لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۹)
د فراماسونرۍ د پېښو یو بل روایت
د فراماسونرۍ د رمزي پړاو د رامنځته کېدو او ودې په اړه یو بل روایت هم موجود دی چې د دې غورځنګ د رامنځته کېدو د څرنګوالي او موخو په اړه ډېرې نورې پتې او خطرناکې خبرې په ډاګه کوي.
د دغو پېښو لړۍ له (۱۷۱۷م) کال څخه یو کال وړاندې پیلېږي، یعنې په (۱۷۱۶م) کال او په دقیقه توګه د همدې کال په اګست میاشت کې، هغه مهال کله چې د یهودانو د (جمعیة القوّة الخفیّة) استازي چې د ړنګېدو او نابودۍ پر پوله ولاړ وو، لندن ته داخل شول. هغوی وروسته له هغې چې د دې ټولنې د تاریخ، پټو رازونو او پټو اغېزو یوه برخه یې ورته څرګنده کړه له ډاکټر «دیزا جلیه» او د هغه له مرستیال «جورج» سره یو تړون وکړ چې (جمعیة القوّة الخفیّة) به بیا را ژوندۍ کوي. هغوی له دیزا جلیه وغوښتل چې د دې ټولنې نوم او قوانین بدل کړي. نوموړي د دې کار لپاره د «فراماسونري» یا د «ازادو بنّایانو» نوم وړاندیز کړ. دا وړاندیز د دې توطيې د دواړو لورو («القوّة الخفیّة» او دیزاجلیه) له خوا ومنل شو[۱] او تر ټولو مهم لاملونه یې په لاندې ډول دي:
(۱) دا نوم د بنایانو د صنفي ټولنو ځانګړی نوم و او له دیارلسمې پېړۍ راهیسې مشهور و، پرته له دې چې کوم څوک د هغه تر شا پر پټ واقعیت شک وکړي د پټېدو لپاره ښه پوښ بلل کېده.
(۲) په دې نوم کې کارول شوي رمزونه او نښې د «جمعیة القوّة الخفیّة» له ډېرو رمزونو او اشارو سره سمون درلود.
(۳) د دې ټولنې غړو فعال محفلونه او غونډې درلودې. دیزا جلیه وویل: «پرته له دې چې کوم څوک پر هغو موخو پوه شي چې موږ پرې هوکړه کړې ده، په همدې نوم موږ کولای شو له ټولو ډلو څخه یوه واحده ټولنه جوړه کړو.»
له دې هوکړې وروسته ډاکټر دیزاجلیه یوازې د چارو د سمبالولو مسوؤلیت پر غاړه واخیست. ده د (۱۷۱۷م) کال د مارچ په میاشت کې د ماسونیانو له ځانګړو کسانو سره یوه غونډه وکړه چې په هغوی کې «جېمز اندرسن» هم موجود و؛ هغه څوک چې وروسته یې د ماسونرۍ قانون نامه ولیکله. دیزاجلیه هغوی ته د دې کیسې حقیقت څرګند کړ. دوی هم موافقه ورسره وکړه او په دې سره پرېکړې ته ورسېدل چې همدا طرحه به د (۱۷۱۷م) کال د جون په (۲۴مه) د څلورو ماسوني محفلونو د عمومي غونډې په ورځ عملي شي.
خو د دې ورځې له را رسېدو مخکې دیزاجلیه هڅه وکړه چې د (القوّة الخفیّة) کوم مشر وغولوي چې د دې ټولنې د پټو اسنادو بشپړه نسخه ورته وسپاري. دیزاجلیه دا مشر قانع کړ چې اسناد به د نوې فراماسونرۍ د قوانینو په تنظیم او دقت کې ډېر ګټور تمام شي. کله یې چې اسناد تر لاسه کړل نو له بېرته سپارلو یې ډډه وکړه، په داسې حال کې چې هماغه مشر د نوې اتحادیې د مشرتابه په برخه کې د هغه سیال و.
د جون پر (۲۴مه) لويه ماسوني غونډه ترسره شوه. داسې ښکاري چې د «القوّة الخفیّة» مشران هم په پټ ډول پکې حاضر وو، ټول هغه ښکاره او پټ تصمیمونه چې دیزاجلیه غوښتل تصویب شول.
د همدې غونډې په جریان کې د دیزاجلیه یو سیال مشر ووژل شو. تر پلټنو وروسته د «القوّة الخفیّة» غړي دې پایلې ته ورسېدل چې دا کار د دیزاجلیه د پلانونو برخه و. له همدې امله له (۱۷۱۸م) کال وروسته یې د غچ اخیستلو پرېکړه وکړه، چې لومړۍ یې د هغه مرستیال «جورج» وواژه او بیا یې دیزاجلیه ته ګواښ وکړ چې لاندې شرطونه ومني:
(۱) د فراماسونرۍ عالي او عمومي ریاست دې د «القوّة الخفیّة» په واک کې وي او د یهودانو له شتمنو کسانو څخه جوړه شوې پنځه کسیزه کمېټه دې د عمومي قوانینو د تصویب واک ولري.
(۲) د «القوّة الخفیّة» د ټولنې ټول رمزونه او قواعد دې له هر ډول بدلون پرته وساتل شي، نوي شیان دې نه ور زیاتېږي او ان عبري کلمې دې هم په هماغه بڼه پاتې شي.
دیزاجلیه پرته له دې چې بل انتخاب ولري، اړ شو چې یاد شرطونه په بشپړ ډول ومني چې په پایله کې یې د نوې لویې فراماسونرۍ پټ عالي ریاست «القوّة الخفیّة» ته وسپارل شو.[۲]
د دوو روایتونو پايله
له یادو دوو روایتونو دا پایله تر لاسه کېږي چې دیزاجلیه، هغه څوک چې د ماسونرۍ پلویان یې «د نوې ماسونرۍ پلار»[۳] بولي، په حقیقت کې یو دوه مخی او فریبکار انسان و. په ظاهره یې هڅه کوله چې «عملي ماسونري» په «رمزي ماسونرۍ» بدله کړي، خو په باطن کې یې کوښښ کاوه چې د یهودانو (القوّة الخفیّة) د نوې فراماسونرۍ تر چوکاټ لاندې بیا را ژوندۍ کړي او همدارنګه پرته له دې چې ان عادي ماسوني غړي هم پرې خبر شي د ټولې ادارې پټه حاکمه یې وګرځوي.[۴]
که په دقت سره دې کیسې ته وکتل شي نو څرګندېږي چې دیزاجلیه غوښتل ځان د دواړو ټولنو «پټ مشر» کړي او دواړه د خپلو شخصي موخو لپاره وکاروي، خو لکه څنګه چې دويم روایت ښيي دا طرحه یې په بشپړ ډول بریالۍ نه شوه.
که وغواړو پېښې د دواړو روایتونو د نتيجې پر بنسټ منظمې کړو، نو لاندې پایلې تر لاسه کولای شو:
(۱) په (۱۷۰۳م) کال د عملي ماسونرۍ ځینو غړو پرېکړه وکړه چې عملي ماسونري په رمزي ماسونرۍ بدله کړي، خو دا پرېکړه عملي نه شوه.
(۲) په (۱۷۱۶م) کال د «القوّة الخفیّة» او دیزاجلیه ترمنځ هوکړه وشوه چې دا یهودي ټولنه د فراماسونرۍ تر پوښښ لاندې بیا را ژوندۍ شي.
(۳) له دې هوکړې وروسته دیزاجلیه په دوو موازي لارو کې فعالیت پیل کړ:
(الف) له عادي ماسونیانو سره د ماسونرۍ د رمزي کولو لپاره.
(ب) له ځانګړو ماسونیانو سره چې هغوی د دې بدلون له پټ هدف څخه خبر کړي.
(۴) د (۱۷۱۷م) کال په فبرورۍ کې دیزاجلیه د لندن د «ايبل ټري ټافرن» په محفل کې له عادي ماسونیانو سره وکتل او لومړنی موقتي «اعظم محفل» جوړ شو.
(۵) د (۱۷۱۷م) کال په مارچ کې د ماسونرۍ له ځانګړو کسانو سره د هغه پټه غونډه چې جېمز اندرسن هم پکې شامل و ترسره شوه او هغوی ته یې رښتینی هدف څرګند کړ. هغوی هم د یوې پټې واکمنۍ د ژمنې په بدل کې ورسره همکاري وکړه.
د (۱۷۱۷م) کال د جون په (۲۴مه) د فراماسونرۍ عمومي غونډه ترسره شوه.
په پټه کچه ماسوني ځانګړو کسانو او د (القوّة الخفیّة) غړو دا بدلون تصویب کړ او د دیزاجلیه د سیال له لرې کېدو وروسته پټه عالي مشري ده ته وسپارل شوه.
په ښکاره ډول عادي ماسونیان یوازې له دې خبرې خبر شول چې د ماسونرۍ جوړښت له عملي بڼې څخه رمزي بڼې ته واوښت او ظاهري مشري «انتوني سائر» ته وسپارل شوه، هغه څوک چې د سرچینو له مخې یې هویت او سابقه روښانه نه ده.
(۶) له (۱۷۱۸م) کال وروسته «القوّة الخفیّة» له دیزاجلیه مشري واخیسته او خپله یې ځان د فراماسونرۍ پټ یهودي حاکم وټاکه.
(۷) اندرسن د (۱۷۲۰ او ۱۷۲۳م) کلونو ترمنځ د ماسونرۍ قانون نامه ترتیب کړه. د پورته مطالبو له مخې دا قانون نامه له دې برخو څخه جوړه شوې وه:
(الف) ښکاره قوانین چې په عامو محفلونو کې تصویب شوي وو.
(ب) پټ قوانین چې دیزاجلیه او «القوّة الخفیّة» د هغه د وژلو له ګواښ وروسته تصویب کړي وو؛ داسې قوانین چې یوازې رازناکو مشرانو ته یې د لیدو اجازه ورکول کېده.
ویل شوي دي چې: «که څه هم د دغو قوانینو تدوین اندرسن ته منسوبېږي، خو د هغه اصلي طراح او څارونکی دیزاجلیه و. اندرسن قوانین ولیکل، خو دا دیزاجلیه و چې بنسټیز اصول، اساسات او اساسي نظریات یې رامنځته کول.»[۵]
پایله
د دغو ټولو پېښو له ټولیزې څېړنې څخه یوې ډېرې مهمې او خطرناکې پایلې ته رسېږو او هغه دا چې فراماسونري په خپله نوې رمزي دوره کې د یهودي (القوّة الخفیّة) ټولنې د لاس وسیله شوه او په بشپړ ډول پرې واکمنه شوه. ماسونري له بنایۍ او ودانیز صنعت له صنفي چوکاټه جلا شوه او د فتنو را پارولو، د پټو خوځښتونو ملاتړ او په ټولنو او ملتونو کې یې د فساد خپرولو ته مخه کړه. دا ټول کارونه د یوې واحدې موخې لپاره ترسره کېدل، چې هغه د دولتونو او دینونو له منځه وړل او د نړیوالې یهودي پاچاهۍ ټینګول دي.
دا حقیقت د فراماسونرۍ له عادي غړو پټ پاتې شوی دی او هغوی لا هم په سرګردانۍ کې دي او د خپلې ټولنې له اصل او حقیقي ماهیت څخه ناخبره دي.[۶]
دوام لري…
مخکینۍ برخه
سرچینې:
[۱] تبدید الظلام أو أصل الماسونیة، ص: ۴۷-۴۸.
[2]. رفعت آتلخان، جنرال جواد، أسرار الماسونیة، ص: ۵۳، بیتا، بیجا. همچنین: الماسونیة ذاک العالم المجهول، ص: ۲۸-۲۹، ۳۷۷، ۳۷۸، همچنین: الماسونیة فی العراء، ص: ۱۶، ۲۷ و ۱۶۳ همچنین: تاریخ الجمعیات السریة و الحرکات الهدامة، ص: ۱۰۳-۱۰۴.
[3]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، ص: ۲۷۷.
[4]. تبدید الظلام أو أصل الماسونیة، ص: ۲۱۷.
[5]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، ص: ۲۷۹.
[6]. هماغه سرچینه.


