Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp Instagram Pinterest YouTube TikTok
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د قرآن کریم تدبر (دریمه برخه)
اسلام چهارشنبه _21 _فبروري _2024AH 21-2-2024AD

د قرآن کریم تدبر (دریمه برخه)

AdminBy Adminڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: مولوي مدني

د قرآن کریم تدبر (دریمه برخه)

هغه مسایل چې په تدبر کولو کې مرسته کوي؛

وروسته له دې چې د تدبر د نشتوالي اسباب،اهمیت، حکم او لاملونو پوه شو؛ اوس موږ د هغو شیانو په اړه خبرې کوو چې د تدبر په پیدا کولو کې مرسته کوي، دلته هغه لارې چارې دي چې په واسطه یې تدبر ترلاسه کیدای شي، نو څوک چې غواړي د دې شیانو په پام کې نیولو پرته خپل زړه سیراب کړي، د هغه کار ستونزمن کیږي. په دې اړه علامه زرکشي وايي: (من لم یکن له علم و فهم و تقوی و تدبر لم یدرک من لذة القرآن شیئا) البرهان فی علوم القرآن (ج 2 ص 171).
“څوک چې علم، فهم، تقوا او تدبر ونه لري، هغه د تدبر خوند نه شي ترلاسه کولای.” نو هغه وسیلې چې د تدبر کولو په رامینځته کولو کې مرسته کوي:
لومړی- ښکلی تلاوت کول دی؛ الله تعالی په ترتیل حکم کړی دی او فرمایلي دي: (أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا) (مزمل 4)
یا له هغې څخه يو څه زياته کړه؛ او قُرآن ښه په كراره كراره لوله.
او پیغمبر «صلی الله علیه و سلم» د قرآن پر ښایسته تلاوت تشویق کړی او فر مایلی دی: (لیس منا من لم یتغن بالقرآن) [صحیح البخاری حدیث 7527]
“څوک چې قرآن په ښه غږ نه لولي، هغه له موږ څخه نه دی.” یعني د تلاوت پر مهال خپل غږ ښکلی کړئ. ابن کثیر وايي:  (المطلوب شرعا انما هو التحسین بالصوت الباعث علی تدبر القرآن و تفهمه و الخشوع و الخضوع و الانقیاد للطاعة) [فضائل القرآن ص 195]
“خوږ غږ چې د تدبر، فهم، خشوع، خضوع او د قرآن د اطاعت لامل شي، د شریعت له مطلوبو شیانو څخه دی.” همدارنګه علامه قرطبي په خپل تفسیر کې وايي: (الترتیل افضل من الهذِّ، اذ لا یصح التدبر مع الهذّ) [جامع الاحکام 15\ 192]
“په ترتیل سره د قرآن کریم تلاوت د تیز او چټک تلاوت کولو څخه ډیر غوره دی؛ ځکه چې په ګړندي لوستلو سره تدبر په سمه توګه نه ترلاسه کیږي. او همدارنګه امام نووي وایې: (قال العلماء: (والترتیل مستحب لتدبر و غیره) قال: (لان ذالک اقرب الی التوقیر و الاحترام  و اشد تاثیرا فی القلب) [التبیان فی آداب حملة القرآن ص 46]
علماء وايي چې د تدبر حاصلولو لپاره ترتیل مستحب دي؛ ځکه چې دا صورت د قرآن کريم احترام او پرتم ته ډېر نږدې دی او په زړه کې يې اغېز ډېر قوي دی. نو د تدبر لپاره لومړی مرسته کوونکی ښکلی تلاوت دی.
دوهم- د شپې تلاوت: د شپې تلاوت د قرآن کریم، آیاتونو، نصیحتونو او درسونو په تدبر کولو کې مرسته کوي او په دې اړه الله تعالی فرمایي: (إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْئًا وَأَقْوَمُ قِيلًا) (مزمل 6)
په حقيقت کښي د شپې پاڅېدل، د نفس كنټرولولو لپاره ډېر اغېزمن او د قُرآن د صحيح لوستلو لپاره زيات مناسب دي.
حضرت عبدالله ابن عباس فرمایې: (و قوله أَقْوَمُ قِيلًا هو اجدر ان یفقه فی القرآن) « تفسیر قول الله متعال و اقوم قیلا.
مناسبه ده چي په قرآن پوه شي او په شپه کې تلاوت ډیر مناسب دي ځکه چې د ورځې شور او غوغا وي او د شپې د دې شیانو د نه شتون له امله تلاوت په ډیر انداز سره ترسره کیږي، فکري استقامت او سمسورتيا او تدبر حاصليږي او همدا لامل و چې حضرت جبرئيل علیه السلام به د رمضان په ټولو شپو کې له رسول الله ﷺ سره د قرانکريم د تلاوت تمرین او ممارست کاوه.
حافظ ابن حجر رحمه الله د حضرت جبرائیل علیه السلام د دې تمرین او ممارست په اړه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې ترسره کول، فرمایې (المقصود من التلاوة الحضور و الفهم لان اللیلة مظنة ذالک لما فی النهار من الشواغل و العوارض الدنیویة و الدینیة) [فتح الباری 9 ص 45]
له تلاوت څخه موخه د ذهن حضور او سم فهم دی او د دې لپاره شپه ډېره مناسبه ده، ځکه د ورځې ډېر دیني او دنیاوي کارونه دي.
دريم- د تلاوت او اوريدلو په وخت کي چوپتیا ده؛ ځکه چې الله جل جلاله خپلو مؤمنو بندګانو ته امر کړی چې د قرآن د تلاوت په وخت کې چوپ پاتې شي او غوږ ونیسي تر څو چې د قرآن له حکمت او فضیلت څخه ګټه پورته کړي او تدبر وکړي.
الله تعالی فرمايي: (وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنْصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ) [اعراف 204 ]
كله چي ستاسي په وړاندي قُرآن لوستل کیږي، نو هغه په غور سره واورۍ او چوپ اوسئ؛ ښايي چي پر تاسي رحم وشي.
امام طبري د دې آیت په تفسیر کې داسې فرمایې: (اصغوا سمعکم لتفهموا آیاته و تعتبروا بمواعظه، انصتوا الیه لتعقلوه وتتدبروه و لا تلغوا فیه فلاتعقلوه لیرحمکم ربکم باتعاظکم بمواعظه و باعتبارکم بعبره) [تفسیرالطبری 204 ]
“ښه غوږ ونیسئ تر څو په آیاتونو پوه شې او د هغه له نصیحتونو زده کړه وکړی، او چوپ شئ، تر څو په قرآن پوه شئ او تدبر وکړئ، او داسې بې ځایه کار مه کوئ چې د قرآن د ناپوهۍ سبب وګرځي د دې لپاره چې ستا رب دې ستاسي د نصیحت اخیستلو او له هغه څخه د زده کړې په خاطر پر تاسو رحم وکړي”.  د تلاوت پر مهال د اورېدلو اړتیا، مطلقه چوپتیا ده، تر څو اورېدونکی ته په دین کې خیرِ کثیر، علم، هدایت او بصیرت نصیب شي.
څلورم- ښه ابتدا او ښه وقف کول دي. ځکه چې ځينې آيتونه د مخکنيو او ورپسې آيتونو پورې اړه لري او د وقف او ابتدا دغه قاعده بايد لومړی په هغو کې مراعات شي. متاسفانه چې ډېر قاریان دغه قاعده نه مراعات کوي، او دا فکر نه کوي چې کلمې یو له بل سره تړاو لري، او د آیتونو په معنا کې تدبر نه کوي، او د دوی اکثره عمل وقف په ربعونو، حزبونو او پارو باندې دي. او په دې توګه د وقف او ابتدا ځای له پامه غورځول، د دې لامل کیږي چې ډیری آیتونه په سمه توګه ونه فهمېږي.
پنځم – د قرآن د معناګانو فهم دی: چونکې جهالت په قرآن باندې د نه تدبر لامل کېږي او د قرائت خوند له زړه څخه سلبوي، امام طبری فرمایې: (انی لاعجب ممن قرأ القرآن و لم یعلم تأویله، لم یعلم تفسیره، کیف یلتذ بقراءته!) [معجم الادباء ج 5 ص 256]
زه د هغه چا په اړه حيران يم چې قرآن لولي او د قرآن په مانا او تفسير نه پوهيږي، دا سړی څنګه له لوستلو خوند اخلي!؟ نو د قرآن په مانا او تفسير پوهېدل د تدبر لپاره ډېره لويه مرسته ده او امام طبري رحمه الله هم دې مسئلې ته په واضح ډول اشاره کړې ده، نو ځکه د قرآن کريم د حروفو له زده کولو څخه د قرآن کریم د تفسیر زدکړه ډېره مهمه ده.
نو پنځمه خبره: د قرآن کریم د مانا او تفسیر باندې پوهېدل دی.
شپږم – په معاني و مکث کول دی:
د تلاوت په وخت کې باید تلاوت کونکی د معنی د پوهیدو لپاره وقفه وکړي او د دې معنی پرته په بل څه تدبر ونه کړي، نو د معنی د پوهیدو لپاره مکث او وقفه کول اړین دي.
