لیکوال: ابوعائشه
شېن ‌تو دین (دولسمه برخه)
مېلې (جشنونه)
مېلې یا جشنونه د شېنتو دین تر ټولو مهم دیني اړخ ګڼل کېږي، چې زیاتره یې په معبدونو او یا هم عامه ځایونو کې ترسره کېږي. د معبدونو جشنونه معمولاً یوه ټاکلې دودیزه بڼه لري لوی مذهبي مراسم لري. معمولاً لاندې پړاوونه لري:
طهور یا پاکوالی، د لوی راهب تر شا پلی تګ، د عبادت‌ ځای دروازه پرانیستل، د خوړو ډالۍ وړاندې کول (له غوښې پرته)، دعا او عبادت، مقدسه موسیقي او ګډا، د ګډونوالو له لوري د ساکاکي (Sakaki) له مقدسې ونې څخه د وړو څانګو وړاندې کول، او کله ناکله د ګډونوالو له‌ لوري د همدې خوراکي ډالیو خوړل.
د وخت له مخې د معبد مراسم دوه ډوله دي:
  • کلني مراسم، لکه د پسرلي مراسم چې د ښه حاصل لپاره پکې دعا کېږي
  • ګاهني مراسم، لکه د معبد د انتقال یا د ځای‌ د بدلون مراسم.
هغه جشنونه چې له معبد څخه بهر ترسره کېږي ټاکلې بڼه نه لري، بلکې د مراسمو له موخې سره تړاو لري. د دغو مراسمو له ډلې ځینې یې دا دي: د سومو (Sumo) کشتي، د آس ځغلول، د غشي ویشتل، او د شېنتو ګډا.
د شېنتو د هغو جشنونو له ډلې چې له معبد څخه بهر ترسره کېږي یو یې د شېنکو (Shinko) جشن دی. په دې مراسمو کې چې په ډېر شور او شوق سره ترسره کیږي، ځوانان یو کوچنۍ او د انتقال وړ معبد پر اوږو وړي. ډیری شېنتويي جشنونه له مېلمستیاوو، خوړو، څښاک، موسیقۍ، سندرو، ګډا، دعا او شکرانې سره مل وي.[۱]
د څېړنو له مخې د دې دین په بېلا بېلو دورو کې بېلا بېل جشنونه دود شوي دي. د مشهورو مراسمو له ډلې یو یې د نیهي ‌نامه (د نوې حاصل لومړنۍ مېله) نومېږي چې د وريجو د لومړني حاصل د خوند د څکلو په مناسبت د کال د یوولسمې میاشتې په ترڅ کې ترسره.[۲]
ودونه
شېنتو دین کې د ودونو مراسم یو مقدس (سپیڅلی) عمل ګڼل کېږي او د ودونو مراسمو ته د کامي (Kami) په حضور کې واده ویل کېږي. دا دود د یوه راهب په شتون کې ترسره کېږي، که څه هم کله ناکله په معبدونو کې هم ترسره کېږي، خو زیاتره په کورونو یا عامه تالارونو کې ترسره کېږي. جاپان ته د مسیحیت تر راتګ وړاندې د څو ښځو درلودل غیرمعمولي کار نه ګڼل کېده، خو وروسته یو واده (تک‌ همسري) د یوه ټولنیز ارزښت په توګه ومنل شو.[۳]
که څه هم دا دود اوس ډېر کم لیدل کېږي، خو د واده دودیز مراسم لا هم د شېنتو په زیارت‌ ځایونو کې د روحاني مراسمو په توګه ترسره کېږي. یاد مراسم عموماً د ناوې، زوم او د دواړو د کورنیو د نږدې غړو په شتون کې ترسره کېږي، چې نذر، د ګوتمۍ تبادله، دعا، خوراک او څښاک، نذر او د کامي (Kami) لپاره قرباني ورکول پکې شامل دي.[۴]
زیارت
