ژباړه: او (یهودیان په یاد ولرئ) کله چې د دوی د (صلحای اسلاف) پخوانیو یوې ډلې چې د نورو په څېر یې نافرماني او جرم نه کاوه، هغو خلکو ته به ویل چې سرکشانو او ګناهکارانو ته به یې نصیحت کاوو.
تاسې ولې داسې قوم ته نصیحت کوئ چې رب جل جلاله دا په دُنیا کې د کُفر او ګناه له آمله تباه کوي، یا په آخرت کې سخت عذاب ورکوي؟
آیا تاسې نه پوهېږې چې نصیحتونه پرې هېڅ اثر نه کوي؟(د اوسپنې مېخ په ډبره نه ځي)
دوی به ویل: مونږ خپله هغه دنده ادا کوو چې په نيکي امر کول او له بديو څخه منع کول دي، تر څو د رب جل جلاله په نزد عذر وکړو او له ځانه مو دا مسؤوليت ليرې کړی وي او ښيي دا بې وزله خلک له ګناهونو خلاص شي او د ايمان رڼا يې زړه ته ننوځي او لاره د تقوا او پرهېزګاري ونسي.
۳: په ټولنه کې د مجازاتو څخه مخنیوی:
الله سبحانه و تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي: «وَمَا كَانَ رَبُّكَ لِيُهْلِكَ الْقُرَى بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا مُصْلِحُونَ»
ژباړه: ستاسو د رب جل جلاله دولت او عادت داسې نه دی چې هغه ښارونه او کلي په ظُلم سره تباه کړي، په داسې حال کې چې د هغه ځای اوسېدونکي حقیقت ته متعهد وي او نیکیو ته ژمن وي او د ځان او نورو د حالت د ښه کولو هڅه کوي.