که په سرسري ډول د تېر تاریخ جاج واخلو نو جوته به شي چې د دین خلاف اکثره خلک ماده پرستان وو معاصر ملحدین هم ټول ماده پرست دي، د مادیت پرستۍ مفهوم په ټولیز ډول له تخلیق څخه انکار کول دي، په تېر تاریخ کې هم چې کوم ملحد فلاسفه تېر شوي هغوی د کائناتو له تخلیق څخه انکار کاوه او له ناکامه یې د کائناتو د ابدیت یا تلپاتې کېدو مفروضه وړاندې کړه.
د ماده پرستو په اند نړۍ له ازل څخه موجوده وه او په مطلق ډول به تر ابده پورې موجوده وي، په بل عبارت ماده د عبودیت درجې ته رسول ماده پرستي ده، دا نظریه آن د یونانیانو په دور کې ځینو ماده پرستو فلاسفه وو لرله چې وروسته بیا د متکلمینو او فلاسفه وو تر منځ د بحث موضوع هم وګرځېده، متکلمینو به ویل چې کائنات حادث دي او فلاسفه وو به کائنات قدیم بلل، دلته د بحث موضوع دا ده چې ټول آسماني دینونه (اسلام، یهودیت او نصرانیت) په دې هکله په یوه خوله دي او کائنات حادث ګڼي، نو پوښتنه دا ده چې ولې ملحدو فلاسفه وو د کائناتو د قدامت دعوه لرله؟
ځواب: ملحدینو ته دا نظریه خپلول ځکه اړین وو چې له دې پرته دوی د کائناتو له نشت څخه د شته کېدو نظریې منلو ته اړ کېدل، او له نشت څخه د شته کېدو لپاره د خالق شتون اړین دی او ملحدین له خالق څخه انکار کوي. په یادې موضوع مشهور ماده پرست فلسفي جورجز پولیټزر (Georges Pulitzer) په خپل کتاب (Prinicipes fondamentaux de philosophie) کې وایي: کائنات یو پیدا کړل شوی وجود نه دی، او که چېرته داسې وای نو دا به خدای پیدا کړي وو، او هغه به دا (کائنات) له نشت (لاشیئ) څخه پیدا کړي وو، او د تخلیق لپاره باید دا ومنل شي چې: یو وخت کائنات نه وو، او یو (شی/ کائنات) له (لاشیئ/ عدم) څخه رامنځته شول، یعنې ملحدینو دوه لارې درلودې، یوه دا چې دا کائنات حادث او له عدم څخه رامنځته شوي وګڼي، دا چې دا نظریه د دین منونکو وه او ملحدینو ته د منلو نه وه، ځکه که د کائناتو حدوث یې منلی وای نو هرومرو به یې د کائناتو د خالق په وجود هم اقرار کاوه. دوهمه لاره دا وه چې ملحدین د کائناتو له حادث والي څخه بالکل انکار وکړي او کائنات قدیم وګڼي او په دې توګه به هم د خالق (Creator) او تخلیقي نظریه (Creationism) تصور له منځه یوسي او هم به له الله جل جلاله څخه انکار وکړي.
خو ددې برعکس د ملحدو فلاسفه وو ټول مفروضات او نظریات هغه وخت رد شول چې کله د تېرې پېړۍ په لومړیو کې دسترې چاودنې (بېګ بنګ) (Big bang) نظریه رامنځته شوه، ددې نظریې په راتګ سره دا ثابته شوه چې کائنات له نشت/ عدم څخه شته/ موجود شوي دي. دا چې د بېګ بنګ نظریې د اهل ادیانو د تخلیق نظریه چې کائنات له اوله موجود نه وو بلکې وروسته رامنځته شوي، پیاوړې کوله نو ملحدینو یو بل اړخ ته ددې موضوع د وړلو هڅه پیل کړه چې هغه د (مادې او انرژي) بحث دی. د یادونې وړ ده چې د کائناتو د قدیم والي په هکله ځینو مسلمانو فلاسفه وو هم نظر ورکړی، یعنې کائنات یې قدیم ګڼلي او دلیل یې دا راوړ چې الله تعالی د کائناتو علت او کائنات معلول دي، نو کله چې علت قدیم وي معلول به هم هرومرو قدیم وي، په ځواب کې یې نورو مسلمانو پوهانو وویل چې: الله تعالی قدیم دی او د هغه اراده او اختیار هم قدیم دی، هغه مطلق قادر ذات دی او هر وخت چې کائنات پیدا کوي نو هغه اختیار لري، یعنې هغه په خپل ذات کې هېڅ څيز ته اړ نه دی، فرمایي: [اللَّهُ الصَّمَدُ (الاخلاص: ۲)] ژباړه: الله بې نیازه دی. کله چې الله تعالی له هر څیز څخه بې نیازه دی نو معلول ته هم اړتیا نه لري.
