Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»نشنلیزم»نشنلیزم (درې‌دیرشمه برخه)
نشنلیزم شنبه _12 _جولای _2025AH 12-7-2025AD

نشنلیزم (درې‌دیرشمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: ابوعایشه

نشنلیزم

درې‌دیرشمه برخه

پر نړۍ د نشنلیزم منفي اغېزې او پایلې
مقدمه
مخکې مو په لنډ ډول د نشنلېزم د منفي پایلو او اغېزو یادونه کړې وه. په دې څپرکي او راتلونکو برخو کې هڅه کوو چې  د نشنلېزم پایلې او اغېزې لا روښانه کړو او هغه زیانونه او ستونزې په مفصل ډول بیان کړو چې ټولنه د دې پدیدې د ظهور په صورت کې ورسره مخ کېږي.
د نشنلېزم ‌د اساسي ننګونو له ډلې یوه یې دا ده چې دا مفکوره د اسلام له حاکمیت او اسلامي تمدن سره په ټکر کې ده. دا چې نشنلېزم او ملي‌پالنه د اسلام له حاکمیت او تمدن سره ولې او څه ډول مخالفت لري، هغه موضوع ده چې په همدې پیلني څپرکي کې یې څېړو، او وروسته یې نورو پایلو ته ورځو.
له اسلامي تمدن سره ټکر
ملي‌پالنه ولې له اسلامي تمدن سره ټکر لري؟ ځکه چې ملي‌پالنه هغه اسلامي تمدن ردوي چې د اسلامي ښوونو پر بنسټ جوړ شوی دی؛ هغه تمدن چې پرته له دې چې جنس، رنګ یا ژبه په نظر کې ونیسي، ټول وګړي سره راټولوي.
دا تمدن ټولو هغو قومونو او ملتونو ته که عربان وي که غیرعربان، که سپین پوستکي وي که تور پوستکي چې د دې تمدن په بنسټ‌ايښودنه او وده کې یې ونډه لرلې وي ځای ورکوي.
اسلامي تمدن پر ربانيّت، عدالت، انساني ورورولۍ، شورا، برابرۍ، ثبات، د عامه او شخصي ګټو تر منځ توازن، رحمت او سولې ته د رابللو پر اصولو ولاړ دی. [۱]
اسلام هر مسلمان، پرته له دې چې قوم یا سیمه یې په پام کې ونیول شي چې د اسلامي تمدن په پراختیا کې برخه اخلي، د دې ستر نظام یو مهم غړی ګڼي.
دا ستر دین چې بنسټ یې په اسلامي پیوستون ولاړ دی انسان ته عزت او شرافت ورکوي.
خو برعکس، ملي‌پالان (په ځانګړي ډول ځیني عربان) اسلامي تمدن یوازې خپل قوم ته منسوبوي. کله چې د اسلامي تمدن خبره کوي، نو یوازې یې “عربي امت” ته منسوبوي. [۲]
دا ډول چلند نه یوازې د اسلامي تمدن ریښتیني حقیقت ته زیان رسوي، بلکې د نورو مسلمانو ملتونو پر لاسته راوړنو هم سترګې پټیږي.
د اسلام له حاکمیت سره ډکر
ملي‌پالنه یوه وارداتي مفکوره ده چې له اسلامي عقیدې سره هېڅ تړاو نه لري. اسلام مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي چې خپل باورونه او ارزښتونه له غیر اسلامي سرچینو را واخلي. مسلمانان مکلف دي چې د خپل ژوند تګلاره او طریقه یوازې د قرآن او سنتو پر بنسټ وټاکي؛ ځکه اسلام د الله تعالی له خوا غوره شوی او بشپړ دین دی، چې د انسان د ژوند ټول ابعاد په ځان کې رانغاړي او د انسان ټولې اړتیاوې او غوښتنې پوره کوي. [۳]
مسلمانانو ته د خپلو ستونزو د حل، د اتحاد د تأمین، د خپلې خاورې د ساتنې او د اشغالګرو د شړلو لپاره د ملي‌پالنې اړتیا نشته؛ ځکه اسلام د دغو ټولو موضوعاتو لپاره بشپړ او عملي پروګرامونه وړاندې کړي دي.
اسلام حقیقي مسلمان هغه څوک ګڼي چې د اسلامي شریعت د حاکمیت پر وړتیا او کمال کلک باور ولري، د شریعت د احکامو اطاعت وکړي او حاکمیت ته یې غاړه کېږدي. دا حقیقت په قرآن کریم کې په ګڼو آیتونو کې بیان شوی دی. [۴]
الله تعالی فرمايي: «وَمَن یَبْتَغِ غَیْرَ الإِسْلاَمِ دِینًا فَلَن یُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِی الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِینَ» (هر څوک چې د اسلام پرته بل دین غوره کړي، له هغه به هېڅکله قبول نشي او په آخرت کې به له زیانکارانو وي.) [۵]
همداراز الله تعالی فرمایي:
«أَفَحُکْمَ الْجَاهِلِیَّةِ یَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُکْمًا لِقَوْمٍ یُوقِنُونَ» (ایا دوی د جاهلیت حکم غواړي؟ او د هغه قوم لپاره چې یقین لري، د الله له حکم څخه غوره حکم شته؟) [۶]
په سورة احزاب کې فرمايي: «وما کان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضی الله ورسوله أمراً أن یکون لهم الخیرة من أمرهم» (هیڅ مؤمن نارینه او ښځینه ته نه ښایي چې کله الله او د هغه رسول یو حکم ورکړي، هغوی دې د خپل کار اختیار ولري.) [۷]
همداراز په سورة نحل کې راغلي: «ونزلنا علیک الکتاب تبیاناً لکل شیء وهدی ورحمة وبشری للمسلمین» (او موږ پر تا دا کتاب نازل کړ ترڅو د هر شي وضاحت، هدایت، رحمت او د مسلمانانو لپاره زېری وي.) [۸]
دغه مبارک آیتونه په ټینګار سره څرګندوي چې د الله تعالی په نزد یوازینی معتبر دین، اسلام دی. که څوک له اسلام پرته بل دین یا عقیده غوره کړي، نو نه یوازې دا چې زیان به وویني، بلکې هیڅ ګټه به ور ونه رسوي.
خو ملي‌پالان له دین څخه ژوره فاصله لري، تر دې چې د دوی مشران وايي: «عربي مسلمان دوه دینونه دي: اسلام او ملي‌پالنه؛ او عربي مسیحي هم دوه دینونه لري: نصرانیت او ملي‌پالنه.»
د دوی له نظره هغه څه چې مسیحیان او مسلمانان سره نښلوي ملي‌پالنه ده، نه دین. [۹] یانې ملي‌پالنه د دوی لپاره د دین حیثیت لري.
ښکاره ده چې ملي‌پالنې ته د خلکو رادعوتول، جاهلیت ته د هغوی رابلل دي او هیڅکله یې اسلام ته نسبت ورکول جایز نه دي. له ملي‌پالانو سره همکاري کول هم شرعاً جایز نده، بلکې لازمه ده چې د دا ډول انحرافاتو پر وړاندې کلک دریځ ونیول شي؛ ځکه اسلامي شریعت د داسې فسادونو د مخنیوي حکم ورکړی دی. [۱۰]
ملي‌پالان د قوم‌پرستۍ او ملي‌پالنې په تبلیغ سره په ښکاره ډول خلک سیکولریزم ته رابولي. د سیکولریزم هدف دا دی چې دین له دولت څخه جلا کړي او د خلکو له ژوند څخه اسلامي شریعت لرې کړي؛ دا ډول نظر ښکاره کفر دی او په څرګند دول بې‌لاریتوب ته لاره هواروي. [۱۱]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] النیجیری، د. عبدالله أبوبکر أحمد، القومیة وحکمها في الشریعة الإسلامیة، نشر المقال في: المجلة الأکادیمیة للأبحاث والنشر العلمي، الإصدار العاشر، تاریخ الإصدار 2020 م، ص 20-21.

