د پخواني شوروي لخوا د افغانستان د اشغال له ختمیدو او د افغانستان مجاهد ملت له بریا وروسته، د افغانستان مجاهدین د یو داسې حکومت په جوړولو کې چې د ټولو توکمونو، فکرونو، مذهبونو او د دې ملت د هیلو او غوښتنو استاذولي وکړای شي، پاتې راغلل او څو کاله نور هم دا ملت په ګډوډۍ او د کورنیو جګړو په لومه کې راګیر شو، چې له امله یې مظلوم او جګړه ځپلي ملت ته پراخ ځاني او مالي زیانونه واوښتل.
هر مشر او رهبر چې د شوروي اشغال د ختمولو په لاره کې فعالیت ترسره کړی و او ونډه یې اخیستې وه، د هغوی تر ماتې او تیښتې وروسته، د خپل ځان او ګوند لپاره د ډیرو امتیازاتو او څوکیو غوښتونکی و او خپل ځان، قوم او ګوند یې تر نورو غوره ګڼل او و نه توانیدل چې د یووالي په ټغر سره راغونډ شي او د جامع او ټول ګډونه دولت په جوړولو سره د افغانستان ځوریدلي ملت هیلې او هوسا راتلونکی تضمین کړي.
د دولت په جوړولو کې د مجاهدینو د کمزورتیا لاملونه
مجاهدینو چې له ګران هیواده د اشغال ټغر په راټولولو کې رغنده رول ولوبول او د افغانستان په دین مینو خلکو جهادي، فکري او علمي مشري یې ورپه غاړه وه او د جهادي خوځښتونو سرلاري و، د واحد او پیاوړي دولت په تشکیل کې بریالي نشول او د افغانستان مجاهد ملت هیلې یې په یأس او ناهیلې توب واړولې.
د دې بې اتفاقۍ تر ټولو مهم دلیلونه او لاملونه په لاندې ډول بیانوو:
د مجاهدینو رهبرانو زیاتې غوښتنې
د مجاهدینو رهبران، هر یو د لوړو څوکیو او منصبونو په لټه کې ول او هر یو د کړي جهاد او مبارزې په بدل کې په حکومت کې د ډیرې ونډې تمه درلوده؛ همدغه موضوع باعث شوې وه چې هیڅ یو جهادي رهبر، په ورکړل شوو منصبونو او امتیازاتو راضي او خوشحاله نه اوسي او د خپل ځان لپاره د لوړ مقام او څوکۍ د ترلاسه کولو په هڅه کې اوسي؛ په همدې علت، د هیواد دننه او بهر بې شمېره غونډې او ناستې چې د مجاهدینو د یووالي او پخلاینې او په یو هدف او نظام د هغوی د راغونډولو په موخه په لاره اچول کیدلې، ناکامه پای ته رسیدلې.
پر قومي، ژبنې او سمتي مسئلو بې حده تمرکز او پاملرنه
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، جهادي ګوندونه او خوځښتونه د بیلابیلو توکمونو او مذهبونو څخه تشکیل شوي و او په واقعیت کې، د افغانستان ټول ملت د مختلفو لیدلورو، قومونو او ژبو درلودونکي د پخواني شوروي پر وړاندې ودریدل چې دا د جهادي تنظیمونو د بریا یو له اړینو رازونو څخه و، اما له بل اړخه او د مجاهدینو د بریا او د ګوډاګیو حکومتونو تر پرځیدو وروسته، دغه موضوع د اختلافاتو د رامنځته کیدو او د ټول ګډونه حکومت په جوړولو کې د ناکامۍ سبب کیدله؛ هر رهبر چې په جهاد کې یې ګډون کړی و، د افغانستان له قومونو څخه په یوه قوم پورې تړلی و او په سیاسي دریځونو او پریکړو کې خپل قوم ته د ډیرې ونډې غوښتونکي و.
د جهادي موخو او مقاصدو هېرول
هغه مهمه موخه چې د افغانستان ملت د هغې د تحقق لپاره د شوروي یرغلګرو ځواکونو پر ضد وجنګیدل، د اشغال څخه د افغانستان سپیڅلې خاورې ژغورل او د هغوی پوزه پر خاورو مښل و، اما له بده مرغه د مجاهدینو له بریا او خپلواکۍ او ازادۍ ته تر رسیدو وروسته، خپلې سپیڅلې موخې او مقاصد او هغه معنویات یې چې د هغه په لټه کې ول، هېر کړل او په سیاسي شخړو او خپلمنځي جګړو کې ښکیل شول او د افغانستان ملت یې بیاځلي په قتلونو او وژنو کې اخته کړ.
د بهرنیو هیوادونو لاسوهنه
دغه مسئله هم باید له پامه و نه غورځوو چې بهرني او د سیمې هیوادونو هر یوه په افغانستان کې د خپلو موخو او پلانونو په لټه کې ول او څه نا څه ملاتړ ېې هم چې د جهاد په دوران کې د مجاهدینو سره کول، هغو موخو ته د رسیدو لپاره و؛ همدغه لاسوهنې او له ځینو ګوندونو څخه ملاتړ او ځیني نور څنډې ته کول، د کورني کړکیچ او بې ثباتۍ مهم سبب وګرځید؛ هغو هیوادونو چې په نظري او عملي ډول د جهاد په دوران کې د مجاهدینو ملاتړ کړی و، اوس د هغوی په لوري ورکولو او ګوتڅنډنو کې مهم رول او اغیزه درلوده او نه یې غوښتل چې د خپل ملاتړ لاندې کسان له لاسه ورکړي.
د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته کیدل
دغه اختلافات، او کومې جګړې چې په ترڅ کې یې ونښتې او هم کومې نیمګړتیاوې او خلاء ګانې چې د مرکزي او ځواکمن اسلامي دولت د تشکیل او رامنځته کیدو کې په تړاو څرګنده او ښکاره وې، د «ملا محمد عمر مجاهد» تر مشرۍ لاندې د اسلامي تحریک د تشکیل او تأسیس باعث شو چې وروسته د «طالبانو اسلامي تحریک» او «د افغانستان اسلامي امارت» په نوم ونومول شو؛ دغه جهادي حرکت په لنډ وخت کې، د هیواد په ډیرو سیمو واکمن شو او اسلامي نظام او احکام یې پلي کړل، ټولیز امنیت ټینګ کړل شو، الهي حدود جاري او نافذ شول، کورنۍ جګړې او خونړۍ ډله ییزې نښتې او ورانووکې پایلې او اغیزې یې پای ته ورسېدې.
د افغانستان اسلامي امارت د بنسټ ایښودنې موخې
د افغانستان اسلامي امارت رهبرانو د یاد تحریک په رامنځته کیدو او تأسیس کې د مهمو موخو په لټه کې ول چې تر ټولو مهمو موخو ته یې په لاندې ډول اشاره کولای شو:
۱- د بشپړ او خالص اسلامي نظام رامنځته کول او د شرعي احکامو هر اړخیز پلې کول.
۲- د کورنیو جګړو، فساد او نا امنیو له منځه وړل.
۳- د هیواد د تجزیې او ویشنې خطر او ګواښ له منځه وړل.
۴- د کمونیزم په وړاندې د څوارلس کلن جهاد او مبارزې د پایلو او ثمرې ساتنه او د شهیدانو د ارمانونو پوره کول.
۵- د هیواد د خپلواکۍ او حیثیت، مرکزي حاکمیت، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا تأمین.
۶- له هیواده د بهرنیو لاسوهونکو او د هغوی د لاسپوڅو د لاسونو لنډول.
۷- واک او حاکمیت له مفسدو ټوپک سالارانو او بهرنیو جاسوسانو څخه اخیستل او هغه د ټولنې صالح قشر ته سپارل.
۸- د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې د هیواد د اساسي قانون لیکل او د نورو قوانینو او مقرراتو اصلاح کول.