بېګ بنګ نظریه (Big bang) (ستره چاودنه):
د ساینسي پرمختګونو په لړ کې تېره (شلمه) پېړۍ بې نظیره او ځانګړی مقام لري، په نوموړې پېړۍ کې چې څومره ساینسي پرمختګونه شوي په تېر ټول انساني تاریخ کې یې بېلګه نشته؛ د پرمختګ په دې لړۍ کې د کائناتو په اړه داسې رازونه رابرسېره شول چې ساینسپوهان يې پرې تر اوسه فکر کولو ته اړ کړي دي، په (۱۹۲۷م) کال کې د (Georges Lematre) په نوم ساینسپوه داسې فرضیه وړاندې کړه چې که چېرې په دې کائناتو کې شته کهکشانونه په پرلپسې توګه له یو او بل څخه لرې کېږي نو بیا به داسې یو وخت هم وو چې دا کائنات په یوه نقطه کې بند وو، له ځینو مشاهدو وروسته یادې فرضیې د بېګ بنګ یا سترې چاودنې په نوم د یوې نظریې بڼه غوره کړه او منونکي یې پیدا کړل.
په (۱۹۲۹م) کال کې د ایډون هبل (Edwin Hubble) په نوم ساینسپوه په ریډشېفټ (Red shift) له څېړنې وروسته دا ثابته کړه چې کائنات په مسلسل ډول د خپرېدو په حال کې دي، ریډشېفټ دې ته وایي چې که چېرې یو روښانه څيز د لیدونکي لور ته راروان وي نو ترې بهرکېدونکې شعاوې (Ultraviolet) شین رنګ خپلوي او که د لیدونکي له نظر څخه لرې کېږي نو سور رنګ ته مائلېږي او سور ښکاري، یادې چارې ته (ریډ شېفټ) وایي؛ وروسته ایډوِن هبل د خپل دوربین په واسطه ډېر داسې ستوري ولیدل چې د حرکت په حال کې دي، دا چې د نور (Spectrum) لپاره منل شوي اصول موجود وو (په دې معنا چې په کوم وخت کې یو څیز شنه یا سور رنګ ته مائلېږي؟) په همدې اساس ایډوِن هبل دا معلومه کړه چې دا ستوري او کهکشانونه له یو بل نه د لرې کېدو په حال کې دي او دا کائنات په پرلپسې توګه مخ په خپرېدو دي.
ایډون هبل د کائناتو په خپرېدو باندې له پوهېدو سره دې پایلې ته ورسېد چې دا کائنات یو وخت په یوه نقطه کې محدود وو، د نوموړې نقطې د چاودنې په پایله کې ماده رامنځته شوې او له هماغه وخته کائنات په پرلپسې توګه د خپرېدو په حال کې دي، ددې موضوع د لا روښانتیا لپاره یوه بېلګه راوړو: که چېرې موږ په آزاده فضاء کې د یو لاسي بم د چاودنې ویډیو واخلو نو کله چې د ویډیو سرعت کم کړو نو د بم د چاودنې څرنګوالی او دا چې هر څیز څنګه تیت او پرک کوي په څرګند ډول لېدلای شو، خو که همدا ویډیو سرچپه کړو نو وینو چې د بم له امله خواره واره شوي څیزونه څنګه بېرته خپل اصلي حالت ته راځي. یا که چېرې موږ په یوې پوکاڼۍ باندې د قلم په واسطه وړې، وړې کرښې وباسو او بیا پوکاڼۍ ته هوا ورکړو نو ګورو چې دا کرښې له یو او بل څخه لرې کېږي، خو کله چې له پوکاڼۍ بېرته هوا وباسو نو ټولې کرښې خپل پخواني حالت ته راستنېږي او په ډېر کم ځای کې راټولېږي.
همدا راز دا کائنات هم په پرلپسې توګه د خپرېدو په حال کې دي، سیارې او کهکشانونو له یو بل څخه لرې کېږي، خو که موږ (۱۳.۸) میلیارده کاله وړاندې ولاړ شو نو دا کائنات به په یوه وړه نقطه (Singularity) کې ومومو. ددې نقطې د چاودنې نېټه له نن څخه (۱۳،۸) میلیارده کاله مخکې ښيي، دا د بېګ بنګ له نظریې سره سم د کائناتو د پیل نقطه ده، چې حجم یې صفر او کثافت یې لامحدود دی او د چاودنې په پایله کې یې دا زمان او مکان رامنځته شوي، ددې چاودنې د مهال وخت موږ په (Planck time) سره اندازه کوو، سل ټریډیکلین (Hundred tredrediclion) پلانک ثانیې له یوې عادي ثانیې سره برابرې دي، یا اوسنۍ عادي ثانیه د پلانک له ثانیې څخه سل ټریډیکلینه ځله ډېره ده (یو ټریډیکلین عبارت دی له دې چې د یو عدد ته ۴۴ صفرونه ورکړل شي) موږ ځکه د کائناتو پیل د پلانک په ثانیو اندازه کوو چې په پیل کې کائنات په ډېرې چټکتیا سره خپاره شوي او په دې عامو ثانیو یې اندازه کول ناشوني دي.
په پیل کې د یو میلیارد پلانک ثانیو په ترڅ کې دا کائنات د یو هایدروجن اتوم په اندازه شول او په دې وخت کې د جاذبې قوت هم رامنځته شو، د جاذبې د قوت له رامنځته کېدو وروسته کائنات د (Shock way) په نوم یوه سخته جټکه کوي، له دې جټکې سره کائنات په له تصور پورته چټکتیا سره په خپرېدو پیل او له څو زره پلاک ثانیو وروسته دا کائنات نږدې د یوانسان د موټي په اندازه کېږي، له څو میلیونو پلانک ثانیو وروسته د فوټبال د یو توپ په اندازه او بیا د زر میلیارده پلانک ثانیو وروسته کائنات د ځمکې په اندازه کېږي، وروسته د شمسي نظام په اندازه کېږي او په دې وخت کې له برېښنایي مقناطیسي ځواکونو (Electromagnetic force) سره نور الېکټرونونه لکه پروتون، نیوترون او پازیټرون او سب اتوماټیک پارټیکلز منځته راغلل چې بیا له یوې عادي ثانیې وروسته دا کائنات زموږ د کهکشان (Milky way) په اندازه خپاره شول. دا چې پورته ټول یاد شوي پړاوونه له یوې ثانیې په کمه موده کې تر سره شوي نو ځکه ساینسپوهانو ددې پړاوونو د وخت معلومولو لپاره د پلانک ټایم پیمانه غوره کړه.
له دې وروسته د کائناتو پراختیا په پرلپسې توګه دوام موندلی او د همدې خپرېدو له امله په کائناتو کې د حرارت درجه مخ په کمېدو شوه او له امله یې د سب اټوماټیک پارټیکلز یو بل ته په نږدې کېدو سره اتومونه جوړ شول، چې لومړی د هایدروجن اتوم رامنځته شو، په همدې توګه تر درې سو او اتیا زره (۳۸۰۰۰۰) کلونو پورې په غیر شفافه توګه د کائناتو خپرېدو دوام وکړ او تر هغې وروسته تر اوسه پورې په شفاف ډول کائنات مخ په خپرېدو دي.
د کائناتو د رامنځته کېدو په هکله د ساینسپوهانو په اند حقیقت ته تر ټولو نږدې نظریه همدا ده، چې اوسمهال په نړیوال ساینسي ډګر کې د حقیقت په سترګه ورته کتل کېږي، دا هغه نظریه ده چې د ملحدینو ټول پخواني نظریات او مفروضات یې له خاورو سره خاورې کړل، همدا لامل وو چې ډېرو ملحدو فلاسفه وو ددې نظریې سخت مخالفت وکړ، لکه فریډهائیل، ایډینګټن، شیاما او… بلکې د (Nature mgazine) په نوم د ساینسي مجلې پخواني سمونګر (Editor) (John Maddox) جان میډاکس هم په خپله یوه لیکنه (Down with the big bang, Nature Vol:340) کې د بېګ بنګ له نظریې سره سخت مخالفت ښودلی او په ښکاره یې ویلي چې د بېګ بنګ نظریه د تخلیق (Creationism) نظریه تأییدوي (هغه نظریه چې اسلام او نور آسماني دینونه یې لري) خو د وخت په تېرېدو سره ددوی انکار او مخالفت څه ګټه ونکړه او د نورو شواهدو په موندلو سره یاده نظریه لا پیاوړې شوه، په نوموړو شواهدو کې د (Cosmic microwave background Radiation) او د (NASA) د استول شوې سپوږمۍ (COBE) پایلې او معلومات هم شامل دي.
لومړۍ نقطه څه ډول رامنځته شوې؟
وړاندې مو د کائناتو د پیل له نقطې څخه وروسته پړاوونه داسې ولوستل چې (۱۳.۸) میلیارده کاله وړاندې دا کائنات په یوه کوچنۍ نقطه (Singularity) راټول وو او ددې نقطې له چاودونې سره کائنات وپاشل شول، اوس بنسټیزه پوښتنه دا ده چې دا لومړنۍ نقطه څنګه رامنځته شوه؟ دا هغه پوښتنه ده چې په اړه یې ساینس تر ننه پورې د قناعت وړ پایلې ته نه دی رسېدلی، لامل یې دا دی چې ساینس له بېګ بنګ څخه د وړاندې حالاتو په هکله د زمان، مکان او مادې د نه شتون له امله هېڅ هم نه وایي، ځینې ساینس پوهان یواځې اټکل کوي یا ځينې فرضیې وړاندې کوي خو د کوم تجرباتي او یا هم مشاهداتي دلیل په راوړلو نه دي توانېدلي.
ځینې ملحدین په دې هکله یو (عقیدوي) بحث کوي، عقیدوي په دې اساس چې ساینس د ابتدایي نقطې په رامنځته کېدو باندې هېڅ ډول تجرباتي یا مشاهداتي دلیل نه لري، بلکې دلته چې ملحدین کوم بحث کوي هغه یواځې د څو ملحدو ساینسپوهانو فرضیي دي چې نور ملحدین پرې (غیبي یقین) او باور کوي. که چېرې موږ (اهل دین) په دې هکله عقیدوي بحث کوو نو دا منطقي خبره ده، ځکه چې موږ د خپلې ادعا په اساس تر ټولو اړین څیز خپله اسلامي عقیده ګڼو، خو ملحدین چې یو لوري ته د ساینسي تجربو شعارونه غږوي او بل لور ته بیا عقیدوي بحث کوي په حقیقت کې یو غیر منطقي دریځ دی.
په دې هکله د سټیفن هاوکنګ او کراوس لورنس نظریې ډېرې مشهورې دي، سټیفن هاوکنګ (۸/۱/۱۹۴۲- ۱۴/۳/۲۰۱۸م) بریطانوی ساینسپوه دی چې په (۱۹۸۰م) کال کې یې د هرټل (Hartle) په نوم له یو بل ساینسپوه سره په ګډه د (Hartle-Hawking state) په نوم یوه نظریه وړاندې کړه، ددې نظریې په اساس دا کائنات کوم سرحد او حدود نه لري او پخپله له نشت (Nothing) څخه رامنځته شوي، په (۲۰۱۰م) کال کې د (Grand Design) په نوم د نوموړي یو کتاب خپور شو، نوموړي په دې کتاب کې د اېم تیوري (M-theory) په مرسته ددې خبرې د اثبات هڅه کړې چې دا کائنات د جاذبې د قوې (Gravity) له امله رامنځته شوي دي، نوموړی وایي: که چېرې د کائناتو ټوله انرژي صفر وي او د جسم د تخلیق لپاره د انرژي شتون اړین وي نو د کائناتو تخلیق څنګه له نشت (Nothing) څخه کېدای شي؟ ددې لپاره د جاذبې د قانون (کشش ثقل) موجودیت اړین دی، ځکه چې په ثقل کې د کشش او ثقل انرژي منفي ده، د مثبتې انرژي توازن همدا منفي انرژي برابرولای شي کوم چې د مادې د تخلیق لپاره اړینه ده، خو دا دومره ساده او آسانه نه ده.
سټیفن هاوکنګ د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې له پروفیسور تهامس هرټوګ سره په ګډه یوه لیکل شوې مقاله د (Journal of High Energy Physics) په نوم مجلې ته ورکړه چې لنډیز یې په دې ډول دی: زموږ دا کائنات د ډېرو نورو کائناتو له جملې څخه یو دی، یعنې نوموړی د خپل ژوند په وروستیو کې په دې باور وو چې ډېر نور کائنات هم شته، یا د کائناتو په ډېرښت (Multiverse) باندې یې باور درلود، ددې نظریې په اساس زموږ د کائناتو په څېر ډېر نور کائنات هم په خپله جوړ شوي او له منځه تللي، د یادونې وړ ده چې هاوکنګ په دې نظریاتو کې د اېم له تیوري او یا هم له (The string theory) څخه کار اخیستی، یعنې ددې تیوری په اساس د (Multiverse) نظریه تأییدوي، خو عجیبه بیا دا ده چې د اېم تیوري یوه فرضیه ده او د حقیقت څرک پکې نه لیدل کېږي، بلکې د روجر پینروز (Roger Penroze) (چې د هاوکنګ همعصر ساینسپوه دی) په اند دا یوه خندوونکې نظریه ده چې د امېدونو، هیلو او باورونو یوه ټولګه ده، یعنې سټیفن هاوکنګ او نورو ملحدو ساینسپوهانو چې د کوانټم میکانیک په ذریعه د کائناتو په هکله کوم نظریات وړاندې کړي هېڅ حقیقت نلري، همدا راز ځینې نورو ملحدینو هم د کائناتو په هکله فرضیې وړاندې کړي چې په حقیقت کې له ساینس څخه ډېرې لرې دي، لکه د لورنس کراوس او د نیل ډیګریس ټایسن فرضیې.
