لیکواله: ام سعدیه

مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (اوومه او وروستۍ برخه)

 

۲۶. زده کړې ته هڅول حضرت ابو سعید خدري رضي الله عنه وایي: «یوه ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته ویې ویل: یا رسول الله (صلی الله علیه وسلم)، ستاسو خبرو ته یوازې نارینه غوږ نیسي. موږ ښځو لپاره هم یوه ورځ ځانګړې کړه، چې په هغه ورځ تاسو ته حاضرې شو او تاسو موږ ته هغه څه را وښیئ چې خدای جل جلاله درته ښوولي دي.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په فلانۍ ورځ او فلاني ځای کې راغونډې شئ.» ښځې راټولې شوې، او رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته ورغی او هغوی ته یې هغه څه بیان کړل چې خدای تعالی جل جلاله ورته ښوولي وو. د غونډې په پای کې یې ورته وفرمایل: «په تاسو کې هره ښځه چې درې اولادونه یې له لاسه ورکړي وي، د هغې اولادونه به د هغې او د اور تر منځ پرده وي.» یوې ښځې وپوښتل: «که دوه اولادونه یې له لاسه ورکړي وي، څنګه؟» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «که دوه اولادونه یې هم له لاسه ورکړي وي.»
خور جانې! دا سپارښتنه دوه برخې لري: لومړۍ برخه: د ښځو لپاره د علم زده کړه اړینه ده، او دوی باید د دین زده کړې ته لیواله وي، ځکه چې په دې کې د دنیا او آخرت خیر دی. دویمه برخه: کومه ښځه چې درې یا دوه ماشومان یې له لاسه ورکړي وي، که صبر وکړي او د خدای تعالی په تقدیر راضي وي، د هغې اولاد به د هغې او د دوزخ د اور تر منځ پرده وي.
۲۷. مور سره احسان او مهرباني حضرت اسماء رضي الله عنها وایي: «زما مور په داسې حال کې چې مشرکه وه، ماته راغله. ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل: یا رسول الله! زما مور ماته راغلې ده او له ما څخه د مرستې تمه لري. آیا زه کولی شم له هغې سره مرسته وکړم او صله رحمي ترسره کړم؟» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هو، د خپلې مور سره مرسته وکړه او صله رحمي ترسره کړه.» [۲]
خور جانې! رسول الله صلی الله علیه وسلم حضرت اسماء رضي الله عنها ته امر وکړ چې له خپلې مور سره مرسته وکړي، په داسې حال کې چې مور یې مشرکه او کافره وه. کله چې ستاسو مور مؤمنه او موحده وي، تاسو څه فکر کوئ چې هغه څومره د احسان او نیکۍ مستحقه ده؟
خور جانې! له مور او پلار سره مهربانه اوسه، ځکه له مور او پلار سره نیکي کول واجب دي. د خدای تعالی جل جلاله دا قول تل په یاد ولره: «وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَ تَعْبُدُواْ إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَا أُفْ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا»؛ ژباړه: «او ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او له [خپل] مور او پلار سره احسان وکړئ. كه چیرې له هغو څخه يو يا دواړه بوډاتوب ته ورسيږي، نو هغوى ته (حتی) “اُف” هم مه وايئ او له هغوى سره بد چلند مه کوئ او له هغوى سره په سمه توګه خبرې وکړئ.» [۳]
۲۸. د طلاق غوښتلو څخه ممانعت له حضرت ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هره ښځه چې له خپل مېړه څخه بې دلیله طلاق وغواړي، د جنت بوی ورته حرام دی.» [۴]
  • خور جانې! د مېړه څخه د بد معاشرت یا نه معاشرت پرته طلاق غوښتل روا نه دي. له معقول دلیل پرته د طلاق غوښتل جایز نه دي؛ ځکه چې دا د دښمنۍ او د ماشومانو د بې ځایه کېدو لامل ګرځي. خو که مېړه د ښځې شرعي حقوق نه شي پوره کولای او ښځه ویره لري چې که له هغه سره ژوند ته دوام ورکړي، د الله تعالی د حدودو درناوی به ونه کړي، شریعت د «خلعې» لاره ورته اېښې ده. د خلعې معنی دا ده چې ښځه د خپل مېړه مهر بېرته هغه ته ورکړي. لومړی باید ښځه د خپل ژوند د ژغورلو لپاره ټوله هڅه وکړي، که د هغې هڅې ګټورې نه وي، بیا دې خلعه وکړي. لکه څنګه چې خدای تعالی جل جلاله فرمایي:
  • «الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلَّا أَنْ يَخَافَا أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ»؛ ژباړه: «[رجعي] طلاق دوه ځله دی. له دې وروسته یا [ښځه] په ښه توګه وساتئ یا یې په مناسب ډول خوشې کړئ. او تاسو ته دا روا نه ده چې هغه څه چې تاسو هغوی ته ورکړي دي، یو شی بېرته واخلئ، مګر که دواړه د خدای د حدودو په ساتلو کې ویره ولري. که تاسو ویره لرئ چې دواړه د خدای حدود نه ساتي، په هغه څه کې چې [ښځه د خپل آزادۍ لپاره] فدیه ورکوي، ګناه نشته.» [۵]
  • ۲۹. د واده د رازونو د افشا کولو حراموالی له ابو سعید رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هغه سړی او ښځه چې سره ویده کېږي، او بیا د هغوی څخه یو خپل رازونه نورو ته ښکاره کړي، د قیامت په ورځ به الله ته تر ټولو بد او تر ټولو په بد ځای کې وي.»
  • خور جانې! په بستر کې د خاوند او مېرمنې ترمنځ پېښو څخه، حتی د هغوی نږدې خپلوان هم باید خبر نه شي. هغه سړی او ښځه چې د خپل واده رازونه نورو ته بیانوي، د هغو دوو شیطانانو په څېر دي چې د کوڅې په منځ کې خپل جنسي اړتیا پوره کوي او خلک ورته ګوري.
  • ۳۰. په کور کې لمونځ کول د ابو حمید ساعدي له مېرمنې ام حمید رضی الله عنها څخه روایت دی چې هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: «ای د خدای رسوله! زه ستاسو سره لمونځ کول خوښوم.» رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «زه پوهېږم چې ته زما سره لمونځ کول خوښوې، مګر ستا په کوټه کې لمونځ ستا د کور تر لمانځه غوره دی، او ستا په کور کې لمونځ ستا د انګړ تر لمانځه غوره دی. ستاسو په انګړ کې لمونځ ستاسو د منطقې د جومات له لمانځه غوره دی، او ستاسو د منطقې په جومات کې لمونځ زما په جومات کې له لمانځه غوره دی.» راوي وایي: هغې ښځې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وینا وروسته د خپل کور په لرې کونج کې د ځان لپاره د لمانځه ځای جوړ کړ او هلته یې لمونځ کاوه، تر هغه چې د خدای تعالی جل جلاله ملاقات ته لاړه.
  • خور جانې! دا حدیث د ښځو لپاره په جوماتونو کې د لمانځه حرمت ته اشاره نه کوي، بلکې په ډاګه کوي چې د ښځو لپاره په کور کې لمونځ کول غوره دي. البته، دوی کولی شي جومات ته لاړې شي ترڅو د دین علم او پوهه ترلاسه کړي. د صحابه کرامو ډېرو ښځو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر شا لمونځ کاوه.
  • له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تاسو خپلې مېرمنې له جوماتونو مه منع کوئ، بلکې د هغوی کورونه د دوی لپاره غوره دي.» [۸]
  • ۳۱. د ذکر فضیلت حضرت جویریه رضی الله عنها وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم سهار وختي له هغې څخه ووت، په داسې حال کې چې هغه (حضرت جویریه) د خپل لمانځه په ځای کې ناسته وه. له لمر لوېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هغې ته راستون شو او ویې لیدل چې هغه لا هم د خپل لمانځه په ځای کې ناسته ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: «آیا ته تر اوسه په هماغه حال کې یې چې ما پرېښودې؟» هغې وویل: «هو.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «له تا څخه د وتلو وروسته ما څلور کلمې درې ځله وویلې، که هغه په ټولو هغه تسبیحاتو سره وزن شي چې تا له نن سهار راهیسې لوستلې دي، نو وزن به یې زیات شي. هغه کلمات دا دي: سبحان الله و بحمده عدد خلقه، ورضاء نفسه، وزنة عرشه، و مداد كلماته؛ ژباړه: «پاک دی الله تعالی، حمد او ستاینه د هغه لپاره ده، د هغه د مخلوقاتو د شمېر په اندازه، د هغه د رضایت په اندازه او د هغه د عرش د دروندوالی په اندازه.»
  • ۳۲. پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ویل له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې پر ما یو ځل درود ووایي، خدای جل جلاله به پر هغه لس ځله درود ووایي.» [۱۰]
  • له عبدالله بن عمرو بن عاص رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې مو د مؤذن غږ واورېدئ، هماغه کلمې تکرار کړئ چې هغه یې وایي، او بیا د اذان وروسته پر ما درود ووایئ. الله تعالی به لس ځله پر هغه درود ووايي. بیا له خدای تعالی څخه د “وسیلې مقام” وغواړئ. وسیله یو آسماني مقام دی چې یوازې یو تن یې مستحق دی، او زه هیله لرم چې هغه یو تن زه اوسم. هر هغه څوک چې له لوی خدای جل جلاله څخه زما لپاره د وسیلې غوښتنه وکړي، هغه به زما د شفاعت مستحق وي.» [۱۱]
  • خور جانې! په پای کې له لوی خدای سبحانه و تعالی څخه غواړم چې د دې سپارښتنو او نصیحتونو له لارې ستاسو ژوند ته ګټه ورسوي، ستاسو لپاره یو څراغ روښانه کړي، او ته له هغو کسانو څخه اوسې چې په اړه یې خدای تعالی فرمایلي دي:
  • «إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَنْ يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ» (نور: ۵۱) ژباړه: «مؤمنان کله چې خدای او رسول ته راوغوښتل شي چې د هغوی په منځ کې حکم وکړي، د هغوی خبرې یوازې دا وي چې: “واورېدل مو، او اطاعت مو وکړ.” او حقیقي کامیابان همدوی دي.» [۱۲]
  • شکر او ثنا دې وي د الله رب العالمین لپاره، او درود دې وي پر اشرف المخلوقات، رسول الله صلی الله علیه وسلم، او د هغه په کورنۍ او اصحابو باندې.
  • ماخذونه:
  • [1] – رواه البخاري و مسلم. [۲] – رواه البخاري و مسلم. [۳] – اسراء سورت، آیت: ۲۳. [۴] – ابو داود. [۵] – بقره سورت، آیت: ۲۲۹. [۶] – رواه مسلم و ابو داود. [۷] – امام احمد په کتاب الجامع کې روایت کړی دی. [۸] – ابو داود. [۹] – رواه مسلم، ابو داود او ترمذي. [۱۰] – رواه مسلم. [۱۱] – رواه مسلم. [۱۲] – نور سورت، آیت: ۵۱.
Leave A Reply

Exit mobile version