عموما داسې یو تأثر او اغېز خپور شوی چې احادیث د ډېرو خلکو له لاس په لاس کېدو وروسته تر دې ځایه را رسېدلي دي، شونې ده چې بدلون پکې راوستل شوی یا راغلی وي، او ځینې خلک چې په احادیثو کې صحیح او ضعیف ویني نو داسې انګیري چې احادیث غیر محفوظ دي.
ځواب: حقیقت دا دی چې احادیث ساتل شوي او محفوظ دي، احادیث د افسانو په څېر نه دي چې د وخت په تېرېدلو خلک پکې بدلون راولي، لکه څنګه چې تر اوسه قرآن کریم محفوظ او ساتل شوی دی همدغه راز نبوي احادیث هم محفوظ او ساتل شوي دي، دا چې د قرآن کریم حفاظت او ساتنه الله جل جلاله د خپلو بندګانو په واسطه کړې همداسې یې داحادیثو ساتنه هم د خپلو بندګانو په واسطه کړې ده.
هغه وخت چې د زرګونو په شمېر خلکو قرآن کریم یاد وو او سلګونو زرو خلکو ته یې ورساوه او ورزده یې کړ همدغه ډول احادیث هم له صحابه کرامو څخه تابعینو او له هغوی څخه د امت نورو اکابرو علماؤ زده کړل او تر میلیونونو انسانانو یې ورسول.
که لږ ځیر شو نو رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کوم اعمال سر ته رسولي لکه: لمونځ، روژه، زکات، حج، قرباني، نکاح او داسې نور احکام ټول په احادیثو کې راغلي او دا دی تر نن ورځې پورې یې مسلمانان په هم هغه بڼه سرته رسوي، د نړۍ په هر ګوټ کې چې مسلمانان اوسېږي ټول په یو ډول عبادات سرته رسوي، البته په ځینو فرعي مسائلو کې د غوره والي او افضلیت پر سر د مسلمانانو اختلاف شته چې هغه د امت د فقهاؤ اجتهاد ته راجع دی، خو د عباداتو د هر جزء اساس او بنسټ په نبوي احادیثو کې محفوظ او ساتل شوی.
د احادیثو د حفظ او ساتنې لاملونه
که چېرې د احادیثو د ساتنې اصلي علت او سبب ته وګورو نو صحابه کرامو د ځینو اړتیاوو په اساس ساتلي او حفظ کړي دي، چې دا لاملونه ځينې په لاندې ډول دي:
لومړی- رسول الله صلی الله علیه وسلم د نړۍ یو ستر شخصیت دی، چې د صحابه کرامو په زړونو کې یې غیر معمولي اثر او ځای نیولی وو، له همدې امله صحابه کرامو هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند واقعات او د هغه خبرې د نورو عامو انسانانو د خبرو په څېر نه ګڼلې، بلکې د هغه ټولې خبرې یې خورا ارزښتناکې ګڼلې او ساتلو ته به یې ځانګړی پام کاوه، له همدې امله له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره به چې د دوی کوم وخت تېرېده هغه به دوی د خپل ژوند تر ټولو ستره او ارزښتناکه شېبه ګڼله.
دوهم- د اسلام له راتګ وروسته په صحابه کرامو د علم او پوهې تنده غالبه شوه، په همدې اساس به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هره خبره د خپل ځان لپاره نوی علم باله، لامل یې دا وو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وړاندې هغوی ته هیچا هم داسې ښوونه او روزنه نه وه ورکړې، نو کله به چې هغوی ته کومه خبره کېده یا به یو حکم او مسئله ورته بیانېده د هغوی لپاره به دا هر څه نوي وو، په بشپړ پام سره به یې ورته غوږ اېښوده او د خپلې علمي تندې د خړوبولو لپاره به یې په خورا شوق هر څه یادول.
درېیم- صحابه کرام او تابعین په دې ښه پوهېدل چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې درواغ ویل یا یې په خبرو کې بدلون راوستل څومره ستره ګناه ده، له همدې امله به یې د احادیثو په زده کړه کې خورا ډېر زیار وېسته او تل به یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د خبرو او احادیثو په نسبت کې له خورا ډېر احتیاط او دقت څخه کار اخیسته.
څلورم- صحابه کرامو دا خپل مسئولیت ګاڼه څو نورو خلکو او نسلونو ته په سمه توګه د الله دین ورسوي، له همدې کبله به اکابرو او سترو صحابه کرامو له کشرانو صحابه کرامو د حدیث د اورېدلو په صورت کې د شاهد غوښتنه کوله، ځینې وخت به یې د ازمایلو لپاره بیاځلي پوښتنه هم کوله، لکه عائشې رضی الله عنها چې د حج په موسم کې له عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه د یو حدیث پوښتنه وکړه، یو کال وروسته یې د حج په موسم کې بیا یو تن ورپسې واستاوه او د هماغه حدیث پوښتنه یې ترې وکړه، عبدالله بن عمرو بن العاص هم ټکي په ټکي هماغسې ورته بیان کړ چې یو توری یې هم توپیر نه درلود.