۹- د مجهزې او فعالې اسلامي اردو بنسټ ایښودنه.
۱۰- قضائي، تعلیمي، ډیپلوماتیک او سیاسي خپلواکۍ او د جرمونو او اخلاقي مفاسدو د ریښو وچول.
پر افغانستان د امریکې تیری او اشغال
د افغانستان اسلامي نظام د دغو لوړو موخو او چټکو پرمختګونو سربېره، د نړۍ دولتونو لخوا په رسمیت و نه پېژندل شو او دغه موضوع له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پرېکون سبب شو او په پایله کې په هیواد کې د بېوزلۍ د زیاتیدو، د افغانۍ پیسو د ارزښت بایلل او د تولید او اقتصاد د ټکني کیدو باعث شو؛ له دې موضوعاتو ها خوا، له القاعدې سره په اړیکو لرلو تورنیدل چې د امریکې او نړیوالې ټولنې له نظره یوه «تروریسټي» ډله بلل کیده او د دې ډلې د رهبر پناه اخیسته په افغانستان کې، د نړیوالو حساسیت د اسلامي دولت پر وړاندې تر بل هر وخت، مخ په زیاتیدو و.
د سپټمبر یوولسمه او په سوادګریزو برجونو برید
په افغانستان کې د اسلامي نظام قائمېدل او د الهي شریعت انفاذ او پلې کېدل او له دې کړنو څخه د خلکو بې حده ملاتړ او د خوشحالۍ څرګندول، پر دې هیواد د امریکې او د هغې د متحدینو د یرغل او اشغال اصلي سبب، او د سپټمبر یوولسمه او د نیویارک په سوداګریزو برجونو برید، د یوې پلمې په توګه د افغانستان د اشغال پېلامه شوه؛ دغه برید چې د امریکې په اند او ګمان، د القاعدې لخوا ترسره شوی و او د دې ډلې رهبر هم په افغانستان کې پناه اخیستې وه، په افغانستان د امریکې او د هغې د متحدینو د یرغل سبب شو؛ په داسې حال کې چې اسامه بن لادن یمني الاصله د سعودي شتمن وګړی د اسلامي امارت تر ظهور کلونه وړاندې د شوروي یرغل پر ضد مجاهدینو په دوران کې افغانستان کې پناه اخیستې وه او هغه مهال د تروریستانو له جملې څخه نه ګڼل کیده او بیا له هیواد څخه بهر شو، اما د شوروي تر ماتې وروسته د امریکې دریځ او لیدلوری د دغو مجاهدینو په وړاندې بدل شو او د تروریست په نوم او ټاپه وهلو د نوموړي د څارنې او نیونې په لټه کې شوه.
بلآخره د «برهان الدین رباني» دوران په وروستیو کې او د یو جهادي قوماندان په بلنه او د رباني دولت په هوکړې، افغانستان کې یې پناه واخیسته؛ په هغه وخت کې دغه موضوع دومره د حساسیت او اندیښنې وړ نه وه، اما د اسلامی امارت له بریا وروسته، نوموړی (اسامه بن لادن) د امریکا له لوري ډیر خطرناک او د امنیت اخلالوونکی و پېژندل شو او د عدلي تعقیب لاندې ونیول شو؛ په لومړیو کې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د افغانستان اسلامي امارت، تر سیاسي فشار لاندې ونیول شو او له هغوی څخه د القاعدې مشر د سپارلو غوښتونکی شو، دغه غوښتنه هیڅکله د اسلامي امارت لخوا و نه منل شوه او کفر ته د مسلمان او مؤمن کس سپارل چې اسلامي هیواد ته یې پناه راوړې، د اسلامي لارښوونو او افغاني غیرت خلاف، کار وبلل شو، له دې موضوع وروسته، د افغانستان په سپیڅلې خاوره او مؤمن ولس د امریکې وحشي یرغل او برید پیل شو او دغه ستړې او ستومانه خاوره بیاځلي د بل یرغل او تیري او د هغوی د پایلو شاهده وه.