لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د افغانستان فیلسوف؛ سید جمالالدین افغان رحمه الله
شپږدېرشمه برخه
د عبدالله فکري له لوري سید جمالالدین ته پیغام
کله چې سید جمالالدین د هند د پرېښودو او سفر کولو لپاره چمتووالی نیوه، نو خبر شو چې یو شمېر خلکو د مصر د پاچا په حضور کې هغه ته بد رد ویلي دي. عبدالله فکري د سید له یوه ملګري سره هلته حاضر و او له جمالالدین څخه یې دفاع کړې وه. له همدې امله یې دا پیغام ورته راولېږه:
«جناب عالی! که زه ووایم چې ته د حق له لارې اوښتی یې، په داسې حال کې چې ستا فطرت او طبیعت له دې انحرافه انکار کوي او ته د ستونزو پر وړاندې کلک درېږې، نو دا به په دې معنا وي چې ما خپل یقین په شک بدل کړی دی. که دا شک راته پیدا شي چې ته د عقل او رشد پر ضد ولاړ یې او له عدالت څخه اوړېدلی یې، په داسې حال کې چې زه باور لرم چې ته لا هم د حق پر لاره روان یې او له تا څخه نه افراط شوی او نه تفریط نو په دې صورت کې به ستا په حق کې ما خپله پوهه په ناپوهۍ بدله کړې وي. که زه ووایم چې ته د هغو کسانو له ډلې څخه یې چې د حق له ویلو څخه وېره لري او له ظالم او ستمګر څخه ډاریږي؛ حال دا چې ته د ظالم پر وړاندې درېږې، په دې کار سره نه د پښېمانتیا احساس کوې او نه هم پرېشانه کېږې، که څخه هم باطلې او بربادکوونکي پېښې درباندې راشې او له خطرناکو حالاتو سره دې مخ کړي، نو که زه ستا په اړه دا ډول برعکس عقیده پیدا کړم، نو ما به خپل ځان دروغجن ګڼلی وي او هر هغه کس چې زما خبره واوري، هغه به هم ما دروغجن وبولي؛ ځکه چې له عالمه تر جاهله، له زیرکه تر ناپوهه، ټولو ستا د نفس پر صفاوالي او د فطرت پر پاکوالي باندې اجماع کړې ده.
ټول په دې متفق دي چې ته هر ځای ته ځې، هلته فضیلتونه وي، او حق همېشه له تا سره وي. که ته مجبوره شې او فشار درباندې راشي نو هېڅکله د اخلاقو رسۍ نه پرېږدې. ستا د پیدایښت بنسټ پر خیر او برکت ولاړ دی، شَر هېڅکله ستا چاپېریال ته لار نه پیدا کوي، له تا څخه هېڅ کله په قصدي ډول بد عمل نه ترسره کېږي، د حق پر بنسټ قضاوت کې سستي نه کوې او د حق په اړه د شاهدۍ په ورکولو کې هېڅکله نه په شا کېږې.» [۱]
د پیغام پای او د سید جمالالدین راتلونکی
«له دې ټولو خبرو سره ته زما د کار او فکر د حقیقت په اړه ښه پوهېږې، ته زما پر پټو او ښکاره اړخونو هم خبر یې، او زما په اړه هیڅ څه درڅخه پټ نه دي؛ خو زه وینم چې تا له هغه حق څخه دفاع ونه کړه چې درته لازم وو. نه دې دفاع وکړه او نه دې هغه عهد او ژمنه پوره کړه چې درناوی او مراعات یې ستا ذمهداري وه. تا خپله ګواهي پټه کړه، سره له دې چې ته ښه پوهېږې چې ما نه د خدیوي په اړه او نه هم د مصر د خلکو په اړه په زړه کې څه بد نیت لری دی او نه مې په زړه کې د بل چا پر ضد د ضرر او تاوان کوم خیال ځای پر ځای کړی دی. خو تا زه د هغه افسر تیرو غاښونو ته پرېښودم چې د یوه زاړه وحشي حیوان په څېر مې ټوټه ټوټه کړي، تر څو خپله هغه دښمني او کینه چې له سید ابراهیم لقاني سره یې لري پر ما خالي کړي، او هغه کسان چې زما دښمنان او د عبدالحلیم پاشا د ګوند غړي دي زما په ضد راوپاروي. ما هېڅکله داسې ګمان نه کاوه چې ته به دا کار وکړې. له تا څخه دا تمه نه کیده د یو هوښیار او تدبیر لرونکی انسان په دې توګه له عقل او پوهې سره سره دې له حق څخه دفاع ونه کړې.» «زما ژبه یې له بیان څخه عاجزه ده، کنه زه په زړه کې ستا د فضیلتونو، مقام او منزلت په اړه پوره باور لرم او ستا د کمالاتو پر لوړوالي اعتراف کوم. زه یواځې دا ویلی شم چې خدای تعالی دې پر تېر د عفوې خط راکش کړي، خو دا به هله ممکن شي چې ته د حق دفاع وکړې، صداقت خپله طریقه وګرځوې او د حق لپاره شاهدي ورکړې، شکونه له منځه یوسې، باطل مات کړې، او د شر پلویان رسوا کړې.»
«زه باور لرم چې ته دا کار د فریضې، حق او عدالت د ادا کولو له امله ترسره کوې. له دې خبرو وروسته باید تاسې ښاغلي ته اطلاع درکړم چې زه لومړی لندن ته ځم او له هغه ځایه بیا پاریس ته روانېږم. په پای کې السلام علیکم او ستا په حق کې دعا کوم.»
«ما عارف» (عارف ابوتراب چې د سید جمالالدین خادم و، له هغه سره له افغانستانه راغلی و او په هر ځای کې به ورسره ملګری و) «واستاوه تر څو د صدراعظم ریاض پاشا حضور ته ورشي او زما هغه مالونه او کتابونه چې په مصر کې پاتې دي ترې واخلي. صدراعظم ته مې یو لیک هم ولیکه او هغه څه چې په مصر کې رباندې تېر شوي په تفصیل سره ورته بیان کړل او له هغې مصیبت څخه مې هم خبر کړ چې په هند کې راته پېښ شوی و.» «زه د هغه فضیلت له امله چې تاته پرې قایل یم له تاسې ښاغلي هیله لرم چې عارف ته په ښه نظر وګورې او د هغه دندې په ترسره کولو کې ورسره مرسته او همکاري وکړې د کومې دندې لپاره مې چې درلیږلی دی.»
والسلام عليكم و على أخي الفاضل البار أمين بك.
۸ صفر ۱۳۰۰ هجري، جمالالدین افغاني.[۲]
خو ډېر وخت نه و تېر شوی چې سید جمالالدین ته دا خبره روښانه شوه چې عبدالله فکري په هغه مجلس کې له ده څخه په قاطع ډول او پوره مېړانې سره دفاع کړې وه.
پایله
د پورته مطالبو له مخې دې پایلې ته رسېږو چې د اسلامي نړۍ د معاصر تاریخ، په ځانګړي ډول د نولسمې پېړۍ په ترڅ کې په اسلامي هیوادونو کې د سیاسي او ټولنیزو بدلونونو په برخه کې د سید جمالالدین افغان نوم د تاریخ د تیارو په منځ کې د یو څراغ په څېر روښانه ځلیږي. هغه نه یوازې د فکري او دیني برخو یو ستر مصلح و، بلکې د لوېدیځ له استعمار او کورني استبداد سره د مبارزې یو مخکښ هم و. په مصر کې دا ډول مبارزې خپل اوج ته ورسېدې، هلته چې د احمد عرابي په مشرۍ عرابي انقلاب د مسلمانانو د ازادۍغوښتونکو مبارزو په برخه کې د پام وړ نکته وګرځیده. د دې انقلاب اصلي اغېزو یوازې سیاسي او نظامي بڼه نه درلوده، بلکې د اسلامي امت د فکري او فرهنګي ویښتیا یوه نښه هم وه او په دې برخه کې سید جمالالدین یو څرګند او اغېزناک رول ولوباوه.
عرابي انقلاب چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې په مصر کې را منځ ته شو د مصر د فاسد سلطنتي رژیم پر ضد او د بهرنیو استعماري ځواکونو د سلطې پر وړاندې د مبارزې یوه هڅه وه. که څه هم په ظاهري توګه دا انقلاب د استعماري ځواکونو او د هغوی د لاسپوڅو په وړاندې ناکام شو خو په حقیقت کې یې د مسلمانانو تر منځ د یو ستر فکري او فرهنګي غورځنګ حیثیت درلود چې د تل لپاره د تاریخ په پاڼو کې ژوندی پاتې شو.
سید جمالالدین افغان چې په همدې وخت کې یې د خپلو اصلاحطلبانه افکارو له لارې د مسلمانانو د ویښتیا لپاره هڅې کولې، د عرابي انقلاب فکري ملاتړ کاوه او د همدې ملاتړ له لارې یې د مسلمانانو په ذهنیت کې د آزادۍ، خپلواکۍ او ټولنیز عدالت په اړه یو ژور بدلون رامنځته کړ.
سید جمالالدین افغان د «اسلامي تجدد»، «دروني اصلاحاتو» او «د مسلمانانو ترمنځ د یووالي» په اړه د نوو نظریو په وړاندې کولو سره نهیوازې دا چې د استعمار پر ضد یې د مبارزې لپاره لاره هواره کړه، بلکې هڅه یې وکړه چې یوه داسې اسلامي ټولنه رامنځته کړي چې پر شریعت ولاړه وي او د زمانې له نويو ننګونو سره د مقابلې توان ولري. هغه باور درلود چې دا بدلونونه باید یوازې تر سیاسي ساحې محدود نه وي، بلکې د ټولنې په ټولو برخو، لکه فرهنګ، ټولنیزو اړیکو او علمي پرمختګ کې هم ژورې رېښې ولري. په دې لار کې سید جمالالدین د خلکو د پوهولو، د پوهې د سطحې د لوړولو او د بېلابېلو ټولنیزو طبقو د ویښتیا پر اړتیا یې ټینګار کاوه، او په دې باور و چې د اسلامي نړۍ له نوې فکري مفکورې څخه باید د مسلمانانو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره کار واخیستل شي.
د مصر عرابي انقلاب چې په حقیقت کې د بهرني استعمار او کورني فساد پر وړاندې یوه غبرګون و، د اسلامي نړۍ د عمومي ویښتیا پیل و. دا انقلاب یوازې تر سیاسي اعتراضونو محدود پاتې نه شو، بلکې پراخه اغېز یې درلود او د اسلامي نړۍ ګڼ هېوادونه یې په حرکت راوستل.
سید جمالالدین چې د مصر او د اسلامي نړۍ د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي شرایطو ژور تحلیل یې درلود، وکولای شول چې د خلکو له ارمانونو سره ځان همغږی کړي او د ظلم او فساد پر وړاندې مبارزې ته یې وهڅوي.
په مصر او ټوله اسلامي نړۍ کې د انقلاب لمبې د اسلامي خوځښتونو لپاره یو نوی روح وو. سید جمالالدین د دې افکارو د پراخولو او یووالي ته د مسلمانانو د هڅولو له لارې دا روښانه کړه چې ریښتینی انقلاب باید نه یوازې د کورني استبداد او بهرني استعمار پر وړاندې وي، بلکې د اسلامي امت د فکري او دروني اصلاح لپاره هم باید وکارول شي. نوموړي په ښوونیز او فکري نظام او همدا ډول پر ټولنیزو جوړښتونو د بیاکتنې د ټینګار له لارې وکولی شول چې مسلمانان د واقعي ازادۍ او ټولنیز عدالت د تحقق پر لور سوق کړي.
سید جمالالدین افغان په خپل عصر کې د یوه اسلامي رنسانسي شخصیت په توګه نه یوازې په سیاست او مبارزه کې فعال رول درلود، بلکې په علمي او فرهنګي ډګرونو کې یې هم بېساری نقش ادا کړی دی. د مصر عرابي انقلاب په حقیقت کې باید نه یوازې د مصر د سیاسي تاریخ، بلکې د اسلامي نړۍ د فکري او فرهنګي تاریخ د یوې مهمې نښې او تحول په توګه وپېژندل شي. دا انقلاب یوازې د سیاسي بدلونونو لپاره نه و، بلکې د یوې نوې اسلامي ویښتیا د بنسټ ایښودو هڅه وه، چې پر شریعت، ټولنیز عدالت او فردي ازادۍ ولاړه وه. په پای کې باید ومنو چې د مصر عرابي انقلاب او د سید جمالالدین افغان افکار نه یوازې د اسلامي مبارزو د تاریخ یوه مرحله ده، بلکې د اسلامي تمدن په تاریخ کې یو داسې فکري او فرهنګي بهیر و چې دوامداره اغېز یې درلود. دې انقلاب سره له دې چې په پیل کې له ځینو ظاهري ناکامیو سره مخ شو، وښوده چې ژور بدلونونه باید د ټولنې له دننه څخه پیل شي، او له فکري ویښتیا، ذهني اصلاحاتو او علمي بیدارۍ پرته اجتماعي او سیاسي اصلاح ته رسېدل ناشوني دي. سید جمالالدین افغان د خپلو افکارو او نظریو له لارې نه یوازې د مصر، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو روښانه څراغ شو، چې د آزاد، خپلواک او متعالي راتلونکي په لور د اسلامي روڼاندۍ (اسلامي روشنفکرۍ) پر لور یې لارښوونه وکړه، او نن هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو په اصلاحغوښتونکو خوځښتونو کې د هغه د فکر اغېز څرګند دی.
دوام لري…
مخکنۍ برخه| وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] حکیم م
شرق زمین، مخ۷۳.
[۲] حکیم مشرق زمین، مخ ۷۴.