لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
آتئیزم (خدای نه منل) برخه: ۱
لنډیز
د خدای نه منل (آتئیزم) د یوه فکري او مفهومي بهیر په توګه له پخوانیو زمانو تر نن ورځې د بحث او تفکر موضوع پاتې شوې ده. یاد مفهوم چې له فلسفي او اخلاقي پلوه تنده او ننګوونکې څېره لري د فکرپوهانو او بېلابېلو علماوو د مطالعې او څېړنې مهم محور دی.
په دې کې شک نشته چې بېباوري او «الحاد» په مسلمانو ټولنو او د نړۍ په ډېریو برخو کې په پراخ ډول خپور شوی دی؛ او اغېزې یې له یوې سیمې څخه بلې ته توپیر کوي. له همدې امله د آتئیزم موضوع له بېځایه اوږدوالي او مبالغې پرته څېړنې او علمي بحث ته اړتیا لري.
آتئیزم نن ورځ د بېدینۍ، له دین سره د علاقې نه درلودل، د دین نه منل، له دین سره مخالفت او د عمومي او محدودې معنا له مخې د هر ډول خدای د نه منلو په معنا دی.
سریزه
د خدای نه منل (آتئیزم) نوی فکر نه دی، بلکې له لرغونو زمانو راهیسې موجود دی. د بېخدایۍ فلسفي تفکر د پنځمې قبل الملادي پېړۍ پر مهال په اروپا او آسیا کې رامنځته شوی دی. د خدای نه منل چې د علمي اصطلاح له مخې آتئیزم (Atheism) بلل کېږي هغه فکري بهیر دی چې د خدای، یا د داسې فوقالعاده هوښیار موجود له شتون څخه انکار کوي چې د هستۍ د پیدایښت اساس ګڼل کېږي.
آتئیزم له فکري او ذهني قوانینو سره تړاو لري او د انسان د لوړو ارزښتونو پر اساسي اړخونو اغېز کوي او د دغو اغېزو له منفي او ویجاړوونکو پایلو فرد او ټولنه دواړو خوندي نه دي، په همدې اساس په دې موضوع سترګې پټول نه دي په کار. دې کې شک نشته چې د آتئیزم د پخواني او اوسني تاریخ پرتله کول د دغې پدیدې د زیانونو او ویجاړیو روښانه بېلګې وړاندې کوي.
د نژادي تضادونو رامنځته کول، د ویجاړونکو جګړو پیل، د نژاد، ژبې او فرهنګ پر بنسټ د قبیلوي اختلافاتو او نفاق خپرول او… ټول د «آتئیزم» نښې او پایلې دي.
الحاد یو تاریخي پدیده ده خو په معاصر دور کې موږ د دې پدیدې له تر ټولو ښکاره او واضح شکل سره مخ یو. د عمومي معنا له مخې آتئیزم د خدای پر نه شتون باور یا د هر ډول باور نه لرلو ته ویل کېږي.
د «آتئیزم» د کلمې ریښه
د «آتئیزم» د کلمې ریښه لرغوني یونان ته رسیږي. په یوناني ژبه کې د «آتئوس» (Atheos) کلمه د «بېخدایه» په معنا ده. آتئوس کلمه په اصل کې د هغو کسانو د سپکاوي لپاره کارېده چې د ټولنې له منل شویو خدایانو سره یې مخالفت درلود او هغوی یې نه منل.
په منځنیو پېړیو کې آتئیزم یوه خطرناکه او کفرآمېزه عقیده ګڼل کېده او هغه کسان به چې په دې عقیده تورن کېدل نو ډېری وخت به د قانون تر تعقیب لاندې راتلل او له سختو مجازاتو سره به مخ کیدل.
د رنسانس په دوره کې کله چې په اروپايي فکري نړۍ کې د شکپالنې او عقلپالنې مفکورې وده وکړه، نو آتئیزم هم د بحث یوه نوي پړاو ته داخل شو. فرانسیس بیکن او توماس هابز رایج مذهبي باورونه نقد کړل او له آتئیزم څخه یې ملاتړ وکړ.
په نولسمه پېړۍ کې د علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ په پایله کې آتئیزم یوه منطقي او عقلاني عقیده وګڼل شوه. ایمانویل کانت او چارلس داروین د علمي او فلسفي دلایلو پر اساس له آتئیزم څخه دفاع وکړه.
خو د «آتئیزم» د کلمې نننۍ مفهوم د لومړي ځل لپاره په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې وړاندې شو. البته تر دې وړاندې د ازادفکرۍ، علمي شکاکیت او د مذهبونو د نقد په بهیر کې یاده اصطلاح په محدود ډول کارېده. د لومړي ځل لپاره د روشـنـګرۍ په دوره کې یو شمېر کسانو په رسمي ډول ځانونه اتیېستان وبلل.[۱]
د خدای د نه منلو (آتئیزم) تاریخچه
لرغوني دوره
که څه هم د «اتیېست» کلمه یوازې د شپاړسمې میلادي پېړۍ د وروستیو کلونو په لیکل شوو اثارو کې لیدل کېږي، خو د خدای نه منل یا آتئیزم په ابراهیمي دینونو کې د وحدانیت له مفکورې ډېر پخوانی تاریخ لري. د سرچینو او اسنادو د کمښت له امله ستونزمنه ده چې د یادې مفکورې لومړنی بنسټګر تشخیص کړو، خو ډېری مؤرخین او څېړونکي په دې باور دي چې د آتئیزم ریښې له میلاده شاوخوا شپږ پېړۍ وړاندې لرغوني یونان کې له سقراط څخه مخکې دورې ته رسېږي.
یونان، مصر، چین او هند د هغو لرغونو تمدنونو له ډلې څخه وو چې له طبیعتپالنې، د دینونو له ډولونو سره د طبیعتپالنې له تړاو او د فلسفي مادهپالنې له مفکورو یې په خپلو فکري مکتبونو کې ګټه اخیستې وه.[۲]
هندویزم معمولاً پر خدای د باور لرلو (تئیستي) مذهب ګڼل کېږي، خو «کاراواکا» مکتب چې له میلاده شاوخوا شپږ پېړۍ وړاندې رامنځته شوی احتمالاً د هند د فلسفې تر ټولو ښکاره اتیېستي او مادهپاله مکتب بلل کېږي. که څه هم د کاراواکا مکتب د فلسفې په اړه زموږ پوهه ددغې مکتب د یوڅو پاتې شوو ټوټو پر بنسټ ولاړه ده او د هندویزم د شپږو اصلي ارتودوکسي مکتبونو له ډلې څخه نه شمېرل کېږي، خو ډاکټر وداها په ښکاره ډول د د شخصي خدای او له مرګه وروسته د ژوند مفکوره رد کړه.
نور هندي فلسفي مکتبونه چې ډیری یې اتیېستي ګڼل کېږي په لاندې ډول دي:
«ارتودوکس» «سامخیا»، او «پوروامیماسـای».
«جینیزم» او «بودیزم» هم که څه هم په څرګند ډول اتیېستي مذاهب نشي ګڼل کیدلی خو د شخصي خدای یا خالق نظریه یې رد کړې ده.
په لویدیځ کې د خدای د نه منلو د مفکورې ریښه په لرغوني یونان کې له سقراط څخه وړاندې فلسفې دورې ته رسیږي، په ځانګړي ډول ملطی (Miletus) فلسفي مکتب ته چې له میلاده شپږ پېړۍ وړاندې رامنځته شوی.
د هغو فیلسوفانو له ډلې چې د آتئیزم د لومړنیو مفکورو اساس یې کېښود کولای شو «تالس»، «اناکسیمندر» او «اناکسیمنس» یاد کړو.
یادو دریو واړو فیلسوفانو د طبیعي پېښو په تشریح کې عقلاني دلایلو او طبیعتپالنې ته لومړیتوب ورکړ او د اسطورهيي یا دیني توضیحاتو پر ځای یې د فکري او تجربوي منطق بنسټ کېښود. هغوی دا انقلابي تفکر رامنځته کړ چې طبیعت د یوه اتومات سیستم په توګه د درک وړ دی یعنې طبعیت د طبیعي قوانینو له لارې تشریح کېدای شي، نه د خدایانو د ارادې له مخې. دغه مفکوره وروسته د تجربوي علومو اساس وګرځېده.
له دوی وروسته د پنځمې قبل المیلادي پېړۍ سوفیست او شاعر «دیاګوراس ملوسي» پر دیني، عرفاني او اسطورهيي باورونو سخت انتقاد وکړ. له همدې امله د “بېخدایه دیاګوراس” لقب ورکړل شوی و. (اتني کریتیاس چې د افلاطون له خپلوانو څخه و باور درلود چې دین د انسانانو له لوري رامنځته شوی دی او حکومت د خلکو د وېروولو، کنټرول او اخلاقي تسلط لپاره استفاده ترې کوي. که څه هم د آتئیزم په اړه له کریتیاس څخه کوم لیکلی اثر نه دی پاتې خو لرغوني منابع نوموړی ډېر باجراته، فعال، بېخدایه او حتی کفروایوونکی شخصیت معرفي کوي.
دیاګوراس د «الوسیانيانو» پټ دودونه چې د دوی لپاره ډېر مقدس وو په عام محضر کې افشا کړل او عادي یې وښودل تر څو د خپل وخت د فکري کسانو ذهنونه وازمويي. خو لکه څنګه چې تمه کېده د دې عمل له امله د کفر او بېخدایۍ په تور متهم شو.
دیـاګوراس د تور له لګولو وروسته وتښتېد؛ ویل کېږي چې د هغه د نیولو لپاره د آتن ټولې امپراتورۍ ولټول شوې خو پیدا نشو چې دا کار په خپله د ده د تور د جدي والي نښه وه.
له میلاده وروسته د دوهمې پېړۍ عیسوی لیکوال «اټینګوراس» د ده په اړه لیکي: «دا توجیې وړ وه چې آتنیانو دیاګوراس د بېخدایۍ په تور محکوم کړي ځکه هغه نه یوازې د اُرفیزم عقیده تر پوښتنې لاندې راوسته، بلکې د الوسیانيانو له مقدسو اسرارو یې پرده پورته کړه او په ښکاره یې اعلان وکړ چې هېڅ خدای شتون نه لري؛ او د «هرکول» مقدسه لرګینه مجسمه یې ټوټې کړه او لرګي یې وسوځول ترڅو د شلغم د پخولو لپاره اوبه پرې جوش کړي.»[۳]
له میلاده پنځه پېړۍ وړاندې اتومپالو فیلسوفانو «لوکریتوس» او «ډیموکریتوس» هڅه وکړه چې د نړۍ حقیقت پرته له دې چې له عرفاني، ماوراءالطبیعي یا دیني تفسیرونو څخه استفاده وکړي د خالص مادي لیدلوري له مخې تشریح کړي.
ډیموکریتوس ټینګار کاوه چې ټوله هستي له اتومونو جوړه ده او دا هر څه له ازله موجود وو، نو په همدې اساس اړتیا نشته چې کوم خدای دې دا نړۍ پیدا کړې وي.
یوه پېړۍ وروسته «اپیکور» لومړنی فیلسوف و چې د «شر» مسئلې ته یې وده ورکړه او په ښکاره یې له مرګ وروسته د ژوند پر ضد بحثونه مطرح کړل. (هغه خدایان له خپلې فلسفې لرې کړل او باور یې درلود چې خدایان که موجود هم وي، د انسانانو له برخلیک سره هېڅ لېوالتیا نه لري.)
په لرغوني تاریخ کې د خدای نه منل یا ائتیزم (Atheism) هېڅکله هم اسانه چاره نه وه. لکه څنګه چې آناکساګوراس د بېخدایۍ او پر یوناني خدایانو د شک په تور له آتن ښار څخه وشړل شو او وروسته د پنځمې قبل المیلادي پېړۍ په وروستیو کې په دار وځړول شو، خو د دا ډول سزاوو او فشارونو سربېره هم د اتیېزم یا دېته ورته د فلسفي مکتبونو د دوام مخه و نه نیول شوه.
د شکپالنې اغېزناک فکري مکتب د «پورهو» له لوري چې د یونان د «اېلیس» اوسېدونکی و له میلاد نه مخکې په څلورمه پېړۍ کې رامنځته شو. نوموړي ادعا کوله چې د موجودوه معلوماتو پر اساس ددې درک ناشونی دی چې کوم ډول ماورايي تفسیر سم دی او کوم ناسم.[۴]
د هغو فیلسوفانو له ډلې چې ګومان کېږي د خدای د نه منلو (اتیېزم) فکر یې درلود کولای شو د سوفسطایانو له ډلې «پرودیکوس» او په ځانګړي ډول «پروتاگوراس» یاد کړو. دوی دواړه له میلاده مخکې د پنځمې پېړۍ فیلسوفان وو. همدا فکري لړۍ په درېیمه او څلورمه قبل المیلادي پېړۍ کې په یونان کې د «ئودوروس» او «استراتون» له لوري تعقیب شوه.
وروسته رومي شاعر او فیلسوف «لوکریتوس» چې د اپیکور له فلسفې اغېزمن و د لومړۍ قبل المیلادي پېړۍ پر مهال استدلال وکړ چې که خدایان شتون هم ولري نو دوی د انسانانو له برخلیک سره هېڅ لېوالتیا نه لري او د طبیعي نړۍ پر بهیر اغېزه نه لري. له همدې امله د ده غوښتنه دا وه چې خلک دې له ماوراءالطبیعي وېرو ځانونه خلاص کړي، ځکه ویره هغه اساسي لامل دی چې خلک د بېخدایۍ او د دین پر وړاندې له نقد کولو څخه لرې ساتي.
دغه فکري بهیر په پای کې د مشهور او اغېزناک فیلسوف «سکستوس امپریکوس» تر نظریاتو را ورسېد چې وروسته یې د هیوم کانت او دکارت پر فلسفې ژور اغېز پرېښود. نوموړی د لرغونې شکپالنې وروستۍ علمي څېره ګڼل کېږي، ده په دې اړه ګڼ آثار ولیکل.
په لرغونو فلسفي دورو کې د بېخدایۍ مفهوم څو وارې بدلون وموند. آن تر دې چې یونانیانو په خپله مسیحیان تورنول چې له یوناني خدایانو منکر دي او له همدې امله یې بېخدایه بلل. دې حالت تر هغې دوام وکړ چې مسیحیت د روم رسمي دین اعلان شو. له دې وروسته د مسیحیت په اړه هر ډول مخالفت یا پوښتنه له سختو سزاګانو سره مل شوه.[۵]
دوام لري…
راتلونکې برخه
سرچینې:
[1]. قاسمی بجد، یاسین، آتئیست مرده است، ص۳۴، انتشارات: انتشارات کتاب یاسین، سال انتشار: ۱۴۰۳هـ ـ تهران.
[۲]. لپ، اینیاس، روانکاوی خداناباوری، ص43، مترجم: رفیعی مهر آبادی، محمد، انتشارات: آشیان، تهران سال ۱۳۷۷هـ.
[۳]. هاوکنیگ، استیون، پاسخهای کوتاه به پرسشهای بزرگ، ص۲۴۱، مترجم: موحد، مزدا، انتشارات: فرهنگ نشر نور، سال ۱۳۸۹هـ.
[۴]. لپ، اینیاس، روانکاوی خداناباوری، ص78، مترجم: رفیعی مهر آبادی، محمد، انتشارات: آشیان، تهران سال 1377هـ. و پورحسن، قاسم، خداباوری و خداناباوری،ص56، انتشارات صراط، سال چاپ: 1401هـ ایران.
[۵]. لپ، اینیاس، روانکاوی خداناباوری، ص78، مترجم: رفیعی مهر آبادی، محمد، انتشارات: آشیان، تهران سال 1377هـ. و میترلینگ، مورس، خدا و هستی،ص132، مترجم: منصوری، ذبیح الله، انتشارات انیشتین، سال 1389هـ. ایران.


