امام غزالي رحمهالله د خپل ژوند ډېره برخه د دیني او علمي خدمت لپاره وقف کړې وه، که څه هم د ژوند له پیله یې له علم سره ځانګړې مینه درلوده، خو د ژوند په وروستیو کلونو کې دا مینه نوره هم ژوره شوه. په لومړیو کلونو کې یې تر ډېره عقلي علومو ته پاملرنه لرله، او همداراز یې له ځینو نقلي علومو سره هم علاقه درلوده، خو د حدیثو علم ته لکه څنګه چې پکار وه، دومره پام نه و شوی. له همدې امله امام غزالي رحمهالله پرېکړه وکړه چې د ژوند په وروستیو کې د حدیثو له علم سره خپله کمې جبران کړي. د همدې هدف لپاره یې د هغه وخت له وتلي محدث حافظ عمر بن ابوالحسن الرواسي سره اړیکه ونیوه، او هغه یې خپل کور ته راوباله او د صحیح بخاري او صحیح مسلم کتابونو زده کړه یې ترې پیل کړه، او په دې برخه کې یې لازم سندونه ترلاسه کړل.
پر حدیثو تمرکز: د امام غزالي وروستۍ علمي بوختیا
امام غزالي د ژوند په وروستیو شپو ورځو کې زیاتره وخت د حدیثو په لوست او زدهکړه بوخت و. د اسلامي تاریخ مشهور عالم ابن عساکر لیکي: «د هغه د عمر وروستۍ بوختیا دا وه چې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم احادیثو ته یې په پوره پام سره مخه کړه. د حدیثو له علماو سره یې ناسته او مجالس غوره کړل، او د صحیح بخاري او صحیح مسلم مطالعې ته یې مخه کړه چې دا دواړه کتابونه په اسلام کې د ستر حجت او سند درجه لري.»
«المستصفی» د امام غزالي وروستۍ تألیف
له وفات نه یو کال مخکې یعنې په ۵۰۴ هجري قمري کال کې امام غزالي خپل مشهور کتاب «المستصفی» ولیکه. دا کتاب د اصول فقه له درې مهمو بنسټیزو اثارو څخه ګڼل کېږي، چې له همغه وخته تر نن ورځې پورې د فقهي علماو د ځانګړې توجه وړ دي. «المستصفی» د امام غزالي وروستی علمي اثر و چې د ده د علمي ژوند د یادګار په توګه پاتې شو.
د امام غزالي وفات: د روح د الوت شیبه
امام غزالي رحمهالله د ۵۰۵ هجري قمري کال د جمادی الآخر په څوارلسمه نېټه، د طوس ښار د طابران په سیمه کې، د ۵۵ کلنۍ په عمر وفات او هملته خاورو ته وسپارل شو. د هغه ورور احمد غزالي د ده د وفات شېبه داسې بیانوي: «د دوشنبې ورځ وه، امام غزالي له خوبه راپاڅېد، اودس یې وکړ، لمونځ یې وکړ، بیا یې خپل کفن وغوښت، کله چې کفن ورته راوړل شو، نو سترګو ته یې ونیوه، او وې ویل: “زما د بادار حکم د سر په سترګو.” وروسته یې ځان وغځاوه. خلکو چې ورته وکتل، ویې لیدل چې روح یې له بدن نه پورته شوی دی.» ( تاریخ دعوت و اصلاح، جلد ۱، مخ ۱۷۲).
د امام غزالي رحمهالله دوه ځانګړي صفتونه: اخلاص او لوړ همت
امام غزالي رحمهالله دوه داسې روښانه او لوړ صفات درلودل چې د ده په علمي او عملي ژوند کې له ورايه ښکاري: «اخلاص» او «لوړ همت». د ده اخلاص ته نه يوازې د هغه پلويان، بلکې مخالفین هم قایل وو، او دا ځانګړنه د هغه په ټولو لیکنو، خبرو او کړنو کې روښانه ليدل کېږي.
شیخالاسلام ابن تیمیه سره له دې چې له امام غزالي سره یې په ډېرو فکري مسئلو کې اختلاف درلود بيا هم امام غزالي د اسلامي تاریخ له مخلصو شخصیتونو څخه ګڼلی دی (اتحاف السادات المتقین بشرح احیاء علومالدین، ص ۱۱).
همدا اخلاص و چې امام غزالي یې اړ کړ له خپل لوړ علمي مقام او شهرت نه تېر شي، له دنیاوي چوکيو لاس واخلي او د خلوت او صحرا ژوند سره مينه پیدا کړي. د سلاطینو او بزرګانو له خوا یې د لوړو مقامونو وړاندیزونه رد کړل او د زهد او تواضع لاره یې ونیوله. ابن تیمیه پدې اړه وايي: «د صدیقینو له زړونو وروستی شی چې وځي، د مقام او شهرت مینه ده»، او امام غزالي دا ثابته کړه چې د ژوند په وروستیو کې له دې دنیاوي جاه او مقام څخه بېنیازه شوی و (همغه سرچینه).
د امام غزالي دوهمه ستره ځانګړنه د ده لوړ همت ؤ. دی هېڅکله له خپلو علمي لاستهراوړنو راضي نه و، بلکې تل یې د لا زیات او لوړ علمي کمال لپاره هڅه کوله. هیڅکله یې ځان د خپلو علمي مقاماتو سزاوار نه باله، او تل یې له زړه دا غږ پورته کېده: «ای مسافره! دا ځای ستا د تم ځای نه دی!»
امام غزالي د نقلي علومو په برخه کې د خپل وخت له ډېرو علماو مخکې و، او د هغه فقهي او اصولي آثار تر ننه د زدهکړې، بحث او شرح موضوعات دي. خو هغه پدې بسنه ونه کړه. په داسې حال کې چې د وخت ډېری علما یوازې نقلي علومو ته متوجه وو، امام غزالي د عقلي علومو، فلسفې او منطق مطالعې ته هم ځانګړې توجه وکړه، او په ژور ډول یې د فلسفې او منطق په بحر کې غوټې ووهلې.
قاضي ابوبکر بن عربي وايي: «غزالي د فلسفې زړه، او د فیلسوفانو نس ته ورننوت»؛ یعنې فلسفه یې تر ژور تحلیل لاندې راوسته. د همدې ژورې مطالعې په پایله کې یې داسې کتابونه ولیکل چې تر یوه پېړۍ یې د فلسفې پر بهیر ژور اغېز درلود.
امام غزالي رحمهالله د خپل روحاني کمال په لور هم ژور سفر درلود. په ۴۷۷ هجري کال کې یې له شیخ ابوعلي فارمدي رحمهالله سره بیعت وکړ، له هغه نه یې د تصوف او عرفان علم زده کړ، او خپل مال، شتمني او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې د معنوي لوړتیا لپاره قربان کړې. امام غزالي یوازې لیکوال او مفکر نه و؛ نوموړي د ټولنیزو او سیاسي اصلاحاتو پر لاره هم ګام ایښی و، او د اسلامي حکومت د اصولو پر بنسټ یې د یوه سالم نظام د بنسټ ایښودو لپاره هم هلېځلې کړې دي. مولانا شبلي وایي: «امام غزالي هېڅکله د فاسدو سلطنتونو پر فساد او ستونزو نه قانع کېده، دده باور دا و چې ترڅو د اسلامي اصولو پر بنسټ حکومت رامنځته نشي، تر هغې واقعي هدف نه شي تر لاسه کېدای.» (تاریخ دعوت و اصلاح، جلد ۱، ص ۱۷۳).
د محمد بن عبدالله قیام: د امام غزالي د لارې دوام
په ۵۰۱ هجري کال کې د امام غزالي رحمهالله مشهور کتاب «احیاء علومالدین» اندلس (اوسنی اسپانیا) ته ورسېد. خو د هغه وخت د اسپانیې واکمن علي بن یوسف تاشفین، د تعصب او تنګنظری له امله د یاد کتاب د سوځولو امر وکړ.
کله چې امام غزالي رحمهالله ته د دې پېښې خبر ورسېد، ډېر خپه او غمجن شو. همدغه وخت، یو اشرافيالاصله ځوان له اندلسه، چې نوم یې محمد بن عبدالله ترموت و، د علم د طلب په نیت د امام حضور ته راغی. هغه د بېلابېلو علومو له زدهکړې وروسته، هوډ وکړ چې بیرته خپل وطن ته ولاړ شي او د علي بن یوسف پر وړاندې قیام وکړي، څو د یوه داسې نوي اسلامي سلطنت بنسټ کېږدي چې پر عدل، دین او اصلاح ولاړ وي.
محمد بن عبدالله د خپلې پرېکړې په اړه له امام غزالي سره مشوره وکړه. امام رحمهالله چې تل د ژور، بنسټیز او ټولنیز بدلون پلوی و، دده له اقدام ملاتړ وکړ؛ خو دا یې ترې وپوښتل چې: «آیا د قیام لپاره شرایط برابر دي؟»
محمد بن عبدالله له دې وروسته د مصر او مراکش په شمول د اسلامي نړۍ بېلابېلو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې د درباري فساد، ظلم او استبداد پر وړاندې مبارزه پیل کړه. نوموړی په مراکش کې په پوره زړورتیا سره درباري فسق او فجور پر وړاندې ودرېد، او حتا پادشاه علي بن یوسف تر خپلې اغېزې لاندې راوست.
له اوږدې مبارزې وروسته، محمد بن عبدالله د مراکش اغمات سیمې ته ولاړ، هلته یې ګڼ پلویان راټول کړل، او د مصامده قبیلې په ملاتړ یې یو نوی او خپلواک اسلامي سلطنت تأسیس کړ. دا قیام یې بریالی شو، او محمد بن عبدالله وکولای شول چې د اسلامي اصولو پر بنسټ یو عادل حکومت رامنځته کړي (تاریخ دعوت و اصلاح، ج۱، ص ۱۷۳-۱۷۴).
دا کیسه په ښکاره ډول دا ډاګه کوي چې امام غزالي رحمهالله یوازې علمي او روحاني شخصیت نه و، بلکې د ټولنیزې او سیاسي اصلاحغوښتنې لاروی هم و. نوموړي د خپلو شاګردانو په مرسته هڅه وکړه چې اسلامي ارزښتونه نه یوازې په لیکنو او درسونو، بلکې په عملي ژوند کې هم پلي شي، او د یوه عادلانه اسلامي نظام بنسټ کېښودل شي. ده دې موخې ته د رسیدو لپاره د محمد بن عبدالله په څېر کسان وروزل.