Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (څلوردېرشمه برخه)
نشنلیزم دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD

نشنلیزم (څلوردېرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: ابوعائشه

نشنلیزم

څلوردېرشمه برخه

له سیاست څخه د دین جلاوالی
د ملي‌پالنې یا نشنلیزم د خطرناکو پایلو له جملې څخه یوه یې دا ده چې دین له سیاست او دولت څخه بیلوي. ناسیونالیستي فکر او او باورونه له سیاست څخه د دین د جلاوالي پر اساس ولاړ دي. دا ډول فکر د اسلامي ارزښتونو پر ځای یواځې د ملت غوښتنو او ګټو ته پام کوي. په همدې اساس کله چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو تر منځ ټکر رامنځته کیږي نو په اسلامي ارزښتونو سترګې پټېږي. [۱]
په معاصره دوره کې د ملت او ملیت رامنځته کېدل چې د نشنلیزم اساس جوړوي تل د دین له شاته غورزولو سره مل و. کله چې سیمه‌ییز حکومتونه رامنځته شول نو د کلیسا واک پای ته ورسېد، او د شریعت ځای علم او نوې سیاست ونیوی. نشنلیزم په پيل کې د کلیسا له واک څخه د مخ اړولو او د انساني قوانینو پر بنسټ د ملي حکومتونو د رامنځته کولو په معنا و. دا بهیر له دین څخه په بشپړ ډول د سیاست له جلاوالي سره مل و.
په نشنلیزم کې حکومت او قوانین یواځې د دنیاوي اړتیاوو پر بنسټ جوړېږي خو په اسلام کې د قوانینو او حکومتونو د رامنځته کولو اساس دین او پر خدای (ج) ایمان دی او انسان د الهي اصولو پر بنسټ حکومت مني. [۲] په اسلام کې ټول احکام، قوانین او دستورونه د خدای تعالی او رسول اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم له لوري وضع کېږي.
کوچنیو هېوادونو او لږکیو ته یې زیان
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه‌الله د نشنلیستانو له لوري کوچنیو ملتونو ته د رسېدلو زیانونو په اړه لیکي: «نشنلیستان که داخلي وي او که بهرني تل د کوچنیو ملتونو لپاره د قوم‌پالنې او ملت‌پالنې مثبت انځور وړاندې کوي. هغوی د دغو ملتونو ژبه، ادبیات، فرهنګ او تاریخ ستایي، ترڅو په نشنلیستي احساساتو یې نشه‌ کړي او داسې وانګېري چې دوی نه‌ماتېدونکې کلاګانې او بې‌ساري ځواک لري، چې په پایلې کې یې له نړۍ څخه بېل شي او ځینې وخت د غرور له مخې پر لویو قدرتونو برید وکړي. دا ډول ملت چې په یوه تنګه دايره کې ایسار شوی وي په ډېریو مواردو کې د نشنلیزم قرباني کېږي.» [۳]
د بېلابېلو هېوادونو په کچه د نشنلیزم له پراخېدو سره د لږکیو ستونزې نه‌ حل کیږي. د «ناسیونالیزم د اسلام له نظره» کتاب لیکوال په دې اړه لیکي: «په دې دلیل چې نشنلیستي نظام یو تړلی او محدود نظام دی نو خپلواکو هېوادونو کې د لږکیو مسئله د حل وړ نه ده. لږکي د بې‌هویتی احساس کوي او له ټولنې څخه شړل کېږي. دا وضعیت هغوی دې ته اړ کوي چې پاڅون وکړي او مقاومت ته مخه کړي، چې دا کار وروسته ملي هویت له ننګونو سره مخ کوي.» [۴]
له همدې امله په ډېرو هغو هېوادونو کې چې د ملت‌پالنې شعارونه ورکوي لږکي له خپلو کمو حقوقو هم بې‌برخې دي. دا وضعیت دوی دې ته اړ کوي چې د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره په بېلابېلو لارو چارو لاس پورې کړي.
د انساني ارزښت راټیټیدل او فکري محدودیت
د نشنلیزم د سترو زیانونو له جملې یو بل زیان دا دی چې د انسان ارزښت راټیټوي او فکري افق یې محدودوي. که چېرې یو مسلمان ددې پدیدې ښکار شي نو د نورې نړۍ د مسلمانانو درد او رنځ به ورته بې اهمیته شي، ځکه هغه له خپل وطن، خاورې، نسل او قوم څخه ورهاخوا فکر نه‌کوي.
نشنلیزم د انسان فکري افق په یوه تنګ چوکاټ کې بندوي او دوو بنسټیزو محورونو پورې یې تړي:
۱. نشنلیزم د انسان فکر یوازې تر «وطنوالو» محدودوي او د انسانیت او نورو هم‌نوعانو په اړه یې له فکر کولو څخه راګرځوي.
۲. نشنلیزم د انسان فکر له «عقیدې، معنویاتو او ژورو ارزښتونو» څخه لیرې کوي او پر ځای یې «خاورې، وینې، وطن او نسل» پورې محدودوي، او اجازه نه‌ ورکوي چې تر دې ور هاخوا د کوم بل څه په اړه فکر وکړي.
له همدې امله ملي‌پالان تل د احساساتو او عواطفو تر اغېز لاندې وي او له هغه عقیدې سره واټن لري چې پر عقل، فکر او شعور ولاړه وي. حال دا چې عقیده باید عواطف او احساسات د عقل تر امر لاندې راولي، څو د انسان د «ژمنتیا او مسؤلیت» حس پیاوړی شي؛ خو نشنلیستي افکار عقل د احساساتو تابع ګرځوي. [۵]
«که څه هم ټول انسانان دا مني چې د انسان ارزښت د هغه په تفکر کې نغښتی دی خو نشنلیستي مکتب یاد ارزښت د خاوري، نسل، وینې او ژبې په څېر په سطحي او کم‌ارزښته عواملو پورې محدودوي. دا ډول عوامل د انسانانو ترمنځ د ارزښت‌ د ټاکلو معیار ګرځي او خلک هڅول کېږي چې د همدې عناصرو لپاره قربانۍ ورکړي؛ نو له دې امله ویلی شو چې نشنلیزم احساساتو ته پر عقل ترجیح ورکوي او د عامو بشري اخلاقو پر ځای یوازې «ملي اخلاق» ترویجوي. دا ډول لیدلوری د انسان فکر  جغرافیایي پولو دننه محصوروي، عدالت او حق یوازې د همدې محدودې جغرافیې په چوکاټ کې تعریفوي.
له همدې امله ملت‌پالان د ټول بشریت پر ځای یواځې د ملي ګټو، ملي امنیت او ملي اقتصاد په اړه فکر کوي. [۶]
له کفارو سره موالات او دوستي
د ملي‌پالنې یا نشنلیزم یوه بله منفي او زیان‌اړوونکې پایله له کفارو سره موالات او دوستي ده؛ داسې یوه کړنه چې اسلام یې په څرګند ډول ممانعت کړی دی.
د «الاتجاهات الفکریة المعاصرة وموقف الإسلام منها» کتاب لیکوال د عربي نشنلیزم په اړه لیکي: «عربي نشنلیزم د دې لامل کیږي چې خلک له هغو عربو کفارو او ملحدینو سره دوستي وکړي چې مسلمانان نه‌ دي. دا پدیده ددې لامل ګرځي چې ملت‌پالان دغه کافر او ملحد عربان خپل نږدې دوستان وټاکي او له هغوی څخه د نشنلیزم د مخالفینو پر وړاندې مرسته وغواړي، دا مخالفین که مسلمان وي او که که غیرمسلمانان.
په دې کړنه کې یو ستر فساد نغښتی دی ځکه دا عمل د قرآن کریم او سنتو له څرګندو نصوصو سره ښکاره تضاد لري. قرآن کریم او نبوي سنت پر کفارو د بغض او دښمنۍ، له هغوی سره د دوستۍ پر حرمت او هغوی د نږدې دوستانو په توګه د ټاکلو پر ممنوعیت ټینګار کوي.» [۷]
دوام لري…
مخکنۍ برخه |  وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱]. کاوه، ماهان، از ناسیونالیزم تا فاشیسم، ۱۳۹۹ هـ.ش، ص ۵.

[۲]. نظیفی، نازنین، تعامل و تقابل ملی‌گرایی و اسلام‌گرایی…، فصلنامۀ پژوهش‌های راهبردی سیاست، کال دویم، ګڼه ۵، دوبی ۱۳۹۲ هـ.ش، ص ۲۰۷.

[۳]. ندوي، علي، کندوکاوی در اوضاع جهان و انحطاط مسلمانان، ژباړه: «ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین»، د عبدالحکیم عثماني ژباړه، ۱۳۸۸ هـ.ش، ص ۲۶۷.

[۴]. شعاعي، محمد علي، ناسیونالیزم از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۴ هـ.ش، ص ۴۳.

[۵]. نقوي، محمد نقوي، الإسلام والقومیة، ۱۴۰۴ هـ.ق، ص ۸۳.

[۶]. شعاعي، محمد علي، ناسیونالیزم از دیدگاه اسلام، ۱۳۸۴ هـ.ش، ص ۴۲–۴۳.

[۷]. الخولي، ډاکټر جمعه، الاتجاهات الفک

ریة المعاصرة وموقف الإسلام منها، ۱۴۰۷ هـ.ق، ص ۱۳۴.

Previous Articleد علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوردېرشمه برخه)
Next Article د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلوردېرشمه او وروستۍ برخه)

اړوند منځپانګې

اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۸)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۷)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD11 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.