اسلام ته د قريشو او نورو قومونو بلنه روانه وه او له بلې خوا د قريشو مخالفت او دښمني په زياتېدو وه. بالاخره د قريشو مشرانو په «دارالندوة» كې غونډه وكړه او له خبرو اترو وروسته يې په پاى كې موافقه وكړه چې له هرې قبيلې څخه به يو زړور او سپېڅلى ځوان وټاكي او ټول به د يوه تن په څېر په رسول الله صلى الله عليه وسلم بريد وكړي. په دې توګه د هغه وژنه د قومونو ترمنځ ویشل شي او د عبد مناف اولاد د ټولو سره جګړه نشي کولی. د دې پرېکړې له منلو وروسته غونډه پای ته ورسېده او دوی وویشل شول.
خداى جل جلاله خپل پېغمبر له دې توطيې خبر كړ، علي (رضي الله عنه) ته يې امر وكړ، چې د شپې د هغه (صلیاللهعلیهوسلم) په بستره كې ويده شي او د هغه (صلیاللهعلیهوسلم) ځانګړې كمبله په ځان واچوې او ويې ويل: ډاډه اوسه، چې تاته به هيڅ ضرر ونه رسېږي. دا څه اسانه او ساده کار نه و او هغه څوک چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مينه او پر هغه باندې ټینګ ایمان و نه لري، د هغه په خبرو او وعدو پوره باور و نه لري او د ځان قربانۍ ته یې تیار نه وي، نو هیڅکله به دې کار ته چمتو نه شي. او په یوه بستره کې چې د خطرونو په واسطه محاصره وي، هغه سترګۍ هیڅکله خوب نه نشې کولاي، علي (رض) د قریشو له دې حالته څه خبر و او پوهیده چې که مشرکانو پېغمبراکرم (ص) يې ونه موند، د ځان د تسلي لپاره به هغه مړ کړئ خو علي (رض) دغه ټول حقايق له پامه غورځول او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پر بستره په ارامه ويده شو. ).
مشركان د رسول الله (صلیاللهعلیهوسلم) په كور كې راغونډ شول او د خپل ناوړه پلان د ترسره كولو لپاره تيار شول، په دې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په يو لاس کې خاوره راواخيسته او له كوره ووت. په داسې حال کې چې د مشرکانو په سرونو یې خاورې وشندلې، د یس سورت يې تر(وأغشینهم فهم لا یبصرون) آیته پورې یې تلاوت کړ. خدای د دوی پر سترګو پرده واچول ترڅو دوی هغه ونه لید. کله چې سهار شو او علي (رضي الله عنه) له بستره پاڅېد، مشرکان وشرمېدل او ناکامه راستانه شول.
ابن سعد د علي رضی الله عنه څخه روایت کړی دی چې وایي: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته د هجرت لپاره روان شو، نو ماته یې وویل چې له هغه وروسته پاتې شم او امانتونه د دوی مالکینو ته وسپاره؛ ځکه چې هغه په امانتدارۍ مشهور و او خلکو خپل مالونه ورته سپارل، له همدې امله يې امين بلل. په مکه کې درې ورځې پاتې شوم او تل د خلکو په منځ کې حاضر وم. درې ورځې وروسته زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لور روان شوم تر دې چې د بني عمرو بن عوف سیمې ته ورسېدم. بیا د کلثوم بن الهدم کور ته ننوتم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې اوسېده.
علي (رضي الله عنه) به په شپه کې تګ کاوه او په ورځ کې به يې ځان پټاوه، کله چې مدينې ته ورسېد، دواړي پښې تړاکې شول. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: علي ما ته راولې! هغوی وویل: هغه تګ نه شي کولای. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته راغی او په غیږ کې یې ونیو او په مهربانۍ یې وژړل. بیا یې د خپل خولې اوبه په لاس يې توی کړ او پښې یې مسح کړې. له دې وروسته علي (رضي الله عنه) د شهادت تر وخته د پښې د درد څخه شکایت و نه کړ.
د علي رضي الله عنه راتګ د ربيع الاول د مياشتې په نيمايي کې و، تر هغه وخته پورې رسول الله (ص) په قبا کې و.