لیکوال: مهاجر عزیزي

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (دیارلسمه برخه)

د مخ پټول د احادیثو په رڼا کې
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپېڅلي ارشادات او احادیث د اسلامي دین او شریعت دویمه معتبره سرچینه ده. اسلامي علماء او مفکرین د هر حکم د ثابتولو یا څېړلو لپاره له قرآن کریم وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیثو ته مراجعه کوي. په همدې اړه به په نبوي احادیثو کې د مخ پټولو حکم او ثبوت وڅېړو.
پوښتنه: آیا احادیثو په دې اړه صراحت کړی؟ آیا د ښځو د مخ پټول د احادیثو له مخې ثابت کېدای شي؟
ځواب: ډېر صحیح روایات شته چې د مخ د پټولو په اړتیا باندې په ښکاره ډول دلالت کوي:
د حضرت ام سلمه رضي الله عنها روایت
حضرت ام سلمه رضي الله عنها وایي:
«لَمَّا نَزَلَتْ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ، خَرَجَ نِسَاءُ الْأَنْصَارِ كَأَنَّ عَلَى رُءُوسِهِنَّ الْغِرْبَانُ مِنْ الْأَكْسِيَةِ.»
یعنې کله چې د «يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ» آیت نازل شو، د انصارو ښځې له کوره د وتلو پر مهال خپل ځانونه داسې پټول، لکه تور کارغان چې یې پر سرونو ناست وي.
د امام جصاص رحمه الله تفسیر:
دا آیت ښکاره کوي چې ځوانې ښځې د پردیو له سترګو څخه د خپل مخ د پټولو لپاره امر شوې دي، او له کوره د وتلو پر مهال باید د حیا رعایت وکړي، ترڅو د شهوت لرونکو خلکو د توجه وړ نه شي.
د حضرت عایشې رضي الله عنها روایت
حضرت عایشه رضي الله عنها وایي:
«يرحم ‌الله ‌نساء ‌المهاجرات الأول. لما أنزل الله: وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ، شققن مروطهن فاختمرن بها.»
یعنې خدای تعالی دې په  لومړنیو مهاجرو ښځو رحم وکړي. کله چې د «وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ» آیت نازل شو، هغوی خپلې پشمي جامې څیرې کړې او په هغو یې خپل مخونه پټ کړل.
د ابن حجر عسقلاني رحمه الله شرحه:
د “فاختمرن” عبارت د مخ پټولو معنی لري. هغه زیاتوي چې د جاهلیت په زمانه کې به ښځو خپل څادرونه شاته پرېښودل او د مخ خوا به یې لوڅه وه. یاد آیت هغوی ته امر وکړ چې خپل بدنونه، په ځانګړي ډول د بدن مخکینۍ برخې، پټې کړي.
د علامه شنقیطي رحمه الله نظر:
له دې حدیث څخه څرګندېږي چې ښځینه صحابیاتې رضي الله عنهن د آیت په معنی ښې پوهېدې او هغه یې د مخونو د پټولو په معنی تعبیر کړ. په دې آیت باندې د مخ د نه پټولو د ردولو استدلال بې اساسه دی.
د حضرت عایشې رضي الله عنها بل روایت
حضرت عایشه رضي الله عنها وایي:
«كَانَ الرُّكْبَانُ يَمُرُّونَ بِنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّی‌اللَّهُ‌عَلَیهِ‌وَسَلَّمَ مُحْرِمَاتٌ، فَإِذَا حَاذَوْنَا، سَدَلَتْ إِحْدَانَا جِلْبَابَهَا مِنْ رَأْسِهَا إِلَىٰ وَجْهِهَا، فَإِذَا جَاوَزُونَا، كَشَفْنَاهُ.»
یعنې کله چې سپرلۍ زموږ له څنګ څخه تېرېدلې، او موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د احرام په حالت کې وو، نو له موږ څخه به یوې خپل څادر د سر څخه مخ ته راښکته کاوه، او کله چې هغوی تېرېدل، نو څادر به یې لیرې کړ.
د صفیې بنت شیبه روایت
صفيه بنت شيبه وایي:
«بينما ‌نحن ‌عند ‌عائشة، ذَكَرَتْ نِسَاءَ قُرَيْشٍ وَفَضْلَهُنَّ. فَقَالَتْ: إِنَّ نِسَاءَ قُرَيْشٍ لَهُنَّ فَضْلٌ. وَإِنِّي وَاللهِ مَا رَأَيْتُ أَفْضَلَ مِنْ نِسَاءِ الْأَنْصَارِ. لَقَدْ أَنْزَلَ اللَّهُ: وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ، فَأَصْبَحْنَ يُصَلِّينَ وَرَاءَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّی‌اللَّهُ‌عَلَیهِ‌وَسَلَّمَ مُعْتَجِرَاتٍ، كَأَنَّ عَلَىٰ رُءُوسِهِنَّ الْغِرْبَانُ.»
یعنې د دې آیت له نزول وروسته، د انصارو ښځې په پوره جامو او اعتجار سره (چې د سر او مخ پټولو لپاره کارېده) په لمانځه کې حاضرېدلې.
د حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روایت
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«وَلَا تَنْتَقِبِ الْمَرْأَةُ الْمُحْرِمَةُ، وَلَا تَلْبَسِ الْقُفَّازَيْنِ»
یعنې، محرمه (په احرام کې) ښځه باید نقاب او دستکشي وانه غوندي.
له دې روایت څخه څرګندېږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به ښځې د غیر احرام په حالت کې خپل مخونه پټول. شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله هم وایي:
«له دې حدیث څخه په څرګند ډول معلومیږي چې د ښځو په منځ کې، له احرام پرته په بل حالت کې د نقاب او دستکشو اغوستل یو پېژندل شوی او عام عمل و. دا په دې دلالت کوي چې ښځې باید خپل مخونه او لاسونه پټ کړي.»
د صفیه بنت ابی عبید روایت
صفیه بنت ابی عبید وایي:
«خرجت امرأة مختمرة متجلببة، فقال عمر رضي‌الله‌عنه: من هذه المرأة؟ فقيل له: هذه جارية لفلان، فأرسل إلى حفصة رضي‌الله‌عنها فقال: ما حملك على أن تخمري هذه الأمة وتجلببيها وتشبيهيها بالمحصنات حتى هممت أن أقع بها، لا أحسبها إلا من المحصنات، لا تشبهوا الإماء
یوه ښځه په پوره حجاب او څادر کې بهر ته ووتله. عمر رضي الله عنه وپوښتل: دا ښځه څوک ده؟ ورته وویل شول چې دا د فلاني وینزه ده. حضرت عمر رضي الله عنه حفصې رضي الله عنها ته پیغام واستاوه او ورته ویې ویل: ولې دې دا وینزه په څادر او نقاب پټه کړې ده؟ او هغې ته دې د آزادو او پاکو ښځو په څېر بڼه ورکړې؟ لږ پاتې و چې هغې ته تمایل پیدا کړم. وینزې د آزادو ښځو په څېر مه جوړوئ.
د روایت تحلیل:
علامه ظفر احمد عثماني رحمه الله وایي:
«له دې روایت څخه څرګندېږي چې آزادې ښځې مخونه پټول. ځکه که داسې نه وای، نو د جامو له لارې د وینزو او آزادو ښځو تر منځ توپیر ته اړتیا نه وه.»
د حضرت مغیره بن شعبه رضي الله عنه روایت
حضرت مغیره بن شعبه رضي الله عنه وایي:
«ما د یوې انجلۍ سره د واده غوښتنه وکړه، او په دې اړه مې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره خبرې وکړې. هغه وفرمایل: آیا هغې ته دې کتلي دي؟ ما وویل: نه. هغه وفرمایل: لاړ شه او هغې ته وګوره؛ ځکه دا لیدل ستاسو د اړیکو دوام او ثبات کې مرسته کوي. زه د هغې کور ته لاړم، پلار او مور یې هم حاضر وو. انجلۍ په پوره حجاب کې وه. ما وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته د هغې لیدو امر کړی دی. مور او پلار یې چوپ وو. انجلۍ له مخ څخه خپل څادر لرې کړ او ویې ویل: تا ته په خدای قسم درکوم! که رسول الله صلی الله علیه وسلم تا ته زما د لیدلو اجازه درکړې وي، ما ته وګوره. که نه، نو مه ګوره. ما هغې ته وکتل، له هغې سره مې واده وکړ، او هیڅ ښځه ماته تر هغې زیاته محبوبه نه وه.»
د روایت تحلیل:
دا روایت په ښکاره ښيي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې ښځو خپل مخونه له نا محرمو سړو څخه، آن په کور کې هم پټول. که د مخ پټول عام نه وای، حضرت مغیره رضي الله عنه به په عام ځای کې انجلۍ لیدلې وای او د هغې کور ته د تللو اړتیا نه وه.
د حضرت اسماء بنت ابی بکر رضي الله عنها روایت
حضرت اسماء بنت ابی بکر رضي الله عنها وایي:
«كُنَّا نُغَطِّيَ وُجُوهَنَا مِنَ الرِّجَالِ، وَكُنَّا نَتَمَشَّطُ قَبْلَ ذَلِكَ فِي الإِحْرَامِ
یعنې موږ [ښځې] د احرام په حالت کې خپل مخونه له نارینه‌و څخه پټول. مګر د حجاب د حکم له نزول څخه مخکې به مو د احرام پر مهال خپل سرونه ږمونځول.
د روایت تحلیل:
له دې روایت څخه څرګندېږي چې د مخ پټول حتی د احرام په حالت کې هم منل شوی او عام و.
پایله
د پورته روایتونو او معتبرو فقهاو د نظرونو تحلیل ښکاره کوي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مخ پټول د آزادو او پاکو ښځو ترمنځ یو منل شوی او عام عمل و.
مهم ټکی:
که په هغه وخت کې ښځو د مخ پټولو پرته د خلکو په منځ کې ګرځېدای، مرکچیانو ته اړتیا نه وه چې د ښځو کورونو ته ولاړ شي یا په ټاکلو ځایونو کې د لیدلو اجازه واخلي. پورته دلایل په ښکاره ډول د قرآن کریم او نبوي احادیثو پر بنسټ د مخ پټولو مشروعیت او وجوب څرګندوي. هر عاقل سړی چې په دې دلایلو غور وکړي، د مخ پټولو په وجوب کې شک نه کوي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version