لیکوال: م. فراهي توجګي
د نيهيليزم د ودې بهير او له دينباورۍ سره یې ټکر (درېیمه برخه)
د نیهیلیزم د پیدايښت مرحلې او تاریخ
دا چې نیهیلیزم د شیانو پر بېبنسټۍ او بېثباتۍ باور لري، ډېری وخت دا باور له سختې بدګمانۍ او د وجود د ردولو له یوې لومړنۍ غوښتنې سره مل وي. بدګماني د بېګټې او بېارزښته کېدو بله څرګندونه ده. شوپنهاور وایي: موږ بېمانا موجودات یو. که لوړه کچه واخلو، نو ان داسې څه یو چې خپله ځان له منځه وړو.
په نیهیلیزم کې لومړی له موجود نظم او نظام څخه ناامیدي او بېزاري رامنځته کېږي، وروسته په ذهن کې له موجودو ارزښتونو څخه بېوسي خپرېږي، او په پای کې د هغه څه پر وړاندې کرکه او کینه پیدا کېږي چې شتون لري. په نیهیلیزم کې د ټولنیزو موخو نشتوالی، د معیارونو نه شتون، او د شاخص نه درلودل او نه منل، د موجوده مسایلو د اندازه کولو لپاره معیار ګرځي.
د نیهیلیزم منشا باید په لومړنیو ټولنو کې ولټول شي؛ هلته چې د نړۍ پرېښودل، ځانهېرونه، د کایناتو په هدفمندۍ کې بېپروايي، بېباوري، او د انسان د ذهني او فکري وړتیا په اړه د بېوسۍ څرګندونه موجوده وه. په هر څه کې افراطي شک، د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او روزنیز ژوند پر وړاندې نفرت، او د هغوی بېګټي د نیهیلیزم له بنسټیزو سرچینو څخه ګڼل کېږي.
په غیر فعال حالت کې، انسان له هر ډول هڅې څخه چې ژوند ته نظم ورکوي، ډډه کوي او ځان په تشو او بېمعناوو سرګرمیو بوختوي؛ خو په فعال حالت کې ټول ارزښتونه باطل ګڼي، او دا د نیستۍ مرحله ده. انسان هغه وخت چې له هر ډول حرکت یا تحریک څخه خالي وي، بېموخې او بېمقصده وي؛ نه په خدا باور لري او نه په کفر، نه اصلاحکوونکی وي او نه انقلابي، بلکې یوازې د یوې خالصې ژمنې په لټه کې وي.
په داسې حالت کې څو لوري په پام کې نیول کېدای شي:
۱ ـ لومړی د نوي فکري ښوونځیو سرغړونې او بغاوت چې ډېری وخت د هر ډول لید او حرکت پر ضد څرګندېږي، لکه د روانپوهنې ضد، د هنر ضد او د انسانمحورۍ ضد؛
۲ ـ د تېښتې بېلابېلې لارې غوره کول؛
۳ ـ د هغو متقیانو شتون چې د انسان د ازادۍ په اړه فکر کوي.
له همدې امله، له هر ډول غلطو او کله ناکله ویجاړونکو سرګرمیو څخه کار اخیستل، د یو ځانګړي رژیم یا ګوند لاندې راتلل (لکه مارکسیزم، سوسیالیزم)، جنسي ازادي، او اقتصادي پرديوالی د دې ژمنتیا د نشتوالي اغېزې دي.
د ماشین له پیدا کېدو او د لوېدیځ د ژوند له عوارضو د راښکاره کېدو وروسته، له اتلسمې پېړۍ راهیسې د «انسان بېرته خپل ځان ته ستنېدل» موضوع مطرح شوه؛ ځکه د فکري او اقتصادي استثمار احساس او د انسان د شی او وسیلې په بڼه راښکاره کېدل، د انسانیت د لوټ خطر له ځان سره لره. د انسان د ځانپریدیتوب او د بېلابېلو ځواکونو له خوا د هغه د اسارت په اړه بحث راپورته شو. له همدې امله، د سیاسي او اقتصادي ښوونځیو ترڅنګ داسې ښوونځي را څرګند شول چې انساني موخو ته د رسېدو پر لور پام وکړي. له دغو ښوونځیو څخه یو اومانیزم دی او د هغه له څانګو څخه نیهیلیزم دی.
ویل کېږي چې د نیهیلیزم اصطلاح په لوېدیځ کې یو آلمانی متفکر «فریدریش یاکوبی» د لومړي ځل لپاره په ۱۷۹۹ ز کال کې کارولې ده. یاکوبی ظاهراً د لومړي ځل لپاره د نیهیلیزم اصطلاح په یوه لیک کې وکاروله چې یوهان ګوتلیب فیشته ته یې استولی و؛ خو دا کلمه بیا فریدریش نیچه مشهوره او رواج کړه.
په معاصر لوېدیځ فکر کې بېلابېلې څېرې د نیهیلیزم په اړه خبرې کوي، او کله ناکله د دوی تر منځ په دې اړه توپیرونه هم لیدل کېږي. له دغو څېرو څخه، نیچه د هغه متفکر په توګه چې د لومړي ځل لپاره یې د نیهیلیزم تعبیر عام کړ، ډېر د یادونې وړ دی.
باید ومنو چې د بشر د ژوند په تاریخ کې هېڅ وخت نیهیلیزم دومره څرګند شوی نه دی لکه په تېرو څو لسیزو کې. نیچه د نولسمې پېړۍ په پای کې اعلان وکړ چې نیهیلیزم د دروازې پر سر ولاړ دی، خو زموږ په اوسني عصر کې دا نابلل شوی میلمه د کور مالک شوی او زموږ نړۍ یې نیولې ده.
نننی نړۍ، یعنې زموږ نړۍ، د نیچه نړۍ ده. نیهیلیزم نن زموږ د هر یوه په دننه کې ځای نیولی دی، او موږ یوازې اړتیا لرو چې د ځان او خپل ژوند لپاره د بصیرت سترګې په غور سره پرانیزو ترڅو یې شاهد واوسو.
د فردریش نیچه ژوند
د ۱۸۴۴ ز کال د اکتوبر په ۱۵مه نېټه، د پروس د ساکسوني په روکن کلي کې د یوه لوتري مذهبي مشر لومړی زوی وزېږېد. دا چې د هغه د زیږون ورځ د پروس د پاچا او د نیچه د کشیش او سلطنتي ملاتړ کوونکي فریډریک ویلیم څلورم د زېږېدو له نېټې سره سمون خوري، نو د دې پاچا د درناوي په ویاړ د «فریډریک ویلیم» په نوم ونومول شو. نو فردریش نیچه، چې وروسته به د مسیحیت د یو کلک دښمن په توګه وپېژندل شي، د خپل ژوند لومړني کلونه یې په یوه مذهبي او روحاني کورنۍ کې تېر کړل. د هغه پلار او د مور نیکه یې دواړه کشیشان وو او خپله نیچه په ځوانۍ کې هیله لرله چې یوه ورځ به د کشیشانو په ډله کې شامل شي.
په څوارلس کلنۍ (۱۸۵۸) کې هغه وتوانېد چې په شرلپفورتا کې ځانګړی بورس ترلاسه کړي. شل کلن و چې د بن پوهنتون ته لاړ، هلته د فرانکونیا د ورورولۍ د ټولنې غړی شو. له هغه ځایه یې بیا استعفا ورکړه او له بن څخه لایپزیګ ته ولاړ. وروسته یې د تاریخي ژبپوهنې ټولنه جوړه کړه او د دوکتورا د ترلاسه کولو مخکې ورته په باسل کې د پروفیسورۍ وړاندیز وشو.
د نیچه ټوله لېوالتیا د بشري کلتورونو د روغتیا، عظمت او ناروغۍ پر وضعیت راټوله وه. هغه د یهودیت او مسیحیت پر وړاندې ژور انتقادي دریځ درلود؛ ځکه دی په دې باور و چې دوی د بشري غریزې په ردولو سره، د غلامانه او پوچ باور له لارې د دې نړۍ د غیر واقعي ګڼلو او د اخروي نېکمرغۍ د ژمنې په وسیله د لوېدیځ بشریت روغتیا له منځه وړي.
نیچه د هغو لومړنیو کسانو له ډلې څخه و چې د مسیحیت د زوال وړاندوینه یې وکړه، په داسې اروپا کې چې ورځ تر بلې غیرمذهبي کېده. هغه خپله مشهوره جمله «خدا مړ دی» وویله. نیچه دا پوښتنه کوله چې: کوم ارزښتونه به د لوېدیځ کلتور د لارښود په توګه د مسیحي ارزښتونو ځای ونیسي؟ د لوړ انسان په اړه د هغه فکر، یعنې له مسیحیت وروسته د دې دورې اصیل فرد ـ لکه څنګه چې د یهودیت او اخلاقو پر وړاندې یې انتقادونه وو، وروسته د ځینو ملي سوسیالیستانو له خوا د خپلو سیاستونو د توجیه لپاره وکارول شوه. د نیچه بنسټیز نقد د مابعدالطبیعې، د ځان له یووالي، ان د حقیقت، د هر واقعیت او هر ارزښت له درک څخه، د واک د ارادې د څرګندونې په توګه یې هغه د پسټمدرنیزم نړۍ ته ورسوه.[1]
په نیهیلیزم کې، لومړی له موجود نظم او نظام څخه ناامیدي او بېزاري رامنځته کېږي، وروسته په ذهن کې له موجودو ارزښتونو څخه بېوسي خپرېږي او په پای کې د هغه څه پر وړاندې کرکه او کینه پیدا کېږي چې شتون لري.
په نيهیلیزم کې د تولنیزو موخو نشتوالی، د معیارون نشتوالی او د شاخصونو نه لرل او نه منل د چارو د سنجولو لپاره مطرح کېږي. د نیهیلیزم منشا باید په لومړنیو ټولنو کې ولټول شي، چې هلته د نړۍ پرېښودل، ځانهېرونه، د کایناتو په هدفمندۍ کې بېپروايي، بېباوري او د انسان د ذهني او فکري وړتیا په اړه د بېوسۍ څرګندونه رامنځته کېږي. په هر څه کې افراطي شک، د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او روزنیز ژوند پر وړاندې نفرت او د هغوی بېګټي، د نیهیلیزم له بنسټیزو او لومړنیو سرچینو څخه ګڼل کېږي.[2]
د nihil لغت دکارونې د تاریخ په اړه باید وویل شي، چې دا کلمه د کلیسا د مشرانو له خوا هغه مهال کارول کېده، چې دوی د کلاسیک شکپالنې او د کلبیانو د ښوونځي پر وړاندې انتقادونه او بریدونه کول؛ خو دا کلمه د لومړي ځل لپاره په نوې فلسفه کې د یوه فلسفي لغت په توګه د فریدریش هرمان یاکوبي (۱۷۴۳–۱۸۱۹) په لیک کې، چې په ۱۷۹۹ کال کې یې فیشته ته ولیکه، ثبت شوه. یاکوبي چې د کانت منتقد او د پساکانتي ایډیالیزم استازی و، څرګنده کړه چې له نيهیلیزم څخه اندېښمن او زړهتوری شوی دی.
نيهيليزم بېلابېل ډولونه لري. د بېلګې په توګه، د «پېژندنې نيهيليزم» يادونه کېدای شي، چې د هر ډول پوهې د انکار او رد په مانا ده او پوهه هېڅ نه ګڼل کېږي. همدارنګه د «مابعدالطبیعي نيهيليزم» یادولی شو چې په یوه اعتبار د حقیقي نړۍ او ذهن څخه بهر نړۍ د نفی، انکار او باطلولو مانا لري. دا دواړه بڼې د نیهیلیزم په حقیقت کې د تاريخي کلتوري نيهيليزم د پراختیا د ځانګړو کچو ډولونه دي.[3]
د لوېدیځ د تمدن په تاریخ کې د نیهیلیزم درې دورې او بڼې له یو بل څخه بېلېدای شي، چې عبارت دي له:
۱. یوناني رومي کاسموسانټریک نهیلیزم؛
۲. د منځنیو پېړیو پټ او شبهشرعي نهیلیزم؛
۳. دوه ګونی او مډرنه اومانیستي نهیلیزم.[4]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[1]. لارنس، کهون. از مدرنیسم تا پستمدرنیسم. ترجمۀ عبدالکریم رشیدیان. انتشارات نی، چاپ دوم: ۱۳۸۱، ص: ۱۰۳.
[2]. آراسته، خومحمد. نقد و نگرش بر فرهنگ اصطلاحات علمی و اجتماعی. انتشارات چابخش، چاپ اول: ۱۳۸۱، ص: ۱۰۳.
[3]. زرشناس، شهریار. نیهیلیزم. انتشارات اندیشۀ جوان، چاپ سوم: ۱۳۸۶، ص: ۱۳.
[4]. همان، ص: ۱۷.