[۲] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بی‌تا، ص 35.

[۳] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بی‌تا، ص 29.

[۴] هماغه اثر، مخ ۳۴.

[۵] سورة آل عمران، آیۀ 85.

[۶] سورة المائدة، آیت ۵۰.

[۷] سورة المائدة، آیت ۵۰.

[۸] سورة النحل، آیت ۸۹.

[۹] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بې‌تا، مخ ۳۵.

[۱۰] النیجیری، ډاکټر عبدالله ابوبکر احمد، القومیة وحکمها في الشریعة الإسلامیة، خپرونه: المجلة الأکادیمیة للأبحاث والنشر العلمي، لسم ګڼه، د خپرېدو نېټه: ۲۰۲۰م، مخ ۱۹.

[۱۱] ناصح علوان، عبدالله، القومیة في میزان الإسلام، بې‌تا، مخ ۳۵.

Previous Articleد ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (یودېرشمه برخه)
Next Article قرآن؛ تلپاتې معجزه (اوومه برخه)

اړوند منځپانګې

اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۸)

پنجشنبه _18 _دسمبر _2025AH 18-12-2025AD
نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین ‌باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۷)

چهارشنبه _17 _دسمبر _2025AH 17-12-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD11 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶) د «یحرم من الرضاعة ما…

نور یی ولوله
دینونه

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD5 Views

لیکوال: ابوعائشه شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶) سریزه لکه څنګه مو چې په تېرو برخو…

نور یی ولوله
اسلام

د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD8 Views

لیکوال: خالد یاغي ‌زهي د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۴) د یلدا…

نور یی ولوله
اومانیزم

هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD6 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي هیومنېزم «انسان پالنه» (برخه: ۶) له انسان سره د دین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل پاتې معجزه برخه: (۴۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD

شېن ‌تو دین (برخه: ۱۶)

شنبه _20 _دسمبر _2025AH 20-12-2025AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.