لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمة‌الله عليه ژوندلیک

دېرشمه برخه

امام غزالي رحمه الله او په علم کلام کې یې رول
امام غزالي رحمه الله د خپل متفکر ذهن او اجتهادي طرز له مخې هېڅکله هم له تحلیل او څیړنې پرته د پخوانیو علماوو د خبرو پر نقل او تکرار بسنه نه کوله. د څلورمې هجري پېړۍ پر مهال، علم کلام له نورو علمي برخو زیات د عقل او نقل ترمنځ انطباق ته اړتیا درلوده؛ خو له بده مرغه، یاد علم د جمود او مطلق تقلید ښکار شوی و.
په علم کلام کې د امام غزالي اجتهادي کړنلاره
امام غزالي په خپلو تألیفاتو کې د اجتهادي کړنلارې پر بنسټ د عقایدو او اصولو ژوره څېړنه وکړه او د هغوی د اثبات لپاره یې له نوو مقدماتو او دلیلونو څخه ګټه واخیسته؛ داسې دلیلونه چې اغېزناک او د منلو وړ ښکاره کېدل.
نوموړي د الهي صفاتو، نبوت، معجزو، شرعي مکلفیتونو، عذاب، ثواب، برزخ او قیامت په څېر موضوعاتو کې یوه نوې استدلالي طریقه وکاروله او د احتمالي او مشکوکو دلایلو پر ځای یې داسې دلیلونه وړاندې کړل چې عامو خلکو ته د درک وړ او قناعت‌بښونکي وو.
امام غزالي ځان مکلف و نه ګاڼه چې له پخوانیو متکلمینو څخه د اصطلاحاتو او استدلالي میتودونو په برخه کې بشپړه پیروي وکړي، د همدې اجتهادي لارې په اساس یې د اشعري علم کلام لپاره لوی خدمت وکړ.
د امام غزالي د نظریاتو پر وړاندې د اشعري متکلمینو غبرګون
سره له دې چې امام غزالي په خپله اشعري مکتب ته منسوب و، خو د امام ابوالحسن اشعري رحمة‌الله علیه او د هغه د نومیالو پیروانو له ځینو څېړنو سره د اختلاف له امله، له مخالفتونو سره مخ شو.
وروسته له هغې چې احیاء علوم‌الدین ولیکل شو او پراخ مقبولیت یې وموند، د اشعري علماوو ترمنځ د امام غزالي د عقایدو په اړه بحثونه راپورته شول او د هغه د نظریاتو په اړه ځینې شکونه او شبهات راڅرګند شول.
د امام غزالي له لوري د علم کلام ارزونه
امام غزالي د خپلو پراخو مطالعاتو او شخصي تجربو پر بنسټ دې پایلې ته ورسېد چې علم کلام محدودې ګټې لري او کله ناکله یې زیان تر ګټې زیات وي.
امام غزالي یاد علم له هغو درملو سره تشبیه کوي چې یوازې د ناروغانو په درد خوري، حال دا چې د قرآني استدلال طریقه د هغو خوړو په څېر ده چې د هر انسان لپاره ګټور دي.
امام غزالي په خپل کتاب «إلجام العوام عن علم الکلام» کې داسې لیکي:
«قرآني دلایل د خوړو په څېر دي چې ټول خلک ګټه ترې اخلي؛ خو د متکلمینو دلایل د درملو په څېر دي، چې یوازې ځینې کسان ترې استفاده کولی شي، او د دې امکان شته چې ډېرو نورو خلکو ته تاوان ورسوي. لکه څه ډول چې اوبه د ټولو انسانانو لپاره ګټورې دي، خو ځینې ځانګړي خواړه ښایي ځوانانو یا کم‌عمره انسانانو ته زیان ورسوي، د متکلمینو استدلالونه هم همداسې وضعیت لري.» [۱]
تاریخي تجربه او د علم کلام اغېزې
امام غزالي د تاریخي تجربو پر بنسټ د علم کلام زیانونه بیانوي. ده باور درلود چې له کله متکلمین راپیدا شوي او د کلامي مناظرو لړۍ پیل شوې ده نو په اسلامي ټولنه کې ګڼ اختلافونه او تفرقې رامنځته شوې دي.
هغه یادونه کوي چې د صحابه‌وو دور له دا ډول اختلافاتو او شخړو څخه پاک و او هغه وخت اسلامي ټولنه د کلامي مباحثو له زیانونو څخه خوندي پاتې شوه.
د دې تحلیل پر بنسټ، که څه هم امام غزالي پخپله د اشعري مکتب له سترو متکلمینو څخه ګڼل کېده، خو پر علم کلام یې نیوکه درلوده او تل یې د دې علم په کارولو کې د اعتدال او منځ‌لاریتوب پر اړتیا ټینګار کاوه.
د امام غزالي پر تدریس د خلکو پرله‌پسې ټینګار او د هغه ځواب
امام غزالي د ۴۹۹ هجري قمري کال په ذوالقعدې میاشت کې د بغداد د نظامیې مدرسې د تدریس چوکۍ له سره فعاله کړه. دا دوره د سلجوقي سلطان ملک‌شاه د سلطنت او د نظام‌الملک د زوی وزیر فخرالملک له وزارت سره هم‌مهاله وه. فخرالملک په ۵۰۰ هجري قمري کال کې د باطنيه فرقې د یوه پیرو له لوري په شهادت ورسېد، او امام غزالي د فخرالملک له وفات یوه لنډه موده وروسته په نظامیه مدرسۀ کې له تدریس څخه لاس واخیست او خپل ټاټوبي ته ستون شو.
امام غزالي هلته یوه مدرسه او خانقاه تأسیس کړه او هملته د ښوونې او روزنې په چارو بوخت شو.
خو په ۵۰۰ هجري قمري کال، سلطان محمد بن ملک‌شاه چې د نظام‌الملک احمد مشر زوی و، د خلافت لومړی وزیر وټاکل شو او بیا یې امام غزالي ته بلنه ورکړه چې یو ځل بیا بغداد ته راشي او نظامیه مدرسه کې تدریس ته ادامه ورکړي. که څه هم په دې موده کې د امام غزالي پر ځای یو بل کس د تدریس لپاره ټاکل شوی و، خو په حقیقت کې د امام غزالي ځای لا هم تش و، ځکه نړۍ کې د هغه په شان شخصیت پیدا کول ناممکن و. د بغداد نظامیه مدرسه د عباسي حکومت یو مهم سمبول او د بغداد د ویاړ سرچینه وه. په همدې اساس د خلافت دربار او د سلطنت ارکانو په شدت سره د امام غزالي د نه‌شتون تشه احساسوله او په تکرار سره به یې له امام غزالي غوښتنه کوله چې بېرته راوګرځي او نظامیه مدرسې ته ښکلا ور وبښي.
د خلافت له دربار څخه لیکونه، د امام غزالي د بېرته راستنېدو پر اړتیا ټینګار
د عباسي خلافت د وزیر قوام‌الدین نظام‌الملک له لوري امام غزالي ته یو لیک ولیږل شو، په دې لیک کې د نظامیې مدرسې د اهمیت، مرکزیت او له یادې مدرسې سره د عباسي خلیفه له ځانګړې علاقه‌مندی یادونه شوې وه.
نظام‌الملک په دې لیک کې امام غزالي ته اشاره کړې وه چې نه یوازې د خلافت دربار، بلکې د سلطنت ټول ارکان بغداد ته د هغه د بېرته راتګ لپاره سترګې په لاره دي. په لیک کې دا هم راغلي و چې امام غزالي د خپل وخت د ستر رهبر او بې‌سارې علمي مرجع په توګه باید په داسې یوه ښار کې ژوند وکړي چې د اسلامي نړۍ مرکز واوسي او بغداد ددې کار لپاره تر ټولو غوره ځای دی.
د امام غزالي ځواب، بغداد ته د نه‌ستنېدو دلایل
امام غزالي د دربار د پرله‌پسې لیکونو په ځواب کې یو اوږد او تفصیلي لیک ولیکه، په دې لیک کې یې بغداد ته د نه‌ستنېدو لپاره ګڼو عذرونو ته اشاره وکړه.
دده لومړی عذر دا و چې په طوس کې شاوخوا ۱۵۰ زلميان چې ټول بااستعداده شاګردان دي له ده څخه زده کړه کوي او بغداد ته به د هغوی انتقال ستونزمن کار وي.
دوهم دا چې مخکې یې په بغداد کې مجرد ژوند کاوه خو اوس کورنۍ ورسره ده او له طوس څخه بغداد ته د کورنۍ انتقال یوه بله لویه ستونزه ده.
درېیم دا چې امام غزالي یادونه وکړه چې په کعبه کې یې د ابراهیم خلیل علیه‌السلام د مقدس مقام مخې ته عهد کړی دی چې نور به په مناظرو او علمي شخړو کې ګډون نه کوي، حال دا چې بغداد د داسې مناظرو او شخړو مرکز دی، نو دا پرېکړه ورسره په ټکر کې راځي.
سربېره پر دې امام غزالي په خپل لیک کې دا هم ولیکل چې دی د دې کار زغم نه لري په دوامدار ډول دربار کې د علاقه د اظهار او سلامونو لپاره حاضر شي.
بل اړخ ته، امام د دربار له لوري د میاشتني معاش په اړه هم د نارضایتی اظهار وکړ او زیاته یې کړه چې دی په بغداد کې نه کومه ځمکه لري او نه هم کومه بله اقتصادي سرچینه چې له مخې یې خپل ژوند پرمخ یوسي.
د امام غزالي له لوري بغداد ته له بېرته تګ څخه انکار
سره له دې چې د عباسي خلافت دربار ډېره هڅه وکړه او فشار یې راوړ چې امام غزالي یو ځل بیا بغداد ته ستون شي او نظامیه مدرسه کې تدریس ته دوام ورکړي خو امام په څرګند ډول دربار کې له حضور او نظامیه مدرسه کې له تدریس څخه انکار وکړ.
هغه غوره وبلله چې په طوس کې د سکون او آرامۍ په فضا کې تدریس او روزنې ته دوام ورکړي او له هر ډول درباري او ټولنیزو فعالیتونو ځان لرې وساتي. [۲]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[1] هماغه منبع، مخ ۱۶۹.

[۲] الغزالي، مخونه ۳۶–۳۷

Leave A Reply

Exit mobile version