د مرجئهو پیدایښت:
د حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه شهادت او د اُمت تر منځ د اختلافاتو او شخړې تر ټولو ستره پېښه وه چې د اسلام په پیل کې رامنځته شوه او دغه پېښې په خلافت کې د خبرو اترو او سوله ییزې سیالۍ ته د پای ټکی کېښود او د هغې د لاسته راوړلو لپاره په وسله واله مبارزه واوښتل، هغه مسئله چې د اسلامي فرقو د راڅرګندېدو او د خلافت د مسئلې په اړه د جګړې او نزاع او د هغه د فرضيت او د هغه د شرايطو او په عمل کې د ايمان او کفر، جبر او اختیار د مسائلو په اړه فکر کول یې رامنځ ته کړل.
خوارج او شیعه تر ټولو پیاوړې او باثباته فرقې وې او په خپلو دیني او سیاسي باورونو کې د هغوی سختوالی او په دغو عقائدو کې د ځینو افراطیت، د مرجئه فرقې د رامنځته کېدو لامل شو او د صحابه کرامو د یوې ډلې په اخبارو کې راغلي دي چې دوی لومړي کسان وو چې له فتنې څخه وتلو ته میلان پیدا او په ارجاء باندې قائل شول.
دوی خپل دریځ په ډېرو احادیثو سره ثابتوي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې اوریدلي دي. د دې ډلې په اخبارو کې دا هم راغلي چې دوی په هغو سیاسي شخړو کې له ګډون څخه ډډه وکړه چې د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه د ژوند په پای کې په پراخه کچه خپرې شوې وې او د هغه له شهادت وروسته ځانونه له فتنې څخه ګوښې ته کړل. او له حضرت علي او معاويه رضي الله عنهما څخه يې جلاوالی غوره کړ او يو د بل پر وړاندې د هغوی هېڅ مرسته ونه کړه.
په دوی کې سعد بن ابي وقاص زهري رضي الله عنه هم دی چې په (۵۵ هجري) کال کې د مشهور قول له مخې وفات شوی دی. هغه به د فتنې په اړه ویل: زه فکر نه کوم چې په خپله جامه کې زما حق، په خلافت کې زما له حق څخه ډېر وي. ما جهاد کړی دی، نو زه له جهاد سره اشنا یم او که له ما څخه ښه سړی پیدا شي، نو نه به ځان ملامت کړم او نه به جګړه وکړم. پرته له دې چې ماته داسې توره راوړې چې دوه سترګې، یوه ژبه او دوې شونډې ولري او ووایي: دا یو مؤمن او بل کافر دی.
په یو روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تَفَرَّقَتْ الْيَهُودُ عَلَى إِحْدَى وَسَبْعِينَ أَوْ اثْنَتَيْنِ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً. وَالنَّصَارَى مِثْلَ ذَلِكَ. وَتَفْتَرِقُ أُمَّتِي عَلَى ثَلاثٍ وَسَبْعِينَ فِرْقَةً»؛ یهودان په ۷۱ فرقو ووېشل شول، دا اُمت به په ۷۳ فرقو او ډلو ووېشل شي.
د دعوت علماو د دغو ۷۳ فرقو او مذهبونو په اصل او بنسټ کې اختلاف لري خو له دغو فرقو څخه یوه د مرجئه په نوم شمېرل کېده.
شیخ عبدالله بن امام، قائل ده چې ددې ۷۳ فرقو اصول: خوارج، شیعه، مرجئه او قدریه دي او د عبداللطيف بن عبدالرحمن په وينا د دغو ۷۳ فرقو اصل او بنسټ، ۶ مذهبونه دي: روافض، خوارج، مرجئه، جهميه، قدريه او جبريه. له ۷۳ فرقو څخه هره فرقه د دوی د رایو او غوښتنو له مخې رامنځته شوې ده.
۱ څرگندون
کلمات پشتو ښه پرمختګ کړی دی. همدارنګه زه څنګه کولی سم چې دلته خپلې لیکنې خپرې کړم؟