الله جل جلاله اسلام دین، د غوره او بشپړ دین په توګه د خپلو بندګانو لپاره د ژوند طریقه او تګلاره ګرځولې ده؛ په دې کې د انسانانو ټولې اړتیاوې په پام کې نیول شوې دي؛ هیڅ مسئله پاتې نده مګر داچې د اسلام په دين کې يې حکم نه وي بيان شوی او په ښکاره او سمو لارو يې لارښوونه نه وي شوې. هغه تعالی انسانانو ته د ښو کارونو امر کوي او د هغه څه په رامنځته کولو او پراختیا کې مرسته کوي چې هغه ورته امر کړی یا یې ور سپارلی دې؛ په دې اړه يې يو داسې شريعت رالېږلی چې د دنيا او آخرت د ژوند تر منځ انډول ساتي او په عين حال کې د انسان د روح او بدن اړتياوې هم پوره کوي.
د اختر مشروعیت هم له دې قاعدې مستثنی نه دې؛ ځکه چې د اسلام حنيف دين خپل ځانګړي احکام بيان کړي دي او په دې مناسبت يې د مسلمان انسان سلوک د الله تعالی له دين او آئین سره سمون ورکړی او امر يې کړی دی چې هر مسلمان بايد په دې ورځ خوښي ښکاره کړي او په ډکو لاسونو سره خپله ښادي، خوشحالي، نیکمرغي او مهرباني د نورو مسلمانانو سره شریک کړي؛ حضرت انس بن مالک رضي الله عنه فرمايي: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته راغی، د مدینې اوسېدونکو د خپلې خوښۍ لپاره دوه ورځې درلودې چې هر کال یې نمانځلې؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: دا دوه ورځې کومې دي؟ هغوی وویل: موږ به د جاهلیت له وخته په دې دوو ورځو کې لوبې کولې، هغه وفرمایل: بیشکه الله تعالی موږ ته تر هغو دوه غوره او نیکې ورځې راکړې دي: د لوی اختر ورځ او د کوچني اختر ورځ.
اختر د اطاعت، عبادت، رضایت او د ګناهونو د بښنې جشن دې. د فصل د راټولولو او د یوې میاشتې روژې او عبادت کولو د اجر د ترلاسه کولو ورځ ده، لکه په یوه حدیث کې چې راغلي دي:
«د کوچني اختر شپه د جایزې او ډالۍ شپه بلل کیږي؛، کله چې د کوچني اختر سهار را ورسیږي ، نو خداى تعالی پرښتې د ځمکې پر لور رالیږي، هغوى ځمکې ته کښته کیږي او د هرې کوڅې او لارې پر سر دریږي او په داسې غږ اواز کوي چې د انسانانو او پېریانو پرته د الله تعالی ټول مخلوق یې اوري، دوی وايي: اې د محمد صلی الله علیه وسلم امته! د رحمن خدای لوري ته ورشئ چې پراخه ورکړه کوي او لوی ګناهونه بښي، نو کله چې دوی خپل لمانځه ته راشي، نو الله تعالی به پرښتو ته ووايي: د هغه چا بدله او اجر چې خپل کار یې سرته رسولی وي څه دی؟ پرښتې عرض کوي بدله یې دادې چې اجر یې په بشپړ ډول ورکړل شي؛ الله تعالی فرمایي: تاسو شاهدان اوسئ چې ما د هغو د روژې او قیام ثواب او اجر خپل رضایت او بخښنه وګرځوله؛ بيا فرمایي: اې زما بندګانو، زما څخه وغواړئ؛ په خپل عزت او عظمت مې دې قسم وي چې نن د آخرت په اړه چې تاسو له ما څخه څه غواړۍ زه به یې درکړم او د دنیا په اړه چې څه وغواړۍ زه به ستاسو حالت ته ګورم تر څو چې تاسو ما د خپلو اعمالو د څارونکي په توګه وګڼل ، زه به ستاسو عیبونه پټوم او د ګناهګارانو په وړاندې به مو ذلیل نه کړم، بیرته ستانه شئ په داسې حال کې چې بخښل شوې یاستۍ، تاسو زه راضی کړم او زه هم راضي شوم. پرښتې خوشحالیږي او په هغه څه چې الله تعالی دې امت ته د روژې په بدل کې ورکړي دي، زیری ورکوي.»
