Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»اوډون دلیل (Design argument)
اسلام دوشنبه _11 _مارچ _2024AH 11-3-2024AD

اوډون دلیل (Design argument)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: د. اسامه جوهري

اوډون دلیل (Design argument)

اوډون دلیل ته ځین فلاسفه غایي دلیل (teleological argument) هم وایي، له اوډون دلیل څخه موخه دا ده چې د یو څیز په لیدلو سره د انسان فکر د هغه څیز د جوړونکي په لور ولاړ شي او د هغه په ذهانت باندې پوه شي. قرآن کریم هم په بېلابېلو ځایونو کې د الله تعالی د موجودیت لپاره همدا دلائل راوړي دي، که څه هم ملحدین قرآنکریم نه مني خو قرآنکریم موږ ته لارښوونه کړې چې څه ډول د الله تعالی په شتون باندې عقلي دلیل ووایو؟ په قرآنکریم کې د درېوو حکمتونو پر بنسټ ډېر اوډون دلائل راوړل شوي:
لومړی- په دې دلائلو باندې هر عاقل انسان پوهېږي، برابره ده که علم ولري او که نه؟ خو چې په مطلق ډول عقل ولري نو د هغه شخص لپاره دا دلائل بسنه کوي.
دوهم- له دې ډول دلائلو څخه انکار نشي کېدای او رد یا ځواب یې هم ناشونی دی، ډېر فیلسوفانو او ساینسپوهانو هڅه کړې چې دا کائنات په یو ډول نا منظم ثابت کړي او په دې توګه وکولای شي چې د خالق له وجود څخه د خپل انکار لپاره دلیل پیدا کړي، خو په خپلو هڅو کې نه یواځې پاتې راغلي بلکې اوس اکثره ملحدین پخپله هم اقرار کوي چې دا کائنات په ډېر منظم او دقیق ډول جوړ شوي دي.
درېیم- یاد دلائل د وخت په تېرېدو سره لا پیاوړي کېږي دا ځکه چې ورځ تر بلې نوي ساینسي پرمختګونه کېږي او هغه حقایق را برسېره کېږي چې موږ ته د خالق له لوري بیان شوي وو خو لا څرګند شوي نه وو، حال دا چې اکثره عقلي دلایل د وخت په تېرېدو سره کمزوري او خپل ارزښت له لاسه ورکوي خو په قرآن کریم کې راغلي عقلي دلائل بیا ددې برعکس دي یعنې ورځ تر بلې پیاوړي کېږي.

الف- په قرآن کریم کې راغلي اوډون دلائل

دلته ځینو هغو آیاتونو ته لنډه کتنه کوو چې په هغو کې عقلي دلائل بیان شوي او الله جل جلاله انسانان له عقل څخه کار اخیستلو ته بللي، څو د کائناتو په اوډون کې فکر وکړي او په دې توګه د هغه وجود ومني او ایمان پرې راوړي.
الله جل جلاله فرمایي: [إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لَآيَاتٍ لِأُولِي الْأَلْبَابِ الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (آل عمران: ۱۹۰- ۱۹۱)] ژباړه: له شک پرته چې د آسمانونو او ځمکې په پیدایښت او د شپې او ورځې په بدلون کې د عقل د څښتنانو لپاره نښانې دي. هغوی چې په ولاړه، ناسته او په اړخ د ملاستې په [صورتونو] کې الله یادوي، او د آسمانونو او ځمکې په پيدایښت کې فکر کوي، [بیا] وایي: ای زموږ ربه! تا دا عبث او بېهوده نه دي پیدا کړي، ته [د بېهوده کړنو له تر سره کولو] پاک یې، نو موږ د اور له عذاب څخه وساته.
 [إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ مَاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِنْ كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (البقرة: ۱۶۴)] ژباړه: له شک پرته چې د آسمانونو او ځمکې په پیدایښت، د شپې او ورځې په بدلون، په هغو کښتیو کې چې د خلکو د ګټو لپاره په بحر کې ګرځي، او په هغو اوبو کې چې الله تعالی له آسمانه را ورولي څو ځمکه پرې له مرګ وروسته بیا ژوندۍ کړي، او په دې ځمکه کې یې هر ډول څاروي تیت کړي، د بادونو په بدلون او د آسمان او ځمکې تر منځ په تابع کړل شویو ورېځو کې هرومرو د عاقلانو لپاره نښانې دي.
[الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِنْ فُطُورٍ] ژباړه: الله هغه ذات دی چې اووه آسمانونه یې پوړۍ، پوړۍ پیدا کړي دي، د رحمن په تخلیق پیدا کولو کې هېڅ توپیر نه وینې، ښه ورته وګوره آیا کوم درز پکې وینې؟

