د اسلام دین د نفس د ساتنې په موخه له دوو اړخونو څخه پام کړی، چې یو یې ایجابي او بل یې سلبي اړخ دی. دلته د نفس ساتنې په ایجابي اړخ بحث کوو.
له ایجابي اړخه د نفس ساتنې وسایل الف) له منځته راتګ مخکې د نفس ساتنه
الله تعالی د انسانانو لپاره داسې لارې ټاکلې دي چې ژوند یې له نېکمرغۍ، آرامۍ او ثباته ډک وي. د دې لارو یوه مهمه برخه واده دی — چې الله مشروع ګرځولی او انسانان یې ورته هڅولي دي تر څو انساني نسل دوام وکړي. الله تعالی د ماشوم ساتل او د هغه د مور د نفقې تأمین ان له طلاق وروسته هم پر پلار باندې یې فرض کړی دی، خدای تعالی په دې اړه فرمايي:
ابوسفیان بخیل دی او دومره نفقه چې زما او زما د اولادونو بس شي، نه پوره کیږي، پرته له دې چې زه یې له مال څخه یو څه په پټه واخلم، ایا زه د دې حق لرم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د خپل ځان او اولادونو له اړتیا سره سم په رایجه اندازه د هغه له مال څخه اخله.
د دې احکامو تشریع د انسان د نفس د ساتنې په موخه شوې ده.
ب) له الهي نعمتونو څخه استفاده
د نفس ساتنه واجب ده او د دې لپاره چې د نفس ساتنه تضمین شوې وي، نو په هماغه اندازه استفاده هم واجب ده.
خدای تعالی انسان ته امر کړی، چې د ځمکې پر مخ یې له نعمتونو څخه استفاده وکړي. “هُوَ ٱلَّذِي جَعَلَ لَكُمُ ٱلۡأَرۡضَ ذَلُولٗا فَٱمۡشُواْ فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُواْ مِن رِّزۡقِهِۦۖ ” الملك سورت – 15 ايت
هغه ذات چې ستاسي لپاره یې ځمکه پسته هواره او تابع کړې ده، د هغې پر سينه باندې ګرځئ او د خداى جل جلاله روزي خورئ، د هماغه حضور ته ستاسي په دوهم ځل ژوندي كېدو سره ورتګ دى.
اسلامي شریعت د خوراک، څښاک، جامو او استوګنځي کارول، په دومره کچه چې د نفس روغتیا تضمینوي، واجب ګرځولي دي او له دې ضروري اړتیاوو څخه انکار یا مخ اړول یې منع کړي دي، ان که څوک په عبادت کې مبالغه کوي او له خپلې کورنۍ او اهل و عیال څخه واټن نیسي، چې د بدن د کمزورۍ یا ناروغۍ لامل یې شي، نو داسې کړنه د الله د رضا وړ نه ده. نفلي عبادتونه باید د نورو د واجبو یا مستحبو حقونو د ضایع کېدو سبب نه شي. دا تعادل په اسلامي ښوونو کې ښيي چې شریعت نه یوازې عبادت او بندګي ته ارزښت ورکوي، بلکې د انسان د روغ بدن او مناسب ژوندانه تضمین هم د خپلو مهمو بنسټونو څخه ګڼي.
ابو جحیفه وهب بن عبدالله رضی الله عنه وايي: ” سلمان رضی الله عنها د ابو درداء رضی الله عنه لیدلو ته لاړ او ویې لیدل چې میرمن یې -ام درداء رضی الله عها- زړې جامې اغوستي، سلمان ترې پوښتنه وکړه، ولې یې داسې جامې پر تن دی؟ ام درادء رضی الله عنها ورته وویل، ځکه چې ورور دې ښځو ته میلان نه لري. په همدې وخت کې ابودرادء رضی الله عنه راغی او سلمان رضی الله عنه ته یې ډوډۍ تیاره کړه او ویې ویل؛ ته یې وخوره، زما روژه ده، سلمان ورته کړل؛ تر هغو یې نه خورم، څو یې ته هم ونه خورې، نو بیا دواړو خوراک وکړ. د شپې مهال ابودرداء رضی الله عنه د شپې د لمانځه ترسره کولو قصد وکړ، سلمان ورته وویل؛ ویده شه! ابودرداء څو ځلې دا نیت تکرار کړ، خو سلمان به استراحت ته دعوت کاوه. په پای کې د شپې په وروستۍ برخه کې سلمان ورته وویل، اوس پاڅېږه او لمونځ دې وکړه، بیا دواړه پورته شول او لمونځ یې اداء کړ.
سلمان رضی الله عنه ورته وویل: «إِنَّ لِرَبِّكَ عَلَيْكَ حَقًّا، وَلِنَفْسِكَ عَلَيْكَ حَقًّا، وَلِأَهْلِكَ عَلَيْكَ حَقًّا، فَأَعْطِ كُلَّ ذِي حَقٍّ حَقَّهُ.» ستا رب پر تا حق لري، ستا نفس پر تا حق لري او ستا کورنۍ پر تا حق لري، نو د هر حقدار حق اداء کړه.
ابودرداء رضی الله عنه بیا دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، نو هغه ورته وویل: «صَدَقَ سَلْمَانُ»؛ – سلمان رېښتیا ویلي دي.
عایشه رضی الله عنه روایت کوي، زه له یوې ښځې سره ناسته وم، چې رسول الله راغی او ویې ویل؛ دا ښځه څوک ده؟ ما ورته وویل؛ چې فلانۍ ( الحولاء د تویت ابن حبیب لور) ده او بیا مې یې د عبادت او شپې د لمونځونو د کثرت په اړه ورته وویل، نو رسول الله وفرمايل:
د الله له لوري كه پر تاسي څه بنديز لګول شوی دى، نو هغه دا دى چې مرداره مه خورئ، له وينې او د خوګ د غوښې له خوړلو څخه ډډه وکړئ او داسې كوم شى مه خورئ چې پر هغه له الله پرته د بل چا نوم اخيستل شوى وي. هو كه څوك د اړتيا په حالت کې وي او له دغو شيانو څخه څه شى بې له دې چي د الهي حُكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېرى وکړي، وخوري؛ نو پر هغه څه وبال نشته، الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
د) په اسلام کې د نفس عزت
انسان ته امر شوی، چې د خپل نفس د عزت او وقار ساتنه وکړي، خدای تعالی فرمايي: