لیکوال: عبیدالله نیمروزی
علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله (اوومه برخه)
داچې علامه ندوي رحمه الله “سید” دی او د سیدنا حضرت حسن بن علي رضی الله عنه له نیک نسب څخه دی او د کورنۍ او نیکونو له نظره هم د متقي، عالم، دعوت کوونکې او پرهېزګاره خلکو له اولادې څخه وو. لکه څنګه چې د نوموړي د ژوند په دویمه برخه کې په دې اړوند ځینې مطالب لیکل شوي و، خدای تعالی ورته د نسب او حسب له اړخه خورا ښکلې ځاګړتیاوې او امتیازات ورکړي وو؛ مهمه او څرګنده یې د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د مسلمانانو لپاره د خیرغوښتنې او خواخوږۍ احساس و.
د انسان لپاره د مهربانۍ او خواخوږۍ احساس یو له هغو صفتونو څخه دی چې الله تعالی یې خوښوي او ستاینه یې کوي او هر څوک چې دا صفت او ځانګړتیا ولري هغه به د رب العالمین محبوب وي او الله تعالی به یې نوم د بشریت په تاریخ کې په زرینو پاڼو کې ثبت کړي.
سید ندوي رحمه الله ، له هغه ځایه چې د محمدي امت په وړاندې زړه سوی او خورا ډیره خواخوږي یې درلوده، له فکر او غور او بحث وروسته دې نتیجې ته ورسید چې د اسلامي ویښتیا او د ښکلي اسلامي تمدن بیا ژوندی کول او بیا رغونه په کور کې په کښینستلو ممکن نه دی؛ له همدې امله هغه پریکړه وکړه چې عربي هیوادونو ته سفر وکړي.
عربي هیوادونو ته سفرونه او د لودیځ کلتور په اړه خبرداری
په هغه زمانه کې چې حضرت علامه ندوي رحمه الله د علمي او فکري پرمختګ مرحلې ته داخل شو او د زمانې لوړو او ژورو ته يې په ځیرکتیا او هوښيارو سترګو کتل، تر ټولو ستر خطر چې د ده پام يې ځان ته اړولى و، د لوديځ فرهنګ و چې له اخلاقي او ټولنیز پلوه د نړۍ تر ټولو منحط او ټیټ فرهنګ و، او د خپل ځلانده بڼې او ظاهر له امله د اسلامي هیوادونو او د مسلمانانو کورونو پر لور په چټکۍ سره روان و.
په همدې وخت کې صنعتي انقلاب راڅرګند شو او د غربي هېوادونو ظاهري پرمختګ د ډېرو مسلمانانو ذهنونه لوټ کړل او د هغوی تابع يې کړل، په حقيقت کې دغه تمدن د ظاهر په پرتله زړونه یې زيات مسخ کړل او د اسلامي نړۍ د سرچينو د غلا کولو پر ځای يې د دوی دماغونه، فکرونه او په پایله کې د دوی ایمانونه غلا کول.
علامه ندوي په خپل ژور لید سره د دې خطر څنډې ته ننوت او په خپل بصیرت او ځيرکتیا سره یې د هغه له ناوړه پایلو څخه خبرداری ورکړ او د اسلامي غیرت د خطر زنګ یې وواهه او له دې امله چېعربي هیوادونه او په ځانګړې توګه جزیرة العرب او د حجاز خاوره تر بل هر ځای زیاته د دې بنسټیز او خطرناک سیلاب په لاره کې وه، هغه احساس وکړ چې دا هیوادونه لا زیاتو مرستو او فکري امداد ته اړتیا لري؛ له همدې امله يې د خپل درد او فکر سره سره خپلې جامې واغوستې او په اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه عربي هېوادونو ته يې سفرونه وکړل او د مسلمانانو د معنوي بيدارۍ او ویښتیا لپاره يې له هيڅ راز هڅو څخه ډډه ونه کړه. ډاکټر محسن عثماني د هغه په اړه لیکي: «همدې بې صبرۍ او اضطراب هغه ته د سفر زمینه برابره کړه، نه د سفر فاصلې د هغه مخه ونیوله او نه یې د روغتیا ضعف، هغه ګټونکې او تېره توره وه چې د لویدیځ د واکمنۍ پر وړاندې یې مبارزه کوله او په ختيځ او لويديځ کې يې د اسلام د پيغام د رسولو لپاره د نړۍ څلورو کونجونو ته سفرونه وکړل او هم يې د ډېرو سختيو سره سره امت بېرته خپلې مهمې لارې ته راوګرځاوه او په جهاد بوخت شو، او د ژوند تر وروستي شیبو پورې په جهاد او مبارزې اخته و، تر هغه چې د خدای سره لیدو ته ملحق شو.
