لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (نههدېرشمه برخه)
په مغز کې د خوند پېژندنې مرکز او پروسه
الله جل جلاله د انسان په ژبه کې ځانګړې حجرې ځای پر ځای کړې دي، چې د پورته شوو بڼو په شکل خپرې شوې دي او انسان ته یې دا وړتیا ورکړې چې خواړو بېلابېل خوندونه و پېژني: لکه خوندور او خواږه خوندونه وڅکي، ترخه او ترش خوندونه رد کړي، دغه راز د خوږو او مالګینو اوبو خوندونه وپېژني. دا د خوند پېژندلو حجرې چې پر ژبه باندې دي، هر یوه یې د یو ځانکړي خوند لپاره ځانکړې شوې دي؛ ځینې یې د خوږو خوندونه لپاره دي، ځينې یې د ترخه، ځينې يې د شور او ځينې یې د ترش ځونو خوندونو پېژندلو لپاره دي.
د خوند پېژندلو حجرې جوړښت او دنده
د خوند پېژندنې حجرې د ژبې پر سر د پورته شوو چوکاټ په بڼه دي چې د خوند د غوټۍ په نوم يادېږي.هره غوټۍ څو حجرې لري، چې هره یوه يې د څلورو اساسي خوندونو: خوږ، تریخ، ترش او شور لپاره ځانګړې شوې دي. دا حجرې په خوړو کې له شته مالیکولونو سره مستقیمه اړیکه لري، چې د خوند له پېژندلو وروسته عصبي پیغامونه مغزو ته لېږدوي.
دا پيغامونه د ځانګړو عصابو له لاري لکه؛ د ژبې، ستوني ، مخ او عصاب له لارې د مغز د ذوق مرکز ته لېږدول کېږي. د مغز ذوقي مرکز دا معلومات تحلیلوي او د خوړو خوند پېژني.
د خوند د حجرو د بېلابېلو حساسیتونو ارزښت
لکه څنګه چې ویل کېږي، د تریخ خوند د حجرې حساسیت ډېر زیات دی لامل یې دا دی، چې د زهرجنو موادو پر وړاندې له بدن څخه ساتنه کوي، چې عموماً دا زهرجن مواد تریخ خوند لري. د ساتنې دا جوړښت اوپيدايښت له بې ساري حکمت څخه دی، چې انسان دې ته هڅوي چې له احتمالي زیانونو څخه ځان وساتي.
د خوند پېزندلو په پروسه کې د لاړې رول
د خولې لاړې نه یوازې دا چې د ژبې د ساتلو او د خوړو په هضم کې مرسته کوي؛ بلکې د خوند ورکولو مالیکولونو په حل کولو کې هم مهم رول لري. دا د دې لامل کيږي، چې د خوند مالیکولونه له خوند پېژندونوکې حجرو سره ښه اړیکه پیدا کړي او د خوند پېژندلو پروسه اسانه شي.
د بوی او خوند تر منځ اړیکه
د بوی او خوند حس یو له بل سره تړلي دي او د دوی تعامل د دې لامل کېږي. چې انسان وکولای شي پېچلي او بېلابېل خوندونه درک کړي. د خوړو خوشبویه بخارونه د خوراک په وخت کې د پوزې خوا ته حرکت کوي او د بویي حجرو له لوري ثبتېږي. دا حسونه له خوند پېژندونکو معلوماتو سره یوځای کېږي او د خوړو د اصلی خوند تجربه را منځ ته کوي. همدا لامل دی کله چې یو کس د پوزې بندښت ولري د خوړو خوندونه ورته کم یا بدل ښکاري.
په مغز کې د خوندونو حافظه او پېژندنه
د مغز ذوقي مرکز د بېلابېلو خوندونو په اړه د معلوماتو د ذخیره کولو او بېرته ترلاسه کولو وړتیا لري. د ذوق دا حافظه انسان ته دا وړتیا ورکوي، چې نوي خوندونه له پېژندل شویو خوندونو سره پرتله کړي. د بېلګې په توګه کله چې د یوې مېوې خوند تجربه کوو، مغز هغه له تېرو پېژندل شویو خوندونو سره پرتله کوي او کله چې سره سمون ولري د هغې مېوې نوم ورته ټاکي.
د مغز دا پېچلې وړتیا د انسان د عصبي سیسټم پېچلتیا او لوړ دقت ښیي.
خدای جل جلاله وايي: “وَفِيٓ أَنفُسِكُمۚ أَفَلَا تُبصِرُونَ” [ ذاریات: ۲۱] ژباړه: «او ستاسې په خپل وجود (یعنې د انسانانو په نفسونو) کې هم روښانه نښې او پیاوړې دلایل شته، د الله جل جلاله د پېژندنې او د هغه د قدرت د درک لپاره؛ آیا نه وینئ؟»
دا ایت د انسان په وجود کې دننه هغو معجزو ته پام اړوي، چې د هغوی پېژندنه او ګټه اخیستنه د الله تعالی د نعمتونو د قدر زیاتوالي او د خلقت (جوړښت) په اړه د فکر کولو سبب ګرځي. [1]
دوام لري...
مخکنئ برخه / راتلونکې برخه
([1]) موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 139 -140.


