Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (اتمه برخه)
متفرقه شنبه _18 _اکتوبر _2025AH 18-10-2025AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (اتمه برخه)
د انسان د ګمراه کولو لپاره د شیطان وسیلې
۱. د شیطان له فریبونو څخه یو دا دی چې انسان ته دیني بدعتونو ښکلي بڼه جوړوي، تر څو هغه پرې عمل وکړي، تبلیغ یې وکړي او پرې ثابت پاتې شي. دا کار د انسان د ګمراهۍ سبب ګرځي او د هغه لپاره یو ستر خطر دی؛ ځکه چې بدعت کوونکی د توبې دروازه پر خپل مخ بندوي. د توبې له شرطونو څخه دا دی چې توبه کوونکی کس په دې باید پوه شي چې په خپل عمل کې د الله تعالی نافرماني او د شریعت مخالفت کوي، تر څو له هغه عمله لاس واخلي؛ خو بدعت کوونکی ګمان کوي چې پرحقه دی او الله تعالی ته د خپل بدعت له لارې عبادت کوي، پرته له دې چې هغه د شریعت خلاف وبولي؛ نو څنګه به توبه وکړي؟ له همدې امله ځینو علماوو ویلي دي: «بدعت له ګناه بدتر دی». مطلب دا دی چې ګناهکار د توبې هیله لري؛ ځکه پوهېږي چې د الله تعالی نافرماني کوي او تمه لري چې له ګناه لاس واخلي او اللهتعالی ته رجوع وکړي؛ خو بدعت کوونکی خپل عمل د الله تعالی نافرماني نه ګڼي، نو ځکه توبه نه کوي.[1]
دغه ‌راز بدعت‌کوونکي د دې ایت د مانا د یوې برخې تابع دي: ‏” قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالاً * الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً“.[2] ‏ژباړه:« (ای پيغمبره! کافرانو ته ووایه:) آیا زه تاسو ته د هغو خلکو په اړه خبر درکړم چې تر ټولو ډېر زیانمن دي؟ هغوی هغه کسان دي چې د دنیا په ژوند کې یې هڅې او کوښښونه د غلطې عقیدې له امله ضایع شوي دي او دوی ګمان کوي چې غوره نېک کارونه کوي، داسې عبادتونه چې له شرک سره مل وي او فکر کوي چې دا به د دوی د نجات سبب شي.»
ابن کثیر د دې ایت په تفسیر کې وايي: « دا ایت عام دی او ټول هغه خلک رانغاړي، چې د الله تعالی عبادت په داسې لارو سره کوي، چې د الله تعالی لپاره د منلو وړ نه دي؛ خو دوی داسې فکر کوي چې په حقه دي، حال دا چې په غلطه روان دي او عمل یې باطل دی.[3]
۲. شیطان مؤمن انسان له بې‌وزلۍ څخه وېروي، تر څو خپل مال د خدای جل جلاله په لاره کې خرچ نه کړي. خدای جل جلاله په دې اړه وايي: “الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء وَاللّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ“.[4] ‏ژباړه: «شیطان تاسو ته (د صدقې ورکولو پر مهال) د فقر ویره درکوي او تاسو ته د ګناه کولو امر کوي؛ خو الله تعالی تاسو ته د خپلې  بخښنې او نعمتونو د زیاتوالي وعده درکوي او الله تعالی لوی فضل لري او پر هر څه پوهېږي.»
شیطان مؤمن وسوسه کوي چې د الله په لاره کې خیر ورکول یې، مال له منځه وړي او ژوند ورته تنګوي؛ نو ځکه هغه ته د مال په بخل او حرص امر کوي، تر څو د راتلونکې اړتیاوو څخه ووېریږي؛ خو پر مؤمن واجب ده چې د شیطان وسوسو ته غوږ و نه نیسي او دا یاد وساتي چې الله تعالی د همدې آیت په دوام کې فرمایي: “وَاللّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ“.[5] ‏ژباړه: « خو الله تعالی تاسو ته د خپلې  بخښنې او نعمتونو د زیاتوالي وعده درکوي او الله تعالی لوی فضل لري او پر هر څه پوهېږي».
۳. د شیطان له مکاریو څخه یوه دا ده چې مؤمنان له خپلو یارانو، پیروانو او دوستانو څخه وېروي؛ داسې چې د دوی په زړونو کې د شیطان د پلویانو وېره اچوي. دا کار د دې لاملکېږي چې مؤمنان د خپلو شرعي مسؤلیتونو څخه پاتې شي، لکه د نېکۍ امر کول، د بدۍ منع کول، یا له هغوی سره مقابله کول او د ظلم مخنیوی. په پایله کې، مؤمنان د بزدلۍ او د شریعت د احکامو په تطبیق کې د سستی په دام کې لوېږي. خدای جل جلاله په دې اړه وايی: “إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ“.[6] ‏
