Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (شپږمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _15 _اکتوبر _2025AH 15-10-2025AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (شپږمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (شپږمه برخه)
دریم درس: د ارادې روزنه او له نفسي غوښتنو څخه د خلاصون لار
الله جل جلاله له ادم علیه‌السلام سره په خپله ژمنه کې هغه ته د جنت د ټولو مېوو د خوړلو اجازه ورکړه، پرته له هغې یوې منع شوې ونې څخه، چې د ارادې د پیاوړتیا، د شحصیت د تثبیت او له نفسي غوښتنو څخه د خلاصون لپاره د مؤمنیت مهمه نښه وه.
دا محدودیت د انسان روح ته دا آزادي ورکوي چې د مادي اړتیاوو له بند څخه خلاص شي، تر دې چې د غوښتنو لخوا نیول شوی نه وي یا د هغوی تر تسلط لاندې نه وي، چې دا اصل د انسان د پرمختګ لپاره غوره لار ده، هر څومره چې د روح وړتیا لوړه وي چې غوښتنې اداره کړي، پرې تسلط ولري او په خپلو غوښتنو  باندې غوره‌ والی ولري د انسان د تکامل په لاره کې یې مقام لوړ وي.
بل‌خوا که هر څومره انسان د خپلو غوښتنو پر وړاندې کمزوری شي او ځان ورته وسپاري، د حیواني کړنو  او د وجود د لومړنیو  کچو خوا ته راښکته کېږي. له همدې امله الهي اراده چې د انسان روزنکي ده، د انسان د ارادې په ازموینه، د داخلي مقاومت د ځواک په راویښولو، د انسان د ارادې او له خدای تعالی سره د هغه د تړون ترمنځ د دوامدارې مبارزې په خبرولو سره، په ځمکه کې یې د ځای ناستي په توګه چمتو کړ.
لومړنۍ ازموینې خپله پایله دا ډول څرګنده کړه: «وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَى آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا».[1] ژباړه: « د کار په پیل کې موږ له ادم علیه‌السلام څخه وغوښتل چې له هغې منع شوې ونې څخه مېوه و نه خوري؛ خو هغه له امر څخه سرغړونه وکړه او له هغې مېوې څخه یې وخوړل او له هغه څخه موږ کلکه اراده او ښه پرېکړه و نه لیده.»
دا پېښه د نفس او شیطان له ‌خوا د رامنځته شوو وسوسو پر وړاندې د انسان ذاتي کمزوري څرګندوي.[2]
څلورم درس: د وسوسو پر وړاندې د انساني نفس کمزورتیا
الله جل‌جلاله ادم علیه‌السلام او د هغه مېرمنې بي بي حوا ته اجازه ورکړه، چې د جنت له ټولو مېوو څخه یې په ازاده توګه وخوري، دوی یې له یوې ځانګړې ونې څخه منع کړل، چې په دې اړه په قران کریم کې راغلي: “وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ“.[3] ژباړه: « او ورته و مو ویل: اې ادمه! ته او مېرمن مو په جنت کې پاتې شئ او د هغه له نعمتونو څخه یې هر څه او هر چېرې چې غواړئ په خوشحالۍ او ارامتیا سره یې وخورئ؛ خو دې ونې ته چې ور نېږدې نه‌شئ، چې له ظالمانو څخه به شئ»
له دې ځانکړې ونې د مېوو د خوړلو منع کولو ظاهري دلیل کېدای شي د مهمو حقیقتونو د څرګندولو لپاره یوه ازموینه وي، لکه لاندې:
  1. د وسوسو او منع‌کېدو پر وړاندې د انساني نفس د ذاتي کمزورتیا نښه
  2. د انسان په فطرت کې د حرص او ډېرې تمې د ماهیت څرګندول
په ښکاره که څه هم انسانانو ته د بېلابېلو خوندونو او رنګونو ټول نعمتونه هم په لاس کې ورکړې خو بیا هم د انسانانو نفسي غوښتنې تل دوی د حرامو خوا ته کشوي.
لومړنیو انسانانو ته دا الهي ازموینه دوه موخې څرګندوي:
الف: ځمکې ته د ادم علیه‎‌السلام او د هغه د مېرمنې د لېږلو لپاره د زمینې برابرول، د ځمکې د ابادولو لپاره لکه څنګه چې په دې اړه الله جل جلاله ویلي وو:
ب. د انسان د نفس د کمزورتیاوو او ناروغیوو پېژندل لکه ( د حرص او دغوښتنو کنټرولولو توان نه درلودل) چې درملنه یې وشي. لکه څنګه چې په دې اړه پوهان ټینګار کوي: چې « د ستونزو پېژندل نیما‌ یي حل لاره ده.» تر هغې چې کومه ناروغي و نه پېژندل شي، درملنه یې نا شونې ده؛ خو کله چې ښکاره شوه کولای شو حل لارې ورته پیدا کړو.
1. د غریزو پر وړاندې د انسان د روان کمزورتیا؛
دا برخلیک ټاکونکې ازموینه چې پر ادم علیه‌السلام تر سره شوه، د انسان په لرغوني تاریخ کې د یوې مهمې پېښې په توګه ثبت شویده، دې پېښې د بشر پټ غریزونه را څرګند کړل؛ هغه غریزې چې وروسته د بېلابېلو علومو پوهانو له ‌خوا د مطالعې موضوع و ګرځېده لکه: ټولنپوهنه او ارواپوهنه. څېړونکو د انسان د دې غريزو او احساساتو څېړنه وکړه او هغه یې د فردي او ټولنيز روان پر بنسټ، د چلندونو د تقویت او کمزورتیا له مخې طبقه‌ بندي کړل او د دې قوي ځواکونو او د انسان د احساساتي غبرګونونو ترمنځ یې ژوره اړیکه وموندله. قرآن کريم هم دې حقيقت ته اشاره کړې ده، چې د دغو غريزو پېژندنه او د هغوی د اغېزو په اړه پوهاوی، د انسان د چلندونو او غوښتنوو د درک لپاره يو نه‌ جلا کېدونکی ضرورت دی.
قران کریم په دې ټینګار کوي، چې رواني احساسات او غریزې غبرګونونه د انسانانو د چلند جوړولو اصلي لاملونه دي. دا ځواکونه د انسان د ژوند په لار کې د لارښود په څېر عمل کوي، که چېرې نېکې لارته ته هدایت شي، انسان د خېر طرف ته بیایي او که چېرې ناپاکو لارو ته هدایت شي نو د انحراف لپاره ورته لاره هواروي.[4]
دا حقیقت په لاندې ایت شربف کې بیان شوی دی:
«فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ».[5]
ژباړه: «بيا شيطان هغوی وسوسه کړل، تر څو د خدای تعالی د حکم مخالفت ورته ښايسته کړي، جامې یې ترې وباسي او هغوی بربنډ او لوڅ کړي او شرمګاوې یې ورته ښکاره کړي. نو شيطان ورته وويل: ستاسې رب تاسې له دې ونې نه یې منع کړي، مګر دا چې (که له دې ونې وخورئ) تاسې به دوه فرښتې شئ، يا دا چې (ابدي ژوند به ومومئ) او د تلپاتې کسانو له ډلې به شئ.»
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې  برخه

سرچینې:

. طه/۱۱۵.[1]

. سید قطب، فی ظلال القرآن، ج4، ص2354-2353. [2]

. البقره/۳۵.[3]

. محمد السید، الوکیل، نظرات فی أحسن القصص، دمشق: دار القلم، 1415ق، ص26-25. [4]

. الأعراف/20.[5]

Previous Articleد اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (یوولسمه برخه)
Next Article د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد(دولسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قران تل پاتې معجزه (یوڅلوېښتمه برخه)

پنجشنبه _23 _اکتوبر _2025AH 23-10-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (لسمه برخه)

چهارشنبه _22 _اکتوبر _2025AH 22-10-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰) د…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)…

نور یی ولوله
مډرنیزم

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD8 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)…

نور یی ولوله
اسلام

د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)

شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعائشه د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD

د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)

چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.