ب- په کائناتو کې نظم، ترتیب او ښکلا

موږ په خپل ورځني ژوند کې له ډېرو اوډونونو (ډیزاینونو) سره مخ کېږو، چې ځینې یې طبیعي وي او ځینې بیا انسانانو جوړ کړي، هغه چې انسانانو جوړ کړي بېلابېل مراتب لري ځینې یې ډېر پېچلي او په زړه پورې وي او ځینې بیا ساده وي، هغه څیزونه چې پېچلي او په زړه پورې وي قېمت یې هم د ساده څيزونو په پرتله لوړ وي، په داسې حال کې چې دواړه له یو ډول خامو موادو څخه جوړ شوي دي، د بېلګې په ډول؛ په یو موبایل کې ۱۰۰ ګرامه اوسپنه، ۱۰۰ ګرامه پلاسټیک او ۱۰ ګرامه شیشه کارول شوې وي، که همدا اوسپنه، پلاسټیک او شیشه په جدا جدا توګه وپیرو نو ممکن سل افغانۍ ارزښت ولري، نو بیا ولې له همدې څیزونو څخه جوړ شوی موبایل لږ تر لږه په لس زره افغانۍ اخلو؟ د څه لپاره موږ د سل افغانیو په ارزښت څیز په دومره لوړه بیه اخلو؟ دا ځکه چې نوموړي توکي د یو شخص له لوري په منظم ډول ترکیب او یو ځانګړی ډیزاین ورکړل شوی، نو اوس که د مبایل جوړونکی موږ ته د خپل ذهانت په تړاو هېڅ هم ونه وایي موږ په شعوري یا لاشعوري ډول د جوړونکي په ذهانت اقرار کوو، دا هغه چاره ده چې په ځلونو یې موږ په خپل ورځني ژوند کې وینو.
په کائناتو کې شته هر څیز له یوه ځانګړي اوډون او ډیزاین څخه برخمن دی، له اټوم (Atom) نیولې آن تر کهکشانونو پورې، په ټولو کې یو ځانګړی نظم لیدل کېږي، تر هر څه د مخه که انسان خپل بدن ته وګوري له دماغو آن تر پښو پورې انساني بدن یو ډېر پېچلی ډیزاین لري، تر ټولو ښه بېلګه یې د انسان عصبي سیستم دی، چې لاندې په لنډ ډول د انسان په عصبي سیستم بحث کوو:

د انسان عصبي سیستم

د انسان عصبي نظام او سیستم (Nervous System) ته د انسان نښلوونکی (مواصلاتي) نظام هم ویل کېږي، په دې نښلوونکي نظام باندې په یوه شپه او ورځ کې په میلیونونو خبرونه له یو ځای څخه بل ځای ته تګ راتګ کوي، د بدن د ټولو غړو کړنې او حرکات کنټرولوي او هر یوه ته د خپل کار د سرته رسولو پیغام رسوي، که زموږ په بدن کې دا مواصلاتي نظام نه وای نو زموږ بدن به د ګډو وډو څیزونو یوه ټولګه وه، ددې نښلوونکي نظام مرکز د سر کوپړۍ ده.
زموږ په کوپړۍ کې نږدې ۸۶ میلیارده عصبي حجرې (nerve Cells) دي، او هرې حجرې ته یو نازک او نری تار غځېدلی، دا تارونه په ټول بدن کې خپاره دي چې د عصبي ریښو (Nerve Fibers) په نوم یادېږي، په دې نریو او نازکو ريښو کې د خبر ترلاسه کولو او حکم کولو داسې یو نظام دی چې تقریبا په یو ساعت کې د (۲۷۵) میله رفتار په چټکتیا سره فعالیت کوي، د همدې اعصابو په ذریعه موږ لیدل، اورېدل، څکل، بویول او لمس کول کوو، یواځې په ژبه کې د خوند د معلومولو لپاره د (Test buds) په نوم درې زره حجرې فعالیت کوي، دا هره حجره د یو ځانګړي عصبي تار په واسطه له دماغو سره نښلول شوې او پر مټ یې موږ د یو څیز خوند او مزه محسوسوو.
زموږ په غوږونو کې په سلګونو زرو د اورېدو حجرې دي، په هره سترګه کې نږدې دیارلس میلیونه (Light receptors) حجرې موجودي چې د څيزونو انځورونه زموږ دماغو ته لېږدوي.
په همدې توګه د انسان د بدن هر غړی د اوډون یو دلیل یوه بېلګه ده؛ که موږ د خپلو ګوتو جوړښت ته وګورو په داسې ډول جوړې شوي دي چې د بل هېڅ انسان له ګوتو سره بشپړ ورته والی نه لري، د بدن په هره حجره (cell) کې (DNA) موجوده ده، د هر انسان په (DNA) کې د هغه د نسب او نورو چارو په هکله معلومات ځای پرځای شوي، د انسان د هاضمې سیستم، د وینې جریان، شریان او وریدونه ټول هغه څه دي چې پکې له فکر کولو څخه وروسته انسان دې پایلې ته رسېږي چې دا هر څه د یو واحد ذات په وجود دلالت کوي چې هغه په خپل ذهانت او قدرت دا هر څه پیدا کړي.
امام غزالي رحمه الله وایي: یو ډېر کوچنی ذهن هم د ځمکې، آسمانونو، حیواناتو او نباتاتو په عجائبو کې له فکر کولو وروسته له دې حقیقت څخه سترګې نشي پټولای چې دا حیرانوونکې نړۍ د خپل ترتیب لپاره یوه خالق ته اړتیا لري، چې دا یې پیدا کړي او چارې یې پر مخ وړي.
چارلس ډاروين د اوډون دليل په اړه وايي :
“Another source of conviction in the existence of God, connected with the reason and not with the feelings, impresses me as having much more weight. This follows from the extreme difficulty or rather impossibility of conceiving this immense and wonderful universe, including man with his capacity of looking far backwards and far into futurity, as the result of blind chance or necessity. When thus reflecting, I feel compelled to look to a First Cause having an intelligent mind in some degree analogous to that of man; and I deserve to be called a Theist.”
د الله په وجود باندې يقين ساتلو يو بل دليل چې د منطق او عقل په بنياد باندې دی نه د احساساتو او عقيدې په بنياد باندې ، دې دليل زه ډېر متاثره کړم ، د دې لامل دا دی چې دې خايسته کائنات او د راتلونکي تدبير کونکي انسان وجود کوم ړوند يا د مادي اړتيا لامله منل ډېر مشکل بلکه ناممکن دي ، زه د دې انساني ذهانت لامله يو بل له اوله څخه موجود ذهين مسبب منلو ته اړ يم ، او زه د دې خبرې حقدار يم چې ماته دې په الله ايمان لرونکی وويل شي .
که موږ کائناتو ته ځیر شو نو په میلیونونو داسې پېچلي نظامونه به ووینو فلکیاتو، حیواناتو، نباتاتو، غرونو او…. ته که ځیر شو او فکر پکې وکړو نو دا ټول نظام د ځنځیر د کړیو په څېر تړل شوی، که له دې ځنځیر څخه یوه کړۍ هم لرې شي نو دا نظام خرابېږي او ژوند پای مومي، د بېلګې په ډول که لمر له منځه ولاړ شي نو په ځمکه ژوند کول ناشوني کېږي، یا که اوبه ختمې شي نو هم ژوند له منځه ځي او که ځمکه له خپل مدار څخه ووځي هم ژوند له منځه تلونکی دی او دا شته نظام له منځه ځي.
د (?What if) په نوم په انټرنټ کې مشهورې ساینسي رسنۍ د (۲۰۱۹م) کال د آګسټ د میاشتې په (۱۹مه) په خپل یوټیوب چینل کې د مالګې (Salt) په اړه یوه څېړنیزه ویډیو خپره کړې، په نوموړې ویډیو کې د څېړنو په پایله کې داسې ویل کېږي چې که چېرې د نړۍ په وچه کې مالګه ختمه شي نو انسانان له لسو ورځو څخه ډېر مقاومت نه شي کولای، همدا راز که چېرې په سمندرونو کې مالګه ختمه شي نو په سمندرونو کې شته بوټي (Algae) له منځه ځي، چې په دې سره به د لمر فوټوسېنتېسېز عمل (چاره) (Photosynthesis process) نیمایي شي، او په پایله کې به یې په ځمکه شته نباتات وچ شي، د نباتاتو په وچېدو سره د هایدروجن کچه ټيټېږي او په ځمکه ژوند کول ناممکن ګرځي. مالګه چې موږ یې ډېر عادي او وړوکی څیز ګڼو خو په حقیقت کې یې شتون دومره اړین دی چې زموږ ژوند ورپورې تړلی دی.
دا ټولې هغه کړۍ دي چې په ډېر ذهانت او ځیرکتیا سره جوړې شوي دي او د ځانګړو قوانینو په رڼا کې کار کوي، همدا ځانګړي قوانین د ستر خالق په شتون او د هغه له لوري ددې قوانینو پر پلي کېدو د نظارت او څار دلیل دی.
طبیعي اوډونونه د انسان په لاس د جوړو شویو مصنوعي اوډونونو په پرتله ډېر پېچلي او زړه راښکونکي دي، په (۱۹۵۰م) کال کې د (Bionics) یوه نوې علمي څانګه رامنځته شوه، چې په واسطه یې له طبیعي څیزونو څخه په اغېز او تأثر اخیستلو باندې د انجینیرۍ په ډګر کې ډول ډول څیزونه جوړېږي.

په اوډون دلیل باندې د کانټ نیوکه:

ملحدین تر ډېره په کائناتو کې د نظم له شتون څخه منکر دي، خو د الحاد سر لاري او مشران اوس اقرار کوي چې په رښتیا هم کائنات منظم او ډیزاین شوي دي، مشهور ملحد ریچرډ ډاکنز په لومړیو کې په کائناتو کې د نظم له شته والي سره سخت مخالف وو خو اوس په کائناتو کې د نظم او ښه ډیزاین په شتون اقرار کوي، ډاکنز په خپل کتاب (the blind watch maker) کې اعتراف کوي:
 (Biology is the study of complicated things that give the appearance of having been designed for a purpose).
ژباړه: بیولوژي د هغو پېچلو څیزونو مطالعه او زده کړه ده چې په ښکاره د یوې موخې لپاره ډيزاین او طراحي شوي دي.
ډاکنز د همدې کتاب په ۲۱ مخ کې په دې اقرار کوي چې په ټولو ژوندیو ژویو کې ځانګړی اوډون (ډیزاین) او انجنیري شته.
په اوډون دلیل باندې مشهور فلسفي اېمانویل کانټ (Immanuel Cant) په خپل کتاب (Critique of pure reason) کې نیوکه کړې او همدا نیوکه اکثره ملحدین بیا بیا تکراروي، کانټ وایي: په اوډون دلیل باندې د کائناتو د خالق وجود نه ثابتېږي، بلکې له دې دلیل څخه ښکاري چې دا کائنات یو ناظم او سمبالوونکی لري خو موږ د کائناتو دې ناظم ته د لامحدودو صفاتو لرونکی ذات او د کائناتو خالق نه شو ویلای، یواځې دومره ویلای شو چې د کائناتو سمبالوونکي په لومړیو کې شته بې ترتیبه مادو ته یو ځانګړی ترتیب او ډیزاین ورکړی، نه دا چې کائنات یې تخلیق کړي، یواځې همدومره قدرت یې درلود چې دا کائنات ډیزاین کړي نو یواځې ددې ډیزاین له امله هغه د لا محدود قدرت څښتن نه شو ګڼلای.
دې نیوکې ته مشهور لیکوال فیصل ریاض شاهد په خپل کتاب (تاریخ الحاد مغرب) کې ډېر معقول ځواب ویلی هغه دا چې: کانټ په دې نیوکه کې دوه اساسي خبرې لري:
۱ـ په اوډون دلیل کې د کائناتو د خالق پر ځای د کائناتو د ناظم وجود ثابتوي.
۲ـ په اوډون دلیل ثابت شوی د کائناتو ناظم د لامحدودو قدرتونو څښتن نه ګڼي.
په دې نیوکې سره کانټ دا څرګندول غوښتل چې په دې دلیل سره خدای (هغه ذات چې مسلمانان یا اهل دین یې مني) نه ثابتېږي.
د کانټ په دې نیوکه موږ کره کتنه لرو، لومړی دا چې کانټ د تحسین او آفرینۍ وړ دی ځکه چې لږ تر لږه دا خو یې ومنله چې له اوډون دلیل څخه د خالق نه بلکې د ناظم موجودیت ثابتېږي. خو موږ یې تر څنګ دا هم اضافه کوو چې له اوډون دلیل څخه د کائناتو د داسې یو ناظم وجود ثابتېږي چې هغه هم ناظم دی، هم د کائناتو خالق دی، هم د لا محدود قدرت څښتن او هم واجب الوجود دی.
د کائناتو ناظم د کائناتو خالق هم دی ځکه که همدا ناظم خالق و نه ګڼل شي نو د مادې قدمیت لازمېږي، او ماده چې کله قدیمه شوه نو معنا یې دا ده چې ماده هېڅ پیل نه لري او کله چې ماده پیل ونلري نو د مادې او له مادې څخه د جوړو شویو کائناتو وجود هم تر پوښتنې لاندې راځي (ځکه ساینس ثابته کړې چې له ابتداء پرته ماده نشي رامنځته کېدای)، خو دا چې کائنات موجود دي نو معلومېږي چې ماده هم قدیمه نه ده، کله چې ماده قدیمه نه ده نو معنا یې دا ده چې ماده یو قائم بالغیر مخلوق دی، او د قائم بالغیر مخلوق لپاره د قائم بالذات واجب الوجود خالق شتون اړین دی چې له عدم څخه یې ماده موجوده کړې، په همدې اساس موږ وایو چې د کائناتو ناظم د کائناتو خالق هم دی، له عدم او نشت څخه په وجود او شته کولو باندې قادر دی چې په خپله واجب الوجود او قائم بالذات دی.
په دې ځای کې مشهور فلسفي ډیوېډ هیوم (David Hume) داسې نیوکه کوي چې دلته خو واجب الوجود (الله) هم قدیم وګڼل شو، نو څه توپیر کوي چې د الله پر ځای خپله کائنات قدیم وګڼو؟
ددې لنډ ځواب دا دی چې د کائناتو قدیم والی ناشونی دی، او د الله قدیم والی واجب دی، ځکه چې کائنات د خپل وجود لپاره یوې بهرنۍ توجېه ته اړ دي او الله تعالی بیا د کومې بهرنۍ توجېه له غوښتلو څخه بې نیازه دی، یعنې کائنات د خپل وجود لپاره یو بهرني علت ته اړتیا لري او الله تعالی د خپل وجود لپاره علت ته اړتیا نه لري.
Previous Articleاستعمار (اتمه برخه)
Next Article د سیکولاریزم د لیږد لاملونه (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اووه وېشتمه برخه)

دوشنبه _23 _جون _2025AH 23-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خلق عظیم» مظهر (شپږمه او وروستۍ برخه)

یکشنبه _22 _جون _2025AH 22-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اووه‌ویشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اووه‌ویشتمه برخه په مصر…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (لومړۍ برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه لومړۍ برخه لنډیز: سیکیزم د نړۍ له…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (درېیمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD1 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه درېیمه برخه د…

نور یی ولوله
نشنلیزم

نشنلیزم (اته وېشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD4 Views

لیکوال: ابوعایشه نشنلیزم اته ویشتمه برخه د وطني مینې یا وطن دوستۍ حکم څه دی؟…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اووه‌ویشتمه برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (لومړۍ برخه)

سه شنبه _24 _جون _2025AH 24-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.