د زیارت یا (Ankei) دود او له معبدونو لیدنه د شېنتو دین له مهمو مذهبي اعمالو څخه دي او دا هرڅه کامي سره د تړون د بیا تجدید څرګندونه ده. یاد دود ځینې وخت هر کال او کله هم هره ورځ ترسره کېږي. ځینې زیارتونه په ډلییزه بڼه ترسره کېږي چې زرګونه کسان په ګډه د کوم ځانګړي معبد یا د یو ځانګړي کامي د زیارت لپاره روانېږي.
د زیارت د شمېر په اړه دقیق څه نه شته خو د ځینو معبدونو (لکه د ایسه (Ise) معبد چې مخکې په تفصیل سره یادونه ترې وشوه) زیارت کول په ټول ژوند کې لږ تر لږه یو ځل د هر شېنتویي لپاره یو لازمي عمل بلل کېږي.[۵]
مرګ
شېنتو دین کې مرګ یو شریر او ناپاک عمل بلل کېږي. د مړَو د ښخولو مسؤولیت د هغوی د خپلوانو په غاړه وي. د مرګ مراسم معمولاً خاورو ته د سپارلو (دفن) په بڼه ترسره کېږي او اوږد تاریخي شالید لري. د ډبرينو قبرونو پاتې شوني شاوخوا ۳۰۰ میلادي کال ته رسېږي.
که څه هم هدیرې د معبدونو تر څنګ موقعیت لري، خو راهبان د دفن کولو په مراسمو کې هېڅ ونډه نه لري. البته دا دمړَو د سپکاوي په مانا نه ده؛ بلکې کله کله د یوه ملي اتل یا د یو مشهور شخصیت د درناوي لپاره یو معبد د هغه په نوم جوړوي. سربېره پر دې د مړَو زیارت کول، د نوي حاصل ډالۍ ورکول او د ځانګړو دعاګانو لوستل د مړَو د ارواح د سکون سبب ګڼل کېږي.[۶]
د شېنتو د عقیدې له مخې ټول انسانان له مرګ وروسته په کامي (Kami) بدلیږي، ځکه په دې دین کې پر اخرت یا له مرګ وروسته پر ژوند عقیده نه شته. د دوی باور دا دی چې د انسان روح له وفات وروسته د بدن له مادي قید څخه آزاديږي او د طبیعت له روحونو او ځواکمنو قواوو سره یوځای کېږي.[۷]
یادونه
په هغه دین کې چې نه پر خدای عقیده موجوده وي او نه د آخیرت پر ورځ ایمان، او د انسان د اعمالو نتیجه یوازې له دنیاوي ژوند سره تړلې وي، مرګ یوازې له منځه ‌تګ او فنا کېدل وي، نه بلې نړۍ ته تګ، نه د ثواب تمه لري او نه له عذاب وېره؛ نو خود به د شېنتو پیروان مرګ ناپاک، شریر او ناسم ګڼي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[1] . ابراهیم، علیرضا، آیین شین‌تو؛ نگاهی از فراز، بی‌تا، ص 95.

[۲] . سایت دائرة المعارف طهور، عنوان مقاله: نیایش و مراسم مذهبی در دین شینتویی.

[۳]. ابراهیم، علیرضا، آیین شین‌تو؛ نگاهی از فراز، بی‌تا، ص 95.

[۴]. سایت حقوق نیوز، عنوان مقاله: ریشه‌ها و اعتقادات مذهب شین‌تو؛ مذهبی که خدایی ندارد.

[۵]. سایت د. مهدی رهبری، عنوان مقاله: دین شین‌تو، دین رسمی ژاپن، تاریخ نشر مقاله: 1392 هجری شمسی.

[۶]. ابراهیم، علیرضا، آیین شین‌تو؛ نگاهی از فراز، بی‌تا، ص 95.

[۷]. بشیر، خالد، عنوان‌ المقال: ماذا تعرف عن دیانة الشینتو الیابانیة؟ نشر المقال في حفریات، تاریخ نشر المقال: 2025 م.

Leave A Reply

Exit mobile version