لیکوال: مهاجر عزیزي

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه

څوارلسمه برخه

د څلورو مذهبونو د امامانو او فقهاوو له نظره د مخ پټول
د مخ پټول یوه مهمه موضوع ده، چې اسلامي علماوو او فقهاوو یې په اړه بحث کړی دی. په دې برخه کې بېلابېل فقهي او تفسیري برداشتونه وړاندې شوي دي، په دې لیکنه کې د کتابتوني سرچینو او نورو معتبرو منابعو په استناد د اختلافي ټکو د ارزولو ترڅنګ مطرح شوي قولونه او استدلالونه ارزوو.
۱. آیا مخ او دواړه لاسونه عورت دی؟
لومړی باید دا موضوع روښانه شي چې آیا مخ او دواړه لاسونه په عورت کې راځي که نه؟ په دې اړه علما په دوو ډلو وېشل شوي دي:
• لومړۍ ډله: ځينې علما او فقها په دې آند دي چې مخ او دواړه لاسونه عورت دی او ښکاره کول یې له مسلمانو ښځو او محارمو پرته بل چا ته روا نه دي. دا ډله د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم په حدیث استناد کوي چې فرمایلي یې دي: «المرأة عورة»؛ (ښځه ټول عورت دی).
• دویمه ډله: ځينې علما په دې باور دي چې د ښځې مخ او دواړه لاسونه عورت نه دی؛ خو د فتنې له وېرې او د وخت او ځای شرایطو ته په کتو د هغو پټول واجب ګڼي.
۲. په دې موضوع کې د علماوو اتفاق او اجماع
الف. د اهل سنت د مذهبونو د څلور ګونو امامانو نظر: د څلورو مذهبونو امامان او د هغوی پیرو فقها په دې اتفاق لري چې مخ او دواړه لاسونه عورت نه دی؛ خو د فتنې او فساد له امله یې پټول لازم او واجب ګڼي. علامه مفتي محمد شفیع عثماني رحمه‌الله وايي: «ټول په دې اتفاق لري چې که مخ او لاسونو ته کتل د فتنې وېره له ځانه سره لري، ورته کتل روا نه دي او د ښځې لپاره یې ښکاره کولو هم منع دي.»
ب. د مخ او لاسونو د ښکلا په اړه نظر: همداراز علما متفق دي چې که مخ او لاسونه سینګار شوي وي لکه سترګې تورې شوې وي او لاسونه په نکریزو سره شوي وي، د هغو پټول واجب دي.
خو که سینګار نه وي او د فتنې وېره هم مطرح نه وي، د نظر اختلاف راڅرګندېږي:
1. یوه ډله د مخ او لاسونو پټول واجب ګڼي؛
2. بله ډله دا کار مستحب بولي؛
د دې ډلبندۍ پر اساس هیڅ یو امام او عالم په دې باور نه دی چې د مخ ښکاره کول واجب یا افضل دي.
علامه مفتي محمد شفیع عثماني رحمه‌الله وايي: «چا چې د مخ او لاسونو ښکاره کول روا بللي دي، دا شرط یې ورسره مطرح کړی دی چې د فتنې خطر به نه وي؛ خو دا چې د ښځې مخ د سینګار مرکز دی، د ښکاره کولو په صورت کې یې د فتنې د خطر نشتون ډېر نادر دی، پر دې اساس په زیاترو حالاتو کې د هغو په آند د مخ او لاسونو ښکاره کول هم جایز نه دي.»
امام مالک، امام شافعي و امام احمد بن حنبل: دا امامان د مخ او لاسونو ښکاره کولو ته مطلقاً اجازه نه ورکوي، ولو که د فتنې وېره وي او که نه وي. هغوی ځوانې ښځې ته کتل په کلي توګه فتنه بللې ده او له هغو یې خلک ایسار کړي دي.
امام اعظم رحمه‌الله د مخ او لاسونو ښکاره کېدل تر هغه بریده منع ګڼي چې ښکاره کول یې د فنې لامل شي. هغه په دې باور دی چې که د فتنې یا ښځې ته لېوالتیا او نږدېوالي خطر موجود وي، د مخ او لاسونو ښکاره کول منع دي؛ خو که دا احتمال نه وي، بیا جایز دي. پر دې سربېره وروستنیو حنفي فقهاوو هم پر دې ټینګار کړی دی، چې په اوسنۍ زمانه کې د فتنې خطر تقریباً تل موجود دی.
د څلورو امامانو په اتفاق د ښځې د حجاب ډول، چې د نارینه‌وو په وړاندې د مخ او لاسونو پټول پکې شاملېږي، د فتنې د او فساد د وېرې له امله واجب دی. پر دې اساس د ښځو لپاره په زیاترو مواردو کې د مخ او لاسونو ښکاره کول منع شمېرل شوي دي او دا حکم د فقهاوو په معتبرو کتابونو کې هم تایید شوی دی.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version