دغه خداى پال انسان تل د دې لپاره فکر او پلان درلود چې خلک خپلو اصلي موخو او ټاکلي منزل ته ورسوي او اسلام په نړۍ کې د عزت او غرور لوړو څوکو ته ورسوي، دا په داسې حال کې وه چې استعمارګرانو د اسلامي او عربي هېوادونو د واکمنۍ لپاره له هر ډول حرکاتو او پلانونو څخه کار اخيست او کله کله به يې د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره به یې د مسلمانانو منظم صفونه سره وويشل او کله کله به يې د قومي تعصب او توکم پالنې او د قرآن د ژبې د تحريفولو مسئله راپورته کړه، يعنې د عربي ژبې د ړنګولو لپاره به له هرې دروازې را ننوتل، علامه ندوي چې په هغه وخت کې يو پوه، متقي او ريښتينی ځوان وو، د غرب ټول فسادونه او تخريبي پلانونه یې و ارزول او د دې کړکیچ د حل او د عربي امت د خبرولو لپاره یې سوچ او فکر کاوه له همدې وجې، د اخوان المسلمين له غورځنګ سره یې مينه پيدا کړه او کله چې يې مصر ته سفر وکړ، د هغوی په منځ کې یې ډیرې ویناوې وکړې؛ «بلال عبدالحی حسني» لیکي: مولانا د اخوان المسلمین له غورځنګ سره په دې خاطر اړیکي درلودې چې هغوی د عربو د مذهبي جذبې او دیني غیرت په ویښتیا کې ستر رول لوبولی دې.
مولانا ندوي د عربو په درد دردمند و، د هغوی د فکري او معنوي ضعف په فکر کې و او تل به یې په دې خاوره کې د ایمان او یقین فضا د وچېدو د لاملونو په فکر کې و.
مولانا نذرالحفیظ ندوي لیکي: په ۱۹۶۷ کال کې چې عربان له یوې سترې ماتې سره مخ شول، د مولانا په زړه، دماغ او اعصابو باندې یې ځانګړی اغیز وکړ، څو ورځې داسې فضا رامنځته شوه لکه د کورنۍ یو غړی چې یې له یوې غمجنې پیښې سره مخ شوی وي؛ ځکه چې د هغه تر ټولو لویه هیله په عربو پورې تړلې وه، کله چې یې اورېدل چې په مکه او مدینه کې چا کار موندلی دی، هیڅکله به نه خوشحاله کیده؛ بلکه ویل به یې : مسلمانان يوازي مکې او مدينې ته د حج او عمرې لپاره ځي. هغه د حجاز په اړه داسې نظر درلود چې د سعودي عربستان سیمه یې د حجاز د سپېڅلې خاورې په توګه تعبیر کوله؛ بلکه غوښتل یې چې په ټوله عربي نړۍ کې داسې فضا رامنځته شي چې یوازې د یو خدای عبادت پکې وشي او په ټوله خاوره کې یوازې د اسلام حاکمیت او واکمني وچلیږي ؛ په همدې دليل يې د اسرائيلو وجود يوه وژونکې تومور ګڼله او ويې ويل چې د عربو د مشرانو د ضعف له امله اسرائیل رامنځته شوي او هغه وخت به له منځه ولاړ شي چې په ټولو عربو کې د جهاد رښتيني روحيه ژوندۍ شي.
په حقیقت کې د حضرت امام ندوي دغه لوړ ارمانونه او هیلې له هغه ځایه سرچینه اخلي چې ټولې اسلامي نړۍ له عربو سره مینه درلوده او هغوی یې د اسلام د عزت او شرف سرچینه ګڼله او د اسلام تاریخ د عربو او مسلمانانو له مهمو آثارو ډک دی؛ او د دوی غفلت د ډیرو فسادونو سرچینه ده او د نړۍ نافرماني به وي او همدا لامل و چې علامه ندوي عربانو ته ډیره پاملرنه او عنایت کاوه. ډاکټر یوسف قرضاوي لیکي: ابوالحسن ندوي د عربو، د هغوی ستونزو، د هغوی حرکت او د هغوی هویت ته ډېر اهمیت ورکاوه، ځکه هغوی د اسلام بنسټ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم کورنۍ دي؛ او د صحابه کرامو سلسله دې خدای دې پر ټولو رحم وکړي او د اسلام د لارښونې لپاره دې د اسلامي کاروان مشري په غاړه واخلي او د اسلامي کاروان لارښوونه وکړي؛ لکه څنګه چې د مختلفو موضوعاتو په اړه د هغه له رسالو او تألیفاتو څخه لیدل کیږي؛ د بېلګې په توګه : «من العالم الی جزیرة العرب»، «من جزیرة العرب الی العالم»، «اسمعي یا مصر»، «اسمعی یا سوریه»، «العرب یکشفون انفسهم» او …». ادامه لري…