لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

اته ویشتمه برخه

 
امام غزالي، علم کلام، فکري تحول او تلپاتې اغېزې یې
اړین کلمات: غزالي، کلام، یقین، اعتزال، اغېز او اخلاص.
لنډیز:
امام محمد بن محمد الغزالي الطوسي رحمه‌الله د اسلامي نړۍ له سترو متفکرینو او متکلمینو څخه و، چې له فقهې او اصولو نیولې تر فلسفې، تصوف، کلام او بېلابېلو علومو یې ژورې اغېزې وکړې. هغه په داسې زمانه کې ژوند کاوه چې په اسلامي نړۍ کې سختو فکري او اعتقادي کشمکشونو جریان درلود. له یوې خوا فلسفي بحثونو، چې له یوناني افکارو څخه اغېزمن وو، د دیني عقایدو لپاره جدي ننګونه رامنځته کړې وه او له بلې خوا کلامي جریانونو او بېلابېلو اسلامي مکتبونو هڅه کوله چې خپل باورونه د حقیقت په توګه معرفي کړي. په دې موده کې امام غزالي په خپل علمي درایت، استدلالي ځواک او ځانګړي ژورلید وتوانېد چې په علم کلام او د اسلامي فکر په اصلاح کې نوی تګلوری رامنځته کړي.
په مخکنۍ برخه کې مو د امام غزالي یو مهم اصلاحي او روزنیز آثر «احیاء علوم الدین» وارزاوه. دا کتاب اسلامي ښوونو ته د حقیقي روح د ورګرځولو او په خلکو کې د ناسمو دود شویو باورنو د اصلاح هڅه وه. په دوام کې یې، په علم کلام کې د امام غزالي د مقام د تفصیل، روحي بحرانونو او له تدریس څخه د هغه د ګوښه کېدو، زده کړې ته یې د بیا راستنېدو او همداراز پر اسلامي نړۍ د هغه د اغېز په اړه بحث کوو.
امام غزالي او په علم کلام کې د هغه مقام
علم کلام چې شبهاتو او د مخالفو فکري مکتبونو پر وړاندې د دفاع د علم په توګه پېژندل کېږي، د امام غزالي په دوره کې حساس ټکي ته رسېدلی و. له یوې خوا له یوناني افکارو لکه ارسطويي او افلاطوني فلسفې څخه اغېزمنو فلسفي مکتبونو د منطق پر اساس د دیني بحثونو د علومو هڅه کوله. له بلې خوا د معتزله په څېر ډلو د افراطي عقل پالونکی میکانیزم غوره کړی و، چې ځينې وخت له دیني نصوصو سره د تضاد لامل کېده. په داسې شرایطو کې امام غزالي چې په پیل کې یې ځان په عقلي او فلسفي علومو کې لوړ مهارت ته رسولی و، دې بحثونو ته یې د نقد په سترګه وکتل.
هغه د تهافت الفلاسفة په کتاب کې په مشخص ډول مشايي فیلسوفان نقد کړل او ویې ښودل چې د هغوی زیاتره تعبیرونه د اسلام له وحیاني ښوونو سره برابر نه دي. هغه په تېره په درېوو موضوعاتو: د عالم قدم، په جزیاتو د الله تعالی علم او جسماني معاد کې د فیلسوفانو نظرونه رد کړل او ټینګار یې وکړ چې عقل په یوازې ځان د ټولو میتافزیکي حقایقو په درک کولو قادر نه دی او د وحیې هدایت ته اړتیا لري. له دې امله امام غزالي د علم کلام له مهمو را ژوندي کوونکو څخه ګڼلی شو، چې د عقل او نقل ترمنځ یې په متعادل میکانیزم سره د دې علم بنسټونه پیاوړي کړل او هغه یې د زمانې د فکري ننګونو پر وړاندې پیاوړي کړل.
 
پر تدریس د خلکو دوامداره ټینګار او د امام غزالي عذر
امام غزالي د ځوانۍ په دوره کې په چټکۍ په اسلامي علومو کې پرمختګ وکړ او د بغداد په نظامیه مدرسه کې، چې د هغه وخت له معتبرو علمي مرکزونو څخه و، د استادۍ مقام ته ورسېد. هغه په خپلې کمسارې علمي وړتیا سره ډېر شاګردان جذب کړل او د فقهې، کلام او منطق په علومو کې یې تدریس پیل کړ؛ خو تر څه مودې وروسته له روحي بحران سره مخ شو او احساس یې کړه چې علمي شهرت او مقام هغه په دین کې له اخلاص او معنوي سیر او سلوکو څخه منع کوي. دا بحران چې د المنقذ من الضلال په کتاب کې ورته په تفصیل سره اشاره شوې ده، د دې لامل شوه چې ناڅاپه تدریس پرېږدي او اوږدو سفرونو ته مخه کړي.
 د امام غزالي تر ګوښه کېدو وروسته خلکو، شاګردانو او حتا د وخت حاکمانو په ځلونو له هغه وغوښتل چې تدریس ته ورستون شي؛ خو دا چې هغه په عمل کې اخلاص ته پابند و، تر هغې یې دا غوښتنه ونه منله، تر څو پورې چې په خپل باطن کې بشپړ باور ته ونه رسېد. له کلونو عرفاني سیر او سلوکو او په دیني بحثونو کې تر ژورې مطالعې وروسته بالاخره تدریس ته را ستون شو؛ خو دا ځل د شهرت د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د امت د اصلاح او د خلکو د هدایت په هدف.
د امام غزالي د ژوند پایله او مړینه
تر کلونو تدریس او د مهمو علمي آثارو تر لیکلو وروسته امام غزالي یو ځل بیا هوډ وکړ چې له علمي جنجالونو واټن واخلي او خپل ټاټوبي طوس ته ستون شي. هغه په دې کلونو کې د شاګردانو روزنې او د ارزښتناکو کتابونو تالیف ته دوام ورکړ. هغه نه نور د شهرت په لټه کې و او نه د علمي منصبونو د ترلاسه کولو په لټه کې، بلکې هدف یې یوازې د دین سوچه کول او خلکو ته د حقیقت ښکاره کول و. بالاخره په ۵۰۵هـ ق کال کې یې د ښوونې او تفکر په حال کې ساه ورکړه.
د امام غزالي دوه بېلوونکې ځانګړنې: اخلاص او لوړ همت
امام غزالي د هغو شخصیتونو له ډلې و، چې په عمل کې یې اخلاص په ټول ژوند کې رعایتاوه. نوموړی هغه وخت چې د علمي شهرت اوج ته ورسېد، له هیڅ وېرې پرته یې هغه پرېښود او د یقین او حقیقي معرفت په لټه کې شو. هیڅکله یې د خلکو د پام راړولو او د ټولنیز موقعیت د ترلاسه کولو لپاره هڅه ونه کړه او حتا هغه وخت چې تدریس ته را ستون شو، هدف یې یوازې هدایت و.
 له بلې خوا، د علم په حاصلولو کې د هغه لوړ همت او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د دې لامل شوې چې په بېلابېلو برخو لکه فقه، کلام، فلسفه او تصوف کې د استادۍ مقام ته ورسېږي. هغه هیڅکله په محدودې پوهې بسنه ونه کړه او تل د حقیقت په لټه کې و. حتا د عمر په وروستیو  کلونو کې یې هم همغسې په مطالعه، تفکر او لیکلو بوخت و.
پر اسلامي نړۍ د امام غزالي رحمه الله اغېزې
پر اسلامي نړۍ د امام غزالي رحمه الله اغېز ډېر پراخ او دوامداره و. هغه د فلسفي دیني معرفت د لیدلوري په ترکیب سره په علم کلام او معرفتي بحثونو کې نوی تګلوری پرانیست. زیاترو راتلونکو پوهانو لکه فخر الدین رازي او ابن تیمیه د هغه له افکارو ګټه واخیسته. د هغه آثارو همداراز اروپا ته لاره وموندله او د توماس آکویناس په څېر متفکران یې له نظریاتو اغېزمن شول.
د اخلاقي روزنې په برخه کې هغه د احیاء علوم الدین په لیکلو په تصوف او اسلامي اخلاقو کې اساسي اصلاح راوسته. هغه په تصوف کې د افراط پالنې په نقدولو هڅه وکړه چې عرفان له بدعت لرونکو انحرافاتو څخه پاک کړي او هغه د قرآن او سنتو تګلوري ته برابر کړي. د فقې په علم کې یې د یوه لوی شافعي فقیه په توګه د فقې د اصولو په پراختیا کې مهم رول درلود او آثار یې همغسې د اسلامي علماوو او پوهانو د پام وړ دي.
په پای کې !
امام غزالي د علماوو بې‌بدیله بېلګه وه، چې وتوانېد د عقل او نقل، فلسفې او دین، تصوف او فقې ترمنځ بې‌ساری توازن رامنځته کړي. هغه نه یوازې په خپل وخت کې، بلکې په ټولو راتلونکو دورو کې پر اسلامي تفکر پایښت لرونکی اغېز وکړ. د هغه علمي او اخلاقي شخصیت د ټولو راتلونو نسلونو لپاره الګو شو او آثار یې همغسې د اسلامي علومو په بېلابېلو برخو کې ژوندي او د استفادې وړ دي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version