اووم – د آیتونو تکرار؛
د هغو آيتونو تکرارول او مکث ورباندې کول چې په زړه باندې اغېزه کوي، د قرآن په فهم باندې د تدبر او فکر کولو يوه له غوره لارو څخه ده. حضرت ابوذر رضي الله عنه فرمايي: (قام النبی «صلی الله علیه و سلم» بآیة حتی اصبح یرددها) والآیة «إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ» (مائده 118)
«رسول الله صلى الله عليه وسلم به تر سهاره  يو آيت تکراراوه:  «إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ»
اوس كه ته هغو ته سزا ورکړې، نو هغوی ستا بندګان دي او كه بښنه ورته وکړي، نو ته برلاس او د حكمت خاوند یې.”
لکه څرنګه چې حضرت ابوذر «رضی الله عنه» وفرمایل، نبی کریم صلی الله علیه وسلم به تر سهاره دا آیت په ولاړه تکراراوه: (إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ)
نو د آیتونو تکرار یو له هغو مؤثرو شیانو څخه دی چې د تدبر په رامنځته کولو کې مرسته کوي، له همدې امله ابن قدامه وايي: (و ان لم یحصل التدبر الا بترداد الآیة فلیرددها) [مختصر منهاج القاصدین ص 56]
“که د آیتونو له تکرارولو پرته تدبر نه ترلاسه کېږي، نو دا کار وکړئ.” نو دا اوه شیان هغه موارد دي چې د تدبر کولو په رامېنځته کولو کې مرسته کوي. او ځینې نور شیان هم شته چې په تدبر کولو کې مرسته کوي؛ او بعضې نور موارد هم سته چې د قرآن کریم د تدبر په برخه کې مرسته کوي؛
دا چې قرآن یو داسې کتاب دی چې ټول دنیوي او دیني اسباب پکې شامل دي او همدارنګه له نورو سره د قرآن دَور، تدبر پیدا کوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او جبرائیل علیه السلام په رمضان کې له یو بل سره د قرآن کریم دَور کاوه؛ نو د قرآن په پوهېدلو کې د مسلمان لپاره تر ټولو لوی مرستندوی له نورو سره دَور کول دي. له آيتونو سره ژوند کول، د قرآن د تفسير د علومو زده کړه، او د قرآن د نورو علومو زده کړه لکه د تفسير اصول او نور، دا د زيات تدبر لپاره ګټور دي، حتی په نورو کتابونو کي د تدبر موضوع مطالعه کول بې ګټې نه دي.
Previous Articleآیا احادیث محفوظ او ساتل شوي دي؟
Next Article د رسنیو رول او د مسلمانانو پر هویت د هغې اغېز ( نهمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قرآن ؛ تلپاتې معجزه (برخه: ۹۷)

یکشنبه _30 _اگست _2026AH 30-8-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳)

پنجشنبه _5 _نوومبر _2026AH 5-11-2026AD6 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳) امام…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

چهارشنبه _4 _نوومبر _2026AH 4-11-2026AD16 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )…

نور یی ولوله
Blog

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲)

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD17 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۲) امام …

نور یی ولوله
د امت مشران

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )

سه شنبه _3 _نوومبر _2026AH 3-11-2026AD37 Views

لیکوال : قاري عبدالستار «سعید» د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۳  )…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۳)

پنجشنبه _5 _نوومبر _2026AH 5-11-2026AD

د حجاب او عفت شهید  ( برخه :   ۴  )

چهارشنبه _4 _نوومبر _2026AH 4-11-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.