دا ورځ د یو الهي مکلفیت او فرمان د ترسره کولو له وجې د خوښۍ ورځ ده او هغه ورځ ده چې د خدای د یو حکم په پلي کولو کې بریالي شوو خدای پاک دغه ورځ د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او ښادۍ ورځ ګرځولې ده. له همدې امله د اختر په ورځ روژه نيول حرام دي. لکه څنګه چې امام بخاري رحمه الله له حضرت عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی دې چې د اختر په ورځ یې له خطبې مخکې لمونځ وکړ او بیا یې په خطبه کې وویل: ای خلکو! رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو اخترو کې له روژه نیولو څخه منع کړې ده، چې یو یې د فطر یا کوچني اختر ورځ ده چې تاسو پکښې خپله روژه ماتوئ او بله هغه ورځ ده چې تاسو خپلې قربانۍ خورئ. له حضرت ابو سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوو ورځو کې له روژې نیولو څخه منع کړې ده: د کوچني اختر ورځ او بله د لوی اختر ورځ .[صحيح مسلم (3/153)].
د اختر د ورځې ځینې احکام او آداب:
۱. د روژې په وروستۍ ورځ د لمر لوېدو څخه د کوچني اختر تر لمانځه پورې د تکبیر تشریق ویل. صحابه کرامو رضی الله عنهم او تابعینو او نورو مسلمانانو دغه ستر مراسم تر سره کړي او تر نن ورځې پورې ورته پاملرنه کوي. د تشریق تکبیرات دا دي:« الله اکبر الله اکبر،لا اله الا الله، الله اکبر الله اکبر، ولله الحمد»؛ الله لوی دې الله لوی دې، له الله پرته بل معبود نشته، الله لوی دی الله لوی دی او حمد او ستاینه یوازې د الله لپاره ده.
نارینه په دې سره خپل غږ پورته کوي، خو ښځې باید د نامحرمانو په وړاندې غږ پورته نه کړي. او دا تکبیرونه تل په کورونو، بازارونو، جوماتونو او داسې نورو ځایونو کې تکراریږي. او په لوی اختر کې د ذوالحجې له لومړۍ نیټې څخه پیل کیږي او د تشریق د وروستۍ ورځې تر ماښامه پورې دوام کوي.
۲. د اختر په ورځ غسل کول او ځان پاک او ښايسته کول، پاکې او ښايسته جامې اغوستل او د عطرو استعمالول.
دا ورځ د خلکو د راغونډېدو ورځ ده، د مسلمان لپاره دا مناسبه ده چې له خپلو وروڼو سره په ښه بڼه او ښو جامو کې ملاقات وکړي. حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه به د اختر په ورځ د اختر لمانځه ته له وتلو مخکې غسل کاوه. [ الموطا : 428 ] او خپل غوره جامې به یې اغوستې] سنن بیهقي : 3 / 281 ] . له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې جامې درلودې چې په ځانګړې توګه د اختر او جمعې په ورځو کې به یې اغوستلې.[صحیح ابن خزیمه: ۱۷۶۵].
۳. د کوچني اختر لمانځه ته له وتلو مخکې د څو تاقو کجورو خوړل سنت دي. يعنې درې، پنځه يا اووه خرماوې دې وخوري او که خرماوې نه وې نو په هر څه چې تیار وي روژه دې ماته کړي.[بخاري: 953]. خو د لوى اختر په ورځ دا سنت دي چې تر څو خپله قرباني یې نه وي ذبح کړې، څه دې نه خوري، او افطار دې د قرباني په غوښه وکړي، که قرباني نه وي نو لازمه نه ده.
۴. د اختر په لمانځه کې ګډون: ټول مسلمانان بايد د اختر په لمانځه کې ګډون وکړي او په دې ستره غونډه کې دې حاضر شي ، ښځې هم کولاى شي چې په حجاب او حيا کې د اختر په لمانځه کې ګډون وکړي، حتی هغه ښځې چې شرعي عذر(میاشتنۍ عادت) ولري ؛ خو دوی باید له عیدګاه څخه بهر ناستې وي؛ ام عطیه رضی الله عنها روایت کوي چې د خدای پیغمبر صلی الله علیه وسلم موږ ته د کوچني او لوی اختر په ورځو کي د خپلو پېغلو ښځو او د کور مېرمنو د وتلو امر کړی دئ، خو هغه کسان چي د حيض په حالت کي وو له لمانځه څخه يې ډډه کوله او د مسلمانانو په عزت او میلمه پالنه کي يې ګډون کاوه .
د اختر د لمانځه د حکم په اړه علماء کرامو اختلاف کړی، ځينو يې عیني واجب بللی او ځینو یې کفایي واجب بللی او ځينو يې سنت مؤکد بللی دې. نو د مسلمان بنده لپاره هيڅکله نه ښایي چې په دې اړه بې پروايي وکړي.
۵. عیدګاه ته په پښو تلل او له یوې لارې تلل او له بلې لارې راستنېدل سنت دي. ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هم همدا کار کاوه[ بخاري 986. ].علماوو د دې کار په اړه د حکمت په څرګندولو کې څو ټکي ذکر کړي دي:
الف. تر څو د قيامت په ورځ د هغه لپاره دواړه لارې شاهدي ورکړي، ځکه چې د قيامت په ورځ به ځمکه د هغه د ښو او بدو عملونو شاهدي ورکړي. او په دواړو لارو د اسلام د شعائرو څرګندونه وشي.
ب. د الله جل جلاله ذکر په دواړو لارو ښکاره کول او خلکو ته یې ښوونه کول.
ج. د منافقینو او د دین د دښمنانو په غوسه کول او د اسلام د قوت او هیبت څرګندول.
د. د ټولو خلکو د ضرورتونو پوره کول، لکه: جاهلانو ته ښوونه، غافل ته سزا ورکول، د مسکینانو مرسته، د مسکینانو ډاډګېرنه، د ناروغانو عیادت او رحم کول او داسی نور؛ او په دې کې شک نشته چې دا ټول شیان د خوښۍ وړ او غوره کړنې دي. خو د قدم وهلو ګټه دا ده چې د هر قدم په بدل کې نیکي ورکول کیږي او ګناهونه بخښل کیږي.
۶. د اختر په مناسبت یو بل ته مبارکي ورکول په هر ډول ښو او مناسبو الفاظو لکه: الله تعالی مو طاعات او عبادات په خپل دربار کې قبول او منظور کړه، اختر مو مبارک شه، اختر مو پخیر شه، خدای دې زموږ او ستاسو څخه قبول او منظور وګرځوي. له برکتونو ډک اختر او د خوښیو ډک اختر ولرئ” او داسې نور؛ او دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابه کرامو او د امت په مخکنیو شخصیتونو کې مشهوراو رواج و.
د اختر مبارکي ورکول او نمانځل حرام نه دي، له ابو امامه باهلي رضي الله عنه څخه په يو روايت کې راغلي دي چې کله به له اختر څخه راستنېدل نو يو بل ته به يې ويل: خداى دې زموږ او ستاسو څخه قبول کړي.[ مسند احمد3/45: ]. جبیر بن نفیر رحمه الله چې یو له لویو تابعینو څخه و، وايي: کله به چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو د اختر په ورځ یو له بل سره مخامخ شول، د هغوی ځیني، نورو ته به یې ویل: «تقبل الله منا و منک» [فتح الباری 2/446] ] او ابن حجر رحمه الله فرمایی: اسناده حسن.
۷. د اختر له غوره ادابو څخه یو دا دې چې هر څوک دې د هر چا په زړونو کې د خوښۍ او خوشحالۍ د راوستلو هڅه وکړي: له مسکینانو او مسکینانو سره مرسته، په یتیمانو باندې د مهربانۍ لاس کېښودل، ملګرو او کوچنیانو ته ډالۍ ورکول، د خپلوانو لیدنه او ګاونډیانو او ورته نورو ته د نیکمرغه اختر مبارکي ورکول چې د مینې او ورورګلوۍ او د ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا او یووالي او پیوستون سبب ګرځي؛ ځکه چې د دې ډول دیني شعائرو او مناسباتو بنسټیز حکمت او ستره موخه همدا چارې دي.
د اختر په ورځ حرامې کړنې
د اختر په ورځ لاندې کارونه روا نه دي:
۱. د اختر په ورځ روژه نيول حرام دي.
۲. په دې پلمه د ماتم مراسم ترسره کول چې په کال کې د هغه یو خپلوان مړ شوی وي؛ البته که څوک له اختر څخه یوه یا دوه ورځې مخکې یا د اختر په ورځ مړ شي له دې حکم څخه مستثنی دی.