‏ژباړه : ‏ «دا یوازې شیطان دی چې تاسو له (خپلو پیروانو ) څخه د (اوازو او  بې‌ بنسټه خبرو له لارې)  وېروي، نو که تاسو رښتیني مؤمنان یاست او پر خپل رب مو ایمان لرئ،  له  دوی مه وېرېږئ  بلکې له ما ووېرېږئ.»
یعنې شیطان هڅه کوي چې تاسو د خپلو پیروانو په وسیله ووېروي او دا وهم پیدا کړي، چې دوی نه ‌ماتېدونکی ځواک لري؛ خو کله یې چې داسې وکړل، تاسو ورڅخه مه وېرېږئ او پر ما توکل وکړئ او ما ته پناه راوړئ؛ ځکه چې زه د هغوی پر ضد ستاسو ساتونکی او مرستندوی یم، که تاسو مؤمنان یاست یوازې له ما ووېرېږئ او زما د امر د مخالفت پر وړاندې محتاط اوسئ.[7]
۴. د شیطان له وسوسو څخه یوه دا ده چې انسان ته دروغجنې هیلې ورالقاء کوي، چې دا هیلې د خلکو او حالاتو له مخې بېلابېلې او مختلفې دي. په دې اړه الله تعالی وايي: “وَلأُضِلَّنَّهُمْ وَلأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللّهِ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيّاً مِّن دُونِ اللّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَاناً مُّبِيناً“.[8] ‏
‏ژباړه: «بېشکه زه به هغوی ګمراه کړم، او په باطلو هیلو او خیالاتو پسې به یې روان کړم. بیا به هغوی ته امر وکړم، نو هغوی به د څارویو غوږونه پرې کړي او زه به هغوی ته امر وکړم، نو هغوی به د الله پیدایښت بدل کړي او هر څوک چې شیطان د الله پر ځای خپل سرپرست ونیسي، نو یقیناً هغه په ښکاره تاوان کړی دی.»
امام قرطبی رحمة الله علیه د دې آیت په تفسیر کې وايي: دا هیلې یوازې یوه بڼه نه لري؛ ځکه شیطان هر انسان ته د هغه د نفس د غوښتنو او تمایلاتو سره سم، بېلابېلې هیلې ورپېښوي.
د بېلګې په توګه: شیطان هغه څوک چې قمار ته یې راکاږلی وي، د مال او بې‌ نیازۍ امیدونه ورکوي او هغه څوک چې زنا ته یې هڅولی وي، د راتلونکې توبې امید ورکوي. په دې توګه شیطان انسان د باطلو، پوچو او دروغجنو وعدو له لارې غولوي. الله تعالی په دې اړه وايي:
“يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورا“.[9] ‏‏ژباړه: «شیطان هغوی ته وعدې ورکوي او په باطلو هیلو یې بوختوي، خو شیطان هغوی ته له فریبکارو وعدو پرته بل څه نه ورکوي.»
یعنې شیطان خپلو پیروانو ته دا وعده ورکوي چې دوی به په دنیا او آخرت کې بریالي وي او له ډېر خیر څخه به برخمن شي؛  خو دا د الله تعالی دښمن دروغ وایي او تهمتونه لګوي؛ د هغه وعدې بې‌ارزښته دي او هیلې یې فریب ورکوونکې دي. نو ځکه، دا وعدې انسان ته له غرور پرته بل هېڅ ګټه نه لري. غرور هغه څه ته ویل کېږي چې بېرونی بڼه یې فریب ورکوونکې او خوښونکې وي؛ خو باطن یې بې ‌ارزښته او ناخوښونکی وي؛ یا دا چې انسان یو شی ګټور او لذت‌ بښونکی ګڼي؛ خو کله یې چې حقیقت څرګند شي، پوهېږي چې دا شی له دردونو او لویو زیانونو ډک دی او بیا یې د پښېمانۍ درد یې دوه چنده کېږي.[10]
دوام لري…

مخكنئ برخه

سرچینې:

. عبدالکریم، زیدان، المستفاد من قصص القرآن للدعوه و الدعاه، ج1، ص51. [1]

. الکهف/104-103.[2]

. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج2، ص107. [3]

. البقره/268.[4]

. البقره/268.[5]

. آل عمران/175.[6]

. محمد بن احمد الأنصاری، القرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ج4، ص282..[7]

. النساء/119.[8]

. النساء/120.[9]

. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج1، ص556؛ محمد جمال الدین، القاسمی، محاسن التأویل، ج5، ص488.[10]

Previous Articleقران تل پاتې معجزه (نهه‌دېرشمه برخه)
Next Article  د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دیارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (لسمه برخه)

چهارشنبه _22 _اکتوبر _2025AH 22-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.