ځینې ملحدین وایي چې کائنات د طبیعي قوانینو له امله رامنځته شوي دي، د ملحدینو دا نظریه له ځینې پوښتنو سره مخ ده چې په پایله کې یې دا ادعا ناسمه ثابتېږي؛ لومړۍ پوښتنه دا ده: کله چې کائنات نه وي نو طبیعي قوانین څنګه شتون لرلای شي؟ که چېرې لومړی طبیعي قوانین رامنځته شوي وي نو څنګه شونې ده چې د مادې له شتون پرته دې په مادې پورې اړوند طبیعي قوانین شته وي؟ ساینس چې موږ ته کوم طبیعت معرفي کړی نو هغه خو ټوله ماده ده او ساینس دا هم وایي چې ماده د بېګ بنګ له پېښې وروسته رامنځته شوې، نو د بېګ بنګ له واقع کېدو څخه وړاندې په کوم اساس طبیعي قوانینو شتون درلود؟ که ووایي چې لومړی کائنات رامنځته شوي او ورپسې طبیعي قوانین نو دلته خو په صراحت سره د ملحدینو مدعا رد او ناسمه ثابت شوه، ځکه چې د کائناتو د رامنځته کېدو لپاره بیا د یو بل علت اړتیا ده، ساینس هم دا نظریه تأییدوي چې طبیعي قوانین د بېګ بنګ له پېښې وروسته رامنځته شوي دي. همدا راز که چېرې کائنات او یا هغه لومړنۍ نقطه د (کوانټم فلکچوېشن) له امله رامنځته شوې وګڼل شي نو پوښتنه دا ده چې ولې (۱۳.۸) میلیارده کاله مخکې رامنځته شوې؟ ولې ۱۵ یا ۲۰ میلیارده کاله وړاندې (کوانټم فلکچوېشن) نه ترسره کېده او یا کائنات نه رامنځته کېدل؟ که چېرې د کائناتو د رامنځته کېدو لپاره کوم عمل تر سره شوی وي نو اړینه ده چې هغه عمل به هم پیل لري، همدا راز دا پوښتنه د انرژي او مادې په بحث کې هم مطرح کېدای شي چې د کوم لامل له امله انرژي په مادې بدله شوه؟ او هم کوم لامل وو چې دا بدلون ۲۰ یا ۳۰ میلیارده کاله وړاندې نه رامنځته کېده؟ له همدې څخه ښکاري چې ماده ازلي نه ده بلکې رامنځته شوې او حادثه ده.
د کائناتو د رامنځته کېدو په تړاو دیني نظریه:
دا چې ساینس د خپلو شواهدو او تجربو په اساس د کائناتو له رامنځته کېدو څخه د مخکینیو حالاتو په هکله څه نه وایي، خو د علت او معلول (cause and effect) په نوم ډېر څرګند اصول لري، یعنې هر عکس العمل د یو عمل د ترسره کېدو له امله کېږي، یا هم د هر عمل او کار تر شا یو عامل او د کار تر سره کوونکی موجود وي، د ساینس دغه علمي اصول د کائناتو په هکله په دیني نظریه کې هم مراعات شوي، الله جل جلاله د کائناتو د تخلیق په هکله یو ډېر عجیب معقول دلیل وړاندې کوي، فرمایي: [أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُونَ أَمْ خَلَقُوا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بَلْ لَا يُوقِنُونَ (الطور: ۳۵- ۳۶)] ژباړه: آیا دوی له کوم خالق پرته پیدا شوي او که خپله د خپل ځان پیدا کوونکي دي؟ آیا ځمکه او آسمانونه دوی پیدا کړي؟ حقیقت دا دی چې دوی باور نه لري.
مخکښ نړیوال داعي حمزه اندریس (Hamzah Andreas) ددې آیت په تړاو لیکي: که څه هم دا دلائل د انسانانو د تخلیق په هکله دي خو اطلاق یې په ټولو موجودو څیزونو کېدای شي، په قرآن کریم کې د (خُلِقُوْا) لفظ راغلی چې د تخلیق شوي او یا جوړ شوي په معنی ده، قرآن کریم د یو څیز د پیدا یښت لپاره په پوښتونکې بڼه څلور صورتونه بیان کړي:
۱ـ عدم/ له هېڅ څخه پیدا شوی (Created from nothing):
یو صورت دا دی چې کائنات له عدم څخه پیدا شوي، له عدم څخه موخه نشت یا هېڅ دي، یعنې چې نه ماده وي، نه انرژي او نه هم کوم بل څیز، عدم د یو څیز د (عِلِّي حالت) نه موجودیت ته هم ویل کېږي، عِلِّی حالت هر هغه علت او سبب ته ویل کېږي چې له امله یې کوم معلول یا اثر پیدا شي، دا دعوه کول چې یو څیز له (عدم/ نشت) څخه رامنځته کېدای شي په دې معنی ده چې له هر ډول انرژي او مادې پرته رامنځته شي، دا ډول دعوه د سالم عقل او مشاهداتو خلاف ده، له همدې امله ددې پوښتنې چې آیا کائنات له عدم څخه موجود شوي دي؟ ځواب نه دی، ځکه چې عدمیت هېڅ څیز نه شي پیدا کولای، د بېلګې په ډول: (۰+۰+۰= ۳) نه دی، بلکې ځواب یې هم صفر (۰) دی.
همدا راز په دې خبره اقرار کول چې یو څیز له عدم (نشت) څخه رامنځته کېدای شي په منطقي بڼه ددې خبرې مترادفه ده چې څیزونه له کوم لامل پرته له منځه تللای شي، د بېلګې په ډول که چېرې یو ستر کور یو دم ورک شي نو دوی باید حیران نه شي، ځکه که چېرې څیزونه له کوم لامل پرته پخپله له عدم څخه پیدا کېدلای شي نو شونې ده چې له کوم لامل پرته ورک او له منځه هم ولاړ شي، مشهور ملحد لیکوال لورنس کراس (Lowrence Krauss) په خپل کتاب (A universe from Nothing) کې له عدم/ نشت څخه د کائناتو د رامنځته کېدو موضوع څېړلې، نوموړی وایي چې له عدم څخه کائنات رامنځته کېدای شي، خو د هغه «عدم» یو «څه» ده، یعنې (Nothing is Something) نشت یو څه دی، په بل ځای کې نوموړی ددې خبرې د اثبات لپاره وایي چې عدمیت (Physical) فزیکي مادې دي، یعنې خالي خو له پیله موجوده خلا (Empty but pre-existing space) دا یو ډېر په زړه پورې لفظي انحراف دی، ځکه چې په لغت کې عدمیت یوې آفاقي نفی ته ویل کېږي ، خو د کراس عدمیت هم مادي څیز (Physical) دی، یعنې لورنس کراس له یوه لوري له عدم څخه د کائناتو د شتون او رامنځته کېدو دعوه کوي او له بل لوري له عدم څخه د نوموړي موخه مطلق (نشت) نه دی، بلکې د هغه عدم هم یو فزیکي یا مادي څیز دی، چې الکمومی خلا (Quantum vacuum) یې بولي، کراس ځکه دا دعوه کوي چې د جاذبې د قانون لپاره د مادي حالت شتون اړین دی، د کراس د کتاب په هکله پروفیسور ډېوېډ البرټ (David albert) یو لنډیز لیکلی، هغه په خپل کتاب (Quantum Mechanics and Experience) کې وایي: دا حقیقت چې (فیلډ) خپل ترتیب بدلوي، او مطلق ذرات پیدا کېدای شي له دې خبرې ډېره د حیرانتیا وړ نه ده چې د وخت په تېرېدو سره دې یو څوک په خپله پیدا کېدای شي، که چېرې وګورو نو له عدم څخه په خپله د یو څیز پیدا کېدل ناشوني دي.
پروفیسور ډېوېډ چې په خپله په کوانټم میکانیک کې ځانګړی کتاب لري د لورنس کراس دا ادعا یواځې یوه فرضیه ګڼي، له بل لوري کراس هم په خپله نظریه باوري نه دی.
ځینې وایي چې د ساینس عدم او نشت له عمومي عدم سره توپیر لري، خو په حقیقت کې ساینس په عدم او د عدم الوجود په تصور باندې بحث نه کوي، بلکې ساینس یواځې په هغو مسائلو پورې محدود دی چې مشاهده او تجربه کېدای شي.
دلته پوښتنه دا ده چې که چېرې له عدم څخه کوم څیز نه شي پیدا کېدلای نو الله جل جلاله څنګه دا کائنات له عدم څخه پیدا کړل؟
ځواب دا دی چې اصلا دا پوښتنه ناسمه ده، ځکه الله تعالی چې له عدم څخه کائنات پیدا کوي نو دا په دې معنی نه ده چې الله تعالی هم عدم دی (نعوذ بالله)، بلکې الله تعالی یو منفرد وجود دی، چې هغه د خپل قدرت او ارادې په اساس هر څیز پیدا او تخلیق کولای شي، اصلي خبره له عدم څخه د یو څیز د پیدا کولو نه ده بلکې د الله تعالی قدرت، اراده او خوښه هغه وجوهات دي چې په اساس یې کائنات پیدا شوي دي، له عدم څخه وجود هغه وخت ناشونی دی چې قدرت او اراده هم موجوده نه وي، یعنې له عدم څخه د یو څیز په خپله پیدا کېدل ناممکن دي، اسلام موږ ته دا وایي چې الله جل جلاله په خپل قدرت او اراده له عدم څخه د یو څیز تخلیق کوي.
۲ـ په خپله د خپل ځان تخلیقول (Self-Created):
قرآن کریم د تخلیق دوهم صورت داسې بیانوي چې (آیا پخپله دوی خپل ځان تخلیق کړی؟) په دې پوښتنې سره قرآن کریم انسانان تفکر ته رابولي او پوښتي یې چې آیا په خپله دا کائنات خپل ځان پیدا کولای شي؟ یا پخپله پیدا کېدای شي؟ د تخلیق لفظ د هغه څیز لپاره کارول کېږي چې پیدا شوی وي، یعنې چې لومړی موجود نه وي او وروسته رامنځته شي، که د تخلیق په تصور باندې فکر وکړو نو دې پایلې ته رسېږو چې له عملي او منطقي اړخه په خپله خپل تخلیق یا د خپل ځان پیدا کول ځکه ناشوني دي چې په دې صورت کې یو څیز په عین وخت کې هم عدم دی او هم موجود، په داسې حال کې عدم او وجود ضد او نقیض دي او په یو وخت کې د دواړو وجود محال (ناشونی) دی، ځکه کله چې یو څیز تخلیق کېږي نو دا په دې معنی ده چې له تخلیق څخه وړاندې نوموړی څیز هېڅ ځواک او قدرت نه لري نو په دې صورت کې څنګه شونې ده چې خپل ځان تخلیق کړي، یا د خپل ځان د تخلیق ځواک یې له کومه کړ؟ په همدې اساس دا صورت هم ناسم او غیر معقول دی، دا اصل په هر تخلیق شوي څیز باندې پلي کېږي. مشهور داعي الخطابي وایي: دا دعوه چې یو څیز په خپله پیدا کېدای شي ناسمه او بې معنی دعوه ده، ځکه کله چې یو څیز موجود نه وي څنګه شونې ده چې هغه دې ځواک او طاقت ولري او یو څیز دې پیدا کړي؟ کله چې دا صورت ناسم ثابت شو نو معلومه شوه چې هرومرو ددې څیز تخلیق د یو خالق له لوري شوی.
۳ـ د کوم بل مخلوق له لوري تخلیق کېدل (Created by something is that was created):
درېیم صورت چې قرآن کریم یې په پوښتونکې بڼه مطرح کوي دا دی چې آیا دا کائنات کوم بل مخلوق پیدا کړي؟ که په فرضي بڼه ددې پوښتنې ځواب مثبت وویل شي چې (هو!) نو آیا دا ځواب به پوښتونکی ډاډه کړي؟ څرګنده ده چې نه! ځکه په دې صورت کې پوښتونکي ته دا پوښتنه پیدا کېږي چې کوم مخلوق چې دا کائنات پیدا کړي هغه مخلوق چا پیدا کړی؟ که د هغه مخلوق لپاره بل مخلوق وټاکو نو دا لړۍ ادامه پیدا کوي، ځکه چې په عین وخت کې یو څیز هم مخلوق جوړېږي او هم خالق چې دې ته د (an infinite regress of causes) اصطلاح کارول کېږي، چې په حقیقت کې دا چاره او دعوه هېڅ عقلي بڼه نه لري او دا لړۍ لایتناهي (پای ته نه رسېدونکې) ده، په همدې اساس ددې لړۍ ادامې ته هېڅ اړتیا نشته بلکې ټول کائنات مخلوق دي یا د یو خالق له لوري پیدا شوي، په دې صورت کې که څوک د کائناتو د خالق په اړه پوښتي چې هغه چا پیدا کړی نو په حقیقت کې دا پوښتنه ناسمه ده، ځکه موږ نه دي ویلي چې کائنات د بل مخلوق له لوري پیدا شوي بلکې کائنات د خالق له لوري پیدا شوي، داسې خالق چې خپله مخلوق نه دی، د ډاکټر جعفر ادریس په نوم یو مسلمان فلسفي وایي: د اصلي علت لپاره کومې سلسلې ته اړتیا نشته، بلکې یواځې د غیر موجودو څیزونو سلسله جوړېدای شي، دا حقیقت دی چې زموږ په چاپېریال کې تخلیق شوی، نو د همدې تخلیق لپاره کوم عارضي او غیر موجود څیز سبب نه شي کېدای.
۴ـ د داسې یو چا له لوري تخلیق چې هغه مخلوق نه دی (Created by something uncreated):
قرآن کریم څلورم صورت دا بیانوي چې دا کائنات داسې یو ذات تخلیق کړي چې هغه خپله مخلوق نه دی، یعنې بی سببه مُسَبِّب یا غیر مخلوق خالق، امام غزالي رحمه الله د غیر مخلوق خالق لنډیز داسې بیانوي: د «مسبب» د سبب په هکله د پوښتنو لړۍ پای نه مومي په همدې اساس دا لړۍ باطله او غیر منطقي ده، ځکه په دې صورت کې به دا لړۍ چېرته درېږي؟
له پورتني بحث څخه دا معلومېږي چې یو څه له اول او ازل څخه شته چې هغه د چا له لوري تخلیق شوی نه دی؛ اوس نو له ازله د موجود په هکله دوه صورته دي، هغه دا چې له ازل څخه شته موجود الله دی که کائنات؟ دا چې کائنات پیل لري او خودمختاره نه دي نو دا له ازل څخه موجود څیز نه شي کېدای، په دې صورت کې یواځې الله جل جلاله پاتې کېږي چې هغه له ازل څخه موجود دی او د کوم چا له لوري نه دی تخلیق شوی، د پروفیسور انتوني فلیو د کتاب (God Exist) (خدای شته) په مقدمه کې فلسفي ابراهام ورغیش (Abraham Varghese) دا صورت په ساده خو پیاوړې بڼه وړاندې کوي، نوموړی لیکي: اوس په څرګند ډول ملحد او موحد په یوه خبره اتفاق کولای شي، که په رښتیا هم کوم څیز موجود وي نو هرومرو داسې یو څه شته چې له نوموړي څیز څخه وړاندې موجود وو او له ازله همداسې دی، اوس نو دا دایمي موجود حقیقتا څه ډول رامنځته شو؟ ځواب دا دی چې دا لومړنی موجود رامنځته شوی نه دی بلکې له اوله موجود دی، اوس تاسو خپله ټاکنه وکړئ (الله که کائنات؟) ځکه یو څه خو له ازله هرومرو شته.
معاصر ساینس دا خبره تأییدوي چې کائنات ازلي نه دي بلکې یو پیل لري، دلته د امام غزالي رحمه الله مشهور دلیل راوړو چې (The kalam cosmological argument) ورته ویل کېږي او په معاصر وخت کې مشهور فلسفي (ویلیم لین کریګ) پرمختګ ورکړی، دلیل په دې ډول دی:
أ. هر هغه څیز چې پیل لري نو علت هم لري؛
ب. کائنات پیل لري؛
ج. نو کائنات علت هم لري.
پای دا چې له موږ سره تر ټولو معقوله او مسلمه پایله دا شوه چې الله تعالی له ازله موجود دی، دا چې کائنات پیل لري نو علت هم لري او علت یې له الله تعالی پرته بل څه نه شي کېدای، نو الله تعالی د کائناتو د رامنځته کېدو علت او کائنات معلول دي.
که چېرې ملحد دا خبره کوي چې د کائناتو علت الله دی نو د الله تعالی علت څه دی؟ لنډ ځواب یې دا دی چې: هر هغه څیز چې پیل لري علت هم لري دا چې الله تعالی پیل او ابتدا نه لري نو علت ته هم اړتیا نه لري. د الله تعالی د علت په هکله له پوښتلو څخه وړاندې باید ملحد د الله تعالی معلولیت ثابت کړي -والعیاذ بالله- او دا خو څرګنده ده چې هېڅکله یې هم نه شي ثابتولای له همدې امله اصلا د الله تعالی د علت په هکله پوښتل غیر معقول او ناسم دي.
په پای کې د ملحدینو هغه پوښتنه هم ځوابوو چې اکثره وخت یې مطرح کوي، هغه دا چې د کائناتو د جوړولو لپاره ماده له کومه شوه؟ ځواب یې دا دی چې د الله تعالی یو صفت (خالق) دی، نو د خالق او موجد تر منځ توپیر پېژندل اړین دي، د خالق معنی دا ده چې د نوموړي صفت لرونکی ذات کولای شي یو څیز له عدم څخه رامنځته کړي، او د موجد معنی دا ده چې یو تخلیق شوي څیز ته ځانګړی ترتیب ورکړي او په واسطه یې څیز په بله بڼه رامنځته یا ایجاد کړي. په یاده پوښتنه کې ملحد د الله تعالی خالقیت له پامه غورځوي او د جوړوونکي صفت ورکوي، د خالقیت صفت یواځې او یواځې الله جل جلاله لري خو جوړول انسانان هم کولای شي، د بېلګې په ډول انسان له اوسپنې څخه ډول ډول څيزونه جوړوی شي، اوسپنې ته بدلون او یوه نوې بڼه ورکوي خو هېڅکله هم نه شي کولای چې اوسپنه پیدا او رامنځته کړي، حتی نشي کولای چې یو اتوم هم تخلیق کړي خو له پخوا تخلیق شویو اتومونو ته له یو ترتیب ورکولو وروسته څیز جوړولی شي چې دې چارې ته ایجاد ویل کېږي نه تخلیق.
نو په پورتنۍ پوښتنه کې ملحد الله جل جلاله ته هم د انسان په سترګه ګوري، له همدې امله وایي چې الله جل جلاله د کائناتو د جوړولو لپاره ماده له کومه کړه؟ ملحد فکر کوي چې ګویا الله جل جلاله له تیارې چمتو شوې مادې څخه کائنات ترتیب کړي، یعنې الله تعالی هم د انسان په څېر مادې ته اړتیا لرله څو دې کائناتو ته یوه بڼه ورکړي –نعوذ بالله- د ساینس د معلوماتو له مخې په لومړیو کې دا کائنات له یو اتوم څخه هم کوچني وو، نو آیا هغه ذات چې دومره پراخ کائنات په دومره منظمه بڼه سمبالوي، نو ددې ځواک نه لري چې ابتدایي کوچنۍ نقطه (Singularity) هم پیدا کړي؟ لنډه دا چې ملحد کله د الله تعالی په هکله دومره سطحي پوهه ولري او د هغه له صفاتو بې خبره وي او د خالق او موجد تر منځ توپیر ونه شي کړای نو هرومرو په داسې مغالطو کې لوېږي او داسې ناسمې او بې بنسټه پوښتنې مطرح کوي.