لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام غزالي رحمه‌الله سیرت

لسمه برخه

د تهافت الفلاسفه اثر
محمد لطفي جمعه لیکي: پر فلسفې دا زړوره نیوکه د علمِ کلام په تاریخ کې د هغې سپکاوی په پنځمه هجري قمري پېړۍ کې د نوې دورې پیل و، چې د دې بدلون د ویاړ تاج له امام غزالي رحمه الله سره ښه ښکاري. تر هغه وروسته شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله دا تګلوری بشپړ کړ او د فلسفې او منطق پر جسم یې فکري جراحي ترسره کړه.
تهافت الفلاسفه، د فلسفې پر خیالي جادو لومړی وار وکړ او د هغې ذهني لوی‌والي او سپېڅلتیا ته یې سخته زیان ورساوه. د دې کتاب تالیف د فلسفې په حلقو کې ژور خپګان او اندېښنه رامځته کړه، په داسې ډول چې تر یوې پېړۍ پورې د فلسفې یوه عالم هم د ځواب ویلو جرأت نه درلود.
پر دې سربېره، د شپږمې پېړۍ په وروستیو کې ابن رشد (مړینه: ۵۹۵هـ ق) چې د فلسفې له ځوږ لرونکو مدافعینو او د ارسطو له متعصبو پیروانو څخه و، د امام غزالي رحمه الله په افکارو کې یې د «تهافت التهافت» په نوم کتاب ولیکه.
د غرب علما په دې باور دي چې که ابن رشد د فلسفې په دفاع کې نه وای درېدلی، فلسفه به د امام غزالي له حملو څخه روغه نه وای پاتې شوې. څه چې ابن رشد ترسره کړل، فلسفې ته یې نوی ژوند وروباښه او هغه یې تر سلو نورو کلونو پورې ژوندۍ وساتله[1]
.[2]
پر باطنیه حمله
امام غزالي رحمه‌الله یوازې له فلسفې سره په مبارزې بسنه نه ده کړې، بلکې د باطنیه له فتنې سره یې مقابلې ته هم ځانګړی پام درلود. هغه د بغداد په نظامیه مدرسه کې د تدریس پر مهال د وخت د خلیفه په غوښتنه د باطنیه عقایدو په رد کې د «المستظهري» په نوم کتاب ولیکه. امام په «المنقذ من الضلال» کتاب کې دې اثر ته اشاره کړې ده.
پر المستظهري سربېره، امام غزالي رحمه‌الله د باطنیه په رد کې درې نور کتابونه هم لیکلي دي:
۱. حجّة الحق؛
۲. مفصّل الخلاف؛
۳. قاصم الباطنیة.
امام، په جواهرالقرآن کې دې درېوو کتابونو ته اشاره کړې ده. پر دې سربېره د هغه د آثارو په ارزونه کې دوه نور کتابونه هم په دې موضوع کې پیدا کېږي:
۴. فضائح الباطنیة؛
۵. مواضح الباطنیة.
له اهل سنتو څخه د باطنیه د نقد لپاره له امام غزالي رحمه الله پرته بل مناسب شخص نه و؛ ځکه چې هغه په ښه توګه پر فلسفه، تصوف، ظاهري علومو، حقایقو او اسلامي معارف برلاسی و. د باطنیه‌وو تر ټولو لویه وسیله فلسفه او د هغې اصلاحات وو؛ نو یوازې د امام غزالي رحمه الله په څېر شخص، چې هم یې په فلسفه او هم اسلامي علومو کې تبحر درلود، کولی شول چې د هغوی د فکر چلونه افشا کړي او همداسې یې و هم کړل.
احیای علوم دین د اسلامي ژوند د طریقې اصلاح
امام غزالي رحمه‌الله نه یوازې د فکري مبارزې په برخه کې فعالیت درلود، بلکې ټولنیزه اصلاح او د اسلامي ټولنې د ژوند طریقې نوي کول هم د هغه د فکر یو مهم محور و. د دې اصلاحي فعالیتونو پایله په اسلامي نړۍ کې د تلپاتې او اغېزناک اثر  یعنې احیاء علوم الدین لیکل و.
د اسلام په تاریخ کې هغه کتابونه چې د مسلمانو د زړونو او ذهنونو په بدلولو توانېدلي دي او د هغوی پر دیني او ټولنیز ژوند یې تلپاتې اغېز ښندلی دی، د دې آثارو ترمنځ احیاء علوم الدین لوړ مقام لري.
د حدیثو د علم او فقې مشرانو د دې کتاب د ارزښت په اړه داسې ویلي دي:
حافظ زین‌الدین عراقي (مړینه: ۸۰۶ هـ.ق)، چې د احادیث احیاء العلوم احادیث یې تخریج کړي دي، وايي: «د احیاء العلوم کتاب په نړۍ کې غوره کتاب دی».
عبدالغافر فارسي (د امام الحرمین شاګرد او د امام غزالي رحمه‌الله همعصره) لیکي: «تر هغه وړاندې د احیاءالعلوم په څېر هیڅ کتاب نه دی لیکل شوی».
شیخ محمد کازروني روښانه کوي: «که د نړۍ ټول علوم لمنځه لاړ شي، د احیاءالعلوم په وسیله یې له سره را ژوندي کولی شو.»
حافظ ابن جوزي، د کتاب د محتوا په اړه د نظرونو پر ځینو اختلافاتو سربېره د هغه په اغېزښندلو او محبوبیت اعتراف درلود، لکه د منهاج القاصدین په توګه یې چې د احیاء لنډیز تدوین کړ.
احیاء علوم الدین، د یوه روحاني سفر ثمره
احیاء العلوم، د امام غزالي رحمه الله د ژوند د یوې ځانګړې دورې محصول دی؛ هغه دوره چې له باطني بدلونونو، فکري سفرونو او معنوي سلوکو سره مل وه.
هغه د بغداد تر پرېښودو، کلونو علمي مجاهدې او عرفاني سلوک وروسته دا اثر د اسلامي ټولنې لپاره د ارزښتناکې ډالۍ په توګه ولیکه. دا کتاب په واقعیت کې د امام غزالي رحمه الله د زړه د تاثراتو، علمي تجربو، اصلاحي افکارو او عرفاني مشاهداتو ټولګه ده.
مولانا شبلي د الغزالي په کتاب کې لیکي: «امام غزالي په بغداد کې په ناارامه زړه سره د حقیقت په لټه کې و. هغه ټول مذهبونه په دقت وارزول؛ خو یو هم ونه توانېد چې هغه قانع کړي. پر هغه سربېره یې تصوف ته مخه کړه؛ خو دا تګلوری نه یوه نظري پوهه، بلکې یو باطني او عملي سفر و. د هغه لومړی ګام د باطن اصلاح او د تفس تزکیه وه؛ خو څه ډول یې کولی شول چې په یوه وخت کې په تدریس، شهرت، علمي مقام، مجادلاتو او مناظرو کې بوخت اوسي او په ورته حال کې د تزکیې پر تګلوري مزل وکړي؟»
 ورپسې زیاتوي: «د دې دوو ترمنځ عجیب لرېوالی دی».
«ای سالکه! په کومه لاره کې دې چې قدم ایښی دی، مقصد ته به دې ونه رسوي».
پر دې سربېره، امام غزالي رحمه‌الله هر څه پرېښودل، وړینه خرقه یې پر تن کړه او له بغداد څخه ووت. هغه د صحرا ګرځېدنې ا عرفاني سیر او سلوکو لاره غوره کړه او تر سختې مجاهدې او ریاضت وروسته حقیقت او یقین ته ورسېد.
دې مقام ته تر رسېدو وروسته یې امکان درلود چې د عرفاني جذبې او مستۍ په حالت کې ډوب شي او له دنیا ناخبر شي؛ خو د شاعر په تعبیر: «باد اندازه کوونکي حریفان در په زړه کړه».
د هغه سترګې د امت اړتیا ته واوښتې او ویې لیدل چې نړۍ سراسر په فساد کې ډوبه ده او اسلامي ټولنه اساسي اصلاح ته اړتیا لري. د حاکمانو او رعیتونو، خواصو او عوامو، علماوو او زاهدانو اخلاق په خپل زوال شوي وو. هغه علما چې باید د خلکو هدایت کوونکي اوسي، د شهرت غوښتنې او دنیاپرستۍ په دام کې را ایسار وو.
امام غزالی رحمه‌الله چې دا وضعیت ولید، چپتیا یې غوره نه کړی شوه او په داسې حال کې یې د احیاء علوم الدین کتاب ولیکه. د دې آثر په سریزه کې هغه پخپله د دې کتاب د لیکلو د انګېزې په اړه داسې لیکي: «ما ولیدل چې د فساد ناروغۍ ټوله دنیا نیولې ده او د اخروي نېکمرغۍ لارې تړل شوې دي. هغه علما چې باید رهبر او لارښودونکي اوسي، یو په بل پسې لمنځه تللي دي او هغوی چې پاتې دي، یوازې د عالم نوم ورپورې دی، په داسې حال کې چې په شخصي او دنیوي غرضونو اخته دي. هغوی داسې فکر کوي چې علم یوازې په درېوو شیانو کې خلاصه کېږي:
۱.مناظره چې د ویاړ او ریا لپاره وسیله ده.
۲. وعظ؛ چې په ښکلو کلمو او مسجع جملو سره د خبرو په ښکلي کولو او د خلکو په تېر باسلو بدل شوی دی.
۳. هغه فتوې چې د قضاوت او اختلاف لپاره له وسیلې پرته بل څه نه دي.
خو هغه علوم چې انسان له اخرت سره نښلوي، په کلي توګه لمنځه تللي دي او خلکو هېر کړي دي. د دې حقیقت تر درک کولو وروسته ونه توانېدو چې هغه وزغمو او پر دې سربېره مو د چپتیا مهر مات کړ.»[3]
په دې کتاب کې اصلاح او روزنه د اصلي موخو په توګه بیان شوي دي. دا موخې د خلکو د خپلې او اړوند چاپېریال د اصلاح د چمتووالي او لېوالتیا لپاره اړینې وې. د تندې او په زړونو کې د غوښتنې د رامنځته کولو لپاره لومړی باید په علمي او دیني ټولنه کې عیبونه او نیمګړتیاوې مشخصې او معرفي شوې وای. همداراز باید ښکاره شوي وای چې څه ډول نفس او شیطان په بېلابېلو مکرونو او پلمو بېلابېلو ډلو ته فرېب ورکړی دی او دیني حقایق او مفاهیم څه ډول بدل شوي دي. خلک په زیاتېدونکې توګه په ظاهري دودونو او ظواهرو اخته شوي دي او له اصلي هدف یعنې اخروي نېکمرغۍ او الهي رضا څخه غافل شوي دي.
امام غزالی رحمه‌الله د خپل وخت ژوند او خپل معاصر چاپېریال په بشپړ ډول ارزولی و او په ډاګه او صراحت یې ورباندې نقد کړی و. هغه د هرې ټولنیزې طبقې عیبونه او ناروغۍ په مستقیم ډول بیان کړې او په ظاهري وسایلو یې د مقاصدو او اهدافو ترمنځ توپیر ښکاره کړ. همداراز یې علوم په دوو ډلو دینوي او دیني ووېشل او هغه یې په «علوم محموده» او «علوم مذمومه» ووېشل. امام غزالي رحمه‌الله د خپل وخت د شرعي مسؤلیتونو او د خلکو د اصلي دندو یادونه وکړه او د پانګوالو او واکمنو نیمګړتیاوې یې افشا کړې. په جرأت او زړورتیا یې پر سلطانانو او واکمنو نیوکه وکړه او د هغوی د شرعې خلاف جبر، ظلم او قوانین یې محکوم کړل.
پر دې سربېره یې د خلکو د بېلابېلو قشرونو عیبونه او منکرات، بدعات او د دین مخالف ناوړه رسمونه او عادتونه په تفصیل سره بیان کړي دي. له دې تفسیرونو سره، د ا کتاب لومړنی اثر دی چې په مفصل او مدلل ډول یې د اسلامي ژوند ګټې او د ژوند طریقه ارزولې، په کلي توګه یې په دې برخه کې ارزونه او څېړنه کړې او د ناروغیو او اخلاقي عوارضو د درملنې طریقه یې بیان کړې ده.[4]
دوام لري…
 مخکنۍ برخه|وروستۍ برخه

 

۱ . محمد لطفی جمعه، تاریخ فلاسفة الإسلام في المشرق والمغرب، ۷۲مخ، چاپخانه النهضة المصریة، قاهره، ۱۹۵۷

[3] . شبلی، الغزالی، صفحه ۵۴ و ۶۳.

[4] . رجال الفکر والدعوة ټوک،۱ ۱۴مخ.

Leave A Reply

Exit mobile version