق، کړنه، وینا، تزکیه او تعلیم.

سریزه:
اسلام د ژوند یوازینی پلان دی چې د هر انسان لپاره د خوښۍ او هوساینې ضمانت کوي او په دې اساسنامه کې چې د انسان د خالق لخوا د هغه د لارښوونې لپاره نازل کړی دی او د هغه غټ او واړه اړتیاوي چي باید د نېکمرغۍ کمال ته ورسېږي؛ په کي مطرح شوی دی او پرته له کوم شکه دا باید ومنو چې د اسلام سپېڅلی دين يو داسې دستور العمل او لارښود کتاب دی چې د بشريت خالق له خپل پېغمبر ﷺ سره ځمکې ته رالېږلی او د کومو چارو متخصص چې دغه بې ساري اختراع او صنع رالېږلی او د هغه پیغمبر ﷺ روښانه کړی، د انسانانو د سعادت او رشادت او نیکمرغۍ یوازینۍ لار ده.
بې له شکه د انسان داخلي جوړښت او د هغه د نفس اصلاح او تزکیه د هغه په ​​شخصي، ټولنیز، دنیوي او اخروي نېکمرغیو کې د پام وړ رول لوبوي، نو که انسان ټول علوم لاسته راوړي او د طبیعت ټول قوتونه فتح کړي؛ خو که د خپل باطن په تسخیرولو او په خپل نفس د تسلط توان ونه لري، نو د نېکمرغي او کمال ته د رسیدو څخه پاتې راځي او ټول علمي او صنعتي پرمختګونه که د انسان د اصلاح سره مل نه وي، نو هغو دنګو ماڼیو ته به ورته وي چې د آتش فشان غر په څوکه کې جوړې شوې وې.
له همدې امله د انسان روحي او اخلاقي پالنه او په یوه کلمه کې د انساني کولو پروګرام د هرې ټولنې لپاره خورا جدي او حیاتي موضوع ده. په اسلام کې د عبادت فلسفې او حکمت ته یوه سرسري کتنه دا حقیقت روښانه کوي. لمونځ، روژه، حج او زکات چې د اسلام په دین کې د عباداتو اساس او بنسټ بلل کیږي، د تقوا د لاسته راوړلو لپاره الهي لارې چارې او تمرینونه دي. الله تعالی د لمانځه په اړه فرمايي: «اتْلُ مَا أُوحِي إِلَیكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَذِكْرُ اللهِ أَكْبَرُ وَاللهُ یعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ»؛ ژباړه: [اې پېغمبره ﷺ !] هغه كتاب ولوله چي تا ته د وحيي په واسطه درلېږل شويدى او لمونځ قايم کړه. په باوري ډول لمونځ له بدلمنۍ او ناوړو چارو څخه منع كوي، او د الله ياد له دي څخه هم ډېر لوى شى دى. الله په هغه څه پوهیږي چي تاسي یې كوئ.
همدارنګه زکات د ټولنې د غړو تر منځ د مينې، ورورګلوۍ او پيوستون د تخم د کرلو او د زړه او روح د پاکوالي او له حرص، ماديت او مال پرستۍ څخه د خلاصون يوه وسيله ده: «خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّیهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَیهِمْ إِنَّ صَلَاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللهُ سَمِیعٌ عَلِیمٌ»؛ ژباړه: [اې پېغمبره (صلي الله عليه وسلم)!]  ته د هغوى له مالونو څخه د صدقې (زکات) په اخيستلو سره هغوى پاك کړه او (د نېکۍ په لاره کښي) هغوى وهڅوه. او د هغو په حق کښي د رحمت دُعا وکړه، ځكه چي ستا دُعا به د هغو لپاره د ډاډيني وسيله وي. الله هر څه اوري او په هر څه پوهیږي.
د روژې مدرسه د انسان د روح د روزلو او د نفسي خواهشاتو او شهوتونو د مخنیوي لپاره یوه بیلګه ده، قرآن کریم د دې ستر عبادت ثمره په تقوی او پرهیزګارۍ کې را لنډوي: «یاأَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَیكُمُ الصِّیامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِینَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ»؛ ژباړه: اې مؤمنانو! پر تاسي روژې فرض کړاى شوې، لكه چي ستاسي څخه د مخکني پېغمبرانو پر پيروانو فرض کړاى شوي وې، ددې لپاره چي په تاسي کي د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي. همدا رنګه رسول الله ﷺ فرمایلی دی: «وَإِذَا كَانَ يَوْمُ صَوْمِ أَحَدِكُمْ، فَلا يَرْفُثْ وَلا يَصْخَبْ، فَإِنْ سَابَّهُ أَحَدٌ أَوْ قَاتَلَهُ فَلْيَقُلْ: إِنِّى امْرُؤٌ صَائِمٌ»؛ لکه څنګه چې حج اخلاقي معانیو ته د بشر د رسېدو لپاره د یووالي او همغږۍ او د انساني ورورولۍ او مساواتو کلنۍ کانفرانس ده: «الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِیهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَیرٍ یعْلَمْهُ اللهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَیرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ یاأُولِي الْأَلْبَابِ»؛ ژباړه: د حج مياشتي ټولو ته څرګندي دي، څوك چي په دې ټاكليو مياشتو کښي د حج نيت وکړي، هغه بايد په دې خبر اوسي چي د حج په دوران كي له هغه څخه څه شهواني عمل، څه ناوړه فعل او څه جنګ جګړه و نه شي. او تاسي چي څه نيك عمل كوئ الله پرې پوهیږي. د حج د سفر له پاره د لاري توښه درسره واخلئ؛ او تر هر څه ښه د لاري توښه پرهېزګاري ده؛ نو اې هوښيارانو! زما له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ.

Previous Articleاختر؛ د متقیانو ډالۍ
Next Article رسنۍ او نرمه جګړه (يوويشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (نهمه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD0 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه نهمه برخه د…

نور یی ولوله
دینونه

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (اوومه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه اوومه برخه پنځم – ګورو ارجن (…

نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD2 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  دوهمه  برخه د قران د اعجاز د علم…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه شپږمه برخه ۳ – ګورو امرداس…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (نهمه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD

سیکېزